شعـــــرونه

د عشق او ميني مدرسه – غزل

فتحان حنفي

ټول درس د پاکي ميني زده کومه بيا به ځمه
هر يو سبق دي عشقه يادومه بيابه ځمه

د هري درجې دي کتابونه مثالي دي
يو يو پاڼه په پاڼه لټومه بيابه ځمه

په شوق باندي هر باب او هر مضمون به دي ووايم
حرفونه به دي زړه ته کوزومه بيابه ځمه

حاضر به يم هر صنف کي ناغه نکړم ده مي ژمنه
تر پايه به دي درس حاصلومه بيابه ځمه

کامل چي سبقان شي امتحان چي رانه واخلې
سند د کاميابۍ به درنه وړمه بيابه ځمه

چي ستا له مدرسې نه فارغ شوي مشالان دي
د هغو ښه اعمال به خپلومه بيابه ځمه

په ښو نمرو چي ځم درنه فتحان اې محبته
ژړا کي پر تندي دي ښکلومه بيابه ځمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x