افغانستان

اشرف غني: ډیری وزارتونه به د کابل دار الامان ته ولېږدوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي۲۰مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د افغانستان دولت په پام کې لري چې ډیر وزارتونه د کابل لویدیځې برخې دار الامان سیمې ته ولېږدوي.

ولسمشر نن د افغانستان د ښارونو د وضعیت څرنګوالي یوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې په تېرو څو لسیزو کې دوی د ښاري پالیسیو له نشت سره مخ وو او ښارونه ددې پر ځای چې د اقتصاد محرک او د ثابتې شتمنۍ ځای شي، د هرج و مرج سره مخ وه.

هغه زیاته کړې چې دولت تصمیم لري څو ټول وزارتونه د کابل دار الامان سیمې ته انتقال کړي. «د لوی اختر د ورځې وروسته به د کابل اوسیدونکو سره مشوره وکړو څو داسې پلازمېنه جوړه کړو چې ټول پرې وویاړي».

هغه ویلي چې د افغانستان نفوس متوازن نه دی ویشل شوی، پلازمېنه کابل کې مطلق کاري نفوس اوسیږي، له همدې کبله کابل ترې ډیر پاملرنه غواړي.

اشرف غني خبرداری ورکړی چې هېڅوک ددې واک نه لري چې د وزارتونو اړوند ځمکې خرڅې کړي او په دې اړه به ټول تصمیم کابینه نیسي.

نوموړي زیاته کړې چې تر ټولو لومړی به هغه وزارتونه انتقالیږي چې بودیجه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x