دیني، سیرت او تاریخ

د یویشتمې پېړۍ امریکایي کتاب (فرقان الحق) – علمي څېړنه ( ۹)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

۶: په الفرقان حق کي ټکرونه ترشما وتلي دي، داځکه چي الله جل جلاله فرمایی:

ولو کان من عند غیرالله لوجدو افیه اختلافا کثیرا — القرآن الحکیم : النساء :۸۲

ژباړه: که چيري یوکتاب دالله له لوري نه وي نوهغه به دټکرونو اواختلافونو څخه ډک وي.

۷: فرقان الحق دعیسایی اویهودي نړۍ مقدس کتاب بایبل سره په ټکرکي دی:

«ما بشرنا بنی اسرائیل برسول یاتی من بعد کلمتنا وما عساہ ان یقول بعد ان قلنا کلمۃ الحق وانزلنا سنۃ الکمال…. امریکی قرآن (الفرقان الحق) : سوره انبیاء

دا چي یهودپه دې آند دی چي د حضرت موسی علیه السلام څخه وروسته بل نبی نشته نوانیس شروش هم هغه خبره کوي- چي د بني اسرائیلوڅخه وروسته بل نبی نشته چي داخپله د بایبل سره په ټکرکي ده، داځکه چي په بایبل کي په یشوع، الاناشید سلیمان، انجیل متی، انجیل مرقس، مکاشفه یوحنا دنورونبیانوپه هکله داسرائیلوڅخه وروسته دانبیاء یادونه شویده. چی انبیاء به راځي.

۸: د تعجب خبره:

دا چي داسرا ئیلوڅخه وروسته نوری وحی ختمي شوې ددوی په آند نو وانیس شروش ته څنګه وحی وشوې چي دا کتاب یې په عربي باندی ولیکی ههههه دتمسخر وړده. دا په اصل کي الوحی الشیطان الی الشیطان- دشیطان وحي دي وشیطان ته .

۹: تثلیث په بایبل او فرقا ن الحق کي:

د فرقان حق په هرسورت کي تثلیث راغلی دی لکه:

بسم الآب ا لکلمة الروح الاله الواحد الأوحد

دا د تثلیث کلمات( پلار، کلمه(حضرت عیسی علیه السلام) او روح القدوس (حضرت جبراییل علیه السلام) دا په فرقان الحق کي ۷۹ ځلي راغلې ده، حال داچي تثلیث په بایبل کي یوځل راغلی دي اوپه اوسني بایبلوکي هیڅ نشته لکه:

په اوسني تحریف شوي بایبل کي که موږ وګور نو دابه راته معلومه شي چې تثلیث په هر بایبل کي نشته داځکه چې داپه اصل کي داصلی انجیل برخه نه ده، او داد پولس او نوروعقیده وه چې په عیسایت کي ئې ګډه کړه هغه د تثلیث ایات دادی:

For there are three that bear record in heaven, the Father, the Word, and the Holly Ghost: and these three are one. (1 john,5 : 7)

ژباړه:

درې دي چې ګواهې ورکوي په اسمان کي پلار،ځوی او روح القدس اودادرې سره یو دي.

(لومړی لیک دیوحنا ۵: ۷- ۹)

دا په (King James Version) بایبل کي اوپه اردو بایبل (کلام مقدس، کاتولیک بایبل کمیشن پاکستان ۲۰۱۱) کي شته اوپه (Holly Bile Revised Standard 1952) Version کي بیا داد تثلیث ایات نشته، او که وعربي اردو او پښتو بایبلو ته راشو نوپه هغوکي هم دا تثلیث نشته په عربی بایبل، پښتوبایبل اواردوبایبلو کي همدا د یوحنا ایات ۷ نشته او واتم ایات ته ئې د۷ شماره ورکړیده یعنی تثلیث نشته. لاندی بایبلونو کي وګورئ:

الکتاب المقدس، جمعیة الکتاب المقدس فی لبنان- ۱۹۹۳ الطبعة الثلاثون

انجیل شریف، اول جیبی چاپ ۱۹۹۶میلادی، بایبل سوسایټی پاکستان

کتاب مقدس، پاکستان بایبل سوسایټی انارکلی لاهور ۲۰۱۱

انجیل مقدس، پاکستان بایبل سوسایټی انارکلی لاهور- ۵۴۰۰۰، ۲۰۰۹

دیهودو او عیسایي نړۍ په اصلي مقدس کتاب کي دوی پریوځل تثلیث پښیمانه دي او انیس شروش بیا ۷۹ ځلی دا تثلیث راوړی دي- له همدې کبله انیس شروش خپله دعیسایي نړۍ غوصه راپورته کړه اوهغو د فرقان حق رد وکړ او دایې شیطاني ایاتونه وبلل اودایې ردکړه چي ګونی دادي وحی وي.

نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x