
مه خفه کېږه! – (۲)
لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی
ژباړه: – رحــمــت الله مــومــن
نېکبختی ترلاسه کړه!
★ ایمان او نیک عمل ستا د ژوند راز دی، د خپلولو کوښښ يې وکړه.
★ دعلم په لټه کې شه، مطالعه وکړه، ځکه په دې سره غمونه له منځه ځی.
★ تل الله تعالی ته توبه وباسه، ګناهونه پریږده، ځکه دګناهونو ارتکاب ژوند تریخوی.
★ قران کریم او تفسیر یې په سوچ سره مطالعه کوه، اوتل د الله تعالی په یاد کې بوخت اوسه.
★ له ټولو خلکو سره ډول ډول ښېګڼې کوه، نو زړه به دې خوښ وی.
★ تل زړه ور اوسیږه، ځکه ذ زړه ور سینه پراخه وي، له وېرې اوبزدلۍ نه ځان وژغوره.
★ خپل زړه له کینې، دښمنۍ، تربګنۍ، ټګۍ او هر ډول ناوړه صفاتو څخه پاک کړه.
★ ټولې عبثې خبرې، کتل، اوریدل، ناسته پاسته، خوراک او خوب پریږده.
★ په ګټورو کارونو کې ځان بوخت کړه، خپل ټول غمونه او تکلیفونه به دې هېر شي.
★ دنن ورځې په فکر کې اوسه، تېر او رانلونکي غمونه هېر کړه.
★ په دنیوی کارونو کې له ځان نه ښکته خلکو ته ګوره.
★ د یو کار له ټولو بده پایله په نظر کې ونیسه، که بیا رامنځته شوه، هماغسې مقابله ورسره وکړه.
★ په ډاروونکو خیالونو او ناوړه فکرونو کې خپل ذهن مه بوختوه.
★ غوسه مه کوه، په هر حال کې له صبر، زغم او بښنې څخه ګټه واخله، ځکه ژوند ډیر لنډ دی.
★ دشته نعمتونو د پناه او راتلونکو ستونزو ته مه اندېښمن کېږه، هر څه الله تعالی ته سپاره.
★ هرې ستونزې ته د هغې د وزن په اندازه ګوره، او هسې ځان ته ستونزه مه لویوه.
★ دوېرې او خیالی حوادثو نه ځان خلاص کړه.
★ ساده ژوند غوره کړه، نازکتوب په بلا ووهه، ځکه د بدن نازکتوب د روح عذاب دی.
★ هغه نعمتونه چې له تاسره دی، دخپلو ستونزو سره یی پرتله کړه، ګټې به دې له زیانونو ډېرې وی.
★ که څوک درپسې بدې خبرې کوی، هغوته مه اندیښمن کېږه، هغه په خپله ویونکی ته زیان رسوی.
★ خپل فکر برابر کړه، له نعمت، بریالیتوب اوله ښو پرته په بل څه کې فکر مه کوه
★ له خلکو سره ښېګڼه یوازې د الله تعالی لپاره کوه، او د چا دمننې فکر مه کوه.
★ خپل ځان لپاره یوه ګټوره دنده وټاکه، په همغې کې بوخت اوسه، نو غمونه به دې هېر وی.
★ دنن کار، سبا ته مه پریږده.
★ له ځان سره مناسب کار زده کړه، اوهغه څه ترسره کوه، چې ته پکې خوښ یې.
★ دالله تعالی په نعمتونو کې سوچ کوه، ځان ته یې هرمهال یادوه، او دالله تعالی شکر کوه.
★ الله تعالی چې کومه روغتیا، مال، میرمن، بچی درکړی، پرهغو قانع اوسه.
★ له ټولو نېږدې او لرې خلکو سره ښه چال چلن کوه، اوله عیبونویې سترګې پټوه.
★ دخلکو له تېروتنو، هوایی خبرو او ګونګوسو څخه ځان مه خبروه.
★ د پیادل مزل، بدنی روزنې او خپلې روغتیا ته له پاملرنی سره ځان عادت کړه، ځکه روغ عقل په روغ جسم کې وی.
★ او الله تعالی ته تل د بښنې، ښو چارو او روغتیا غوښتلو لپاره لاسونه لپه کوه.
نور بیا
مــه خــفــه کــېږه! (۳) لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرني ژباړه: – رحـــمـــت الله مـــومـــن فکر وکړه او شکر وباسه! کله چې د الله تعالی نعمتونه رایاد کړئ، نو سر تر پایه به تاسی ته د الله تعالی نعمتونه سترګو ته ودریږی: ( وَاِن تَعُدُّواْ نِعْمَةَ اللهِ لاَ تُحْصُوهَا .) ” که تاسی دالله تعالی د نعمتونو شمیرل وغواړئ، نونه یي شی شمیرلی ” روغ بدن، سوکاله ژوند، په وطن کې امن، کور اوکالی، خوراک اوڅښاک، لنډه داچې ټوله نړۍ درسره شته؛ خوته پرې نه پوهېږې، ښکلی ژوند لرې، خو پام دې ورته نه دی! ( وَأَسْبَغَ عَلَیْکُمْ نِعَمَهُ… نور لوستل »