د نن سرلیکنه

د ملي یو والي حکومت د لومړۍ کلیزې په مناسبت – سرلیکنه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): نن د ملي یووالي حکومت یو کلن شو.

تیر کال په همدې ورځ تر جنجالي او له درغلیو ډکو ټاکنو وروسته د جان کیري په وصایت د ملي یووالي په نوم د ښاغلی اشرف غني په مشرۍ حکومت جوړ شو.

دا حکومت د افغانستان د اساسي قانون او په نړۍ کې د ټاکنو د مروجه مقرراتو خلاف ايجاد کړای شو.

د ملي یو والی حکومت چې افغانان یې دوه سری حکومت بولي د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په نتیجه کې نه، بلکي د جان کیري د پریکړې او مصلحت په اساس جوړ شو.

ښايي دا ډول حکومت د خپل نوعیت له مخې د نړۍ پرمخ لومړی ماډل حکومت وي چې هم یې ګټونکی او بایلونکی دواړه نا معلوم دي او هم دواړه په واک کې نیم په نیمه شریک دي.

په هرصورت ګډ حکومت د امریکایانو د لزوم دید په اساس د افغانانو د تیر ایستلو لپاره جوړ کړای شو ، افغان سیاست والو یې له لومړۍ ورځې راهسي د ناکامي پیشګويي کوله ، خو محلي مشر يي د ډیرو کامیابیو تر سره کولو ژمنې وکړې.

خو دادی نن له هغې ورځې پوره یوکال تیر شو چې د حکومت مشر دخپلې یوې ژمنې تر سره کولو سند هم ولس ته نشي وړاندې کولای.

اداري فساد ، نا امني ، د قومي او سمتي اختلافاتو راپارول ،د مخدره توکو پراختیا ، د بشري حقونو تر پښو لاندې کول ، د بي کاري له وجې د افغان ځوانانو وطن پریښودل ، له هیواده دسرمايي فرار د اخلاقي فساد ترویج دهیواد په سرحدي پولو د ګاونډیانو ښکاره تیری او… د ملي یووالي یوکلن مشهود او ملموس محصول دی .

ایکي یوه بریالۍ لاسته راوړنه چې ښاغلي اشرف غني یې په ترسره کولو کې بریالی شوی هغه له واشنګټن سره د امنیتي تړون لاسلیکول دي چې په نتیجه کې یې تر اوسه په لسګونو افغاني پوځیان د امریکايي ځواکونو په بمباري کې وژل شوي نور نه په هیواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره تري استفاده شوې او نه هم د هیواد ځمکنی تمامیت ور باندې ساتل شوي.

په اداري برخه کې تر اوسه د حکومتي کابینې په بشپړولو نه دی توانیدلی.

د حکومت ښکاره فعالیت دادی چې ولسمشر د اجرائیه ریئس پر خلاف دسیسې جوړه وي او اجرائیه رئیس یې د ولسمشر پرخلاف .

چې ښکاره بیلګه یې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون دی چې د تیر یوه کال په تیریدو کې په جوړلولو ونه توانیدل، یوه ورځ یې ولسمشر د رئیس ټاکلو فرمان صادروي ، بله ورځ یې اجرائیه رئیس دمنفکي اعلان کوي.

افغان ولس د امریکايي ډیموکراسي د دغې لعنتي ډارامي بیوسه نندارچي دی .

پوره یوکال یې د ګډ حکومت د متنازعو چارواکو د تیرایستونکو ژمنو په انتظار تیرکړ ، ښايي سبا ورځ هم د ګدحکومت د دوهم کال په مناسبت د هغه چارواکي ولس د تشو ژمنو په تکرار تیر باسي.

ایا په راتلونکي کال کې د ګډ حکومت چارواکي د خپل ولس د قانع کولو لپاره له ژمنو پرته هم څه له ځانه سره لرئ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاه ولی

ګربه میرو سک وزیر و موش پاسبانی کند ******* این همه ارکان دولت خانه ویرانی کند مخترمو دتاند ویوونکو بخنه غواړم چه بی ادبی می کړی دد خکومت نه دجوړولو تمه مکوای

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x