نن په انځورونو کي

د نړۍ پوځونه څه ډول پوځي تمرینونه کوي؟ – انځوریز راپور

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي۳۰مه ۱۳۹۴ل): د اور له دایرې ټوپ اچول، تیږي او خښتې په سر ماتول، د کوبرا مار وینه څښل ځينې هغه مثالونه دي چې د پوځ ځوانان ورسره مخ وي، ځکه دغه کارونه د دوی د نظامي تربیې برخه وي.

ځينې تمرینونه د پوځ د روزنې لپاره ډير اړین وي، خو ځينې بیا داسې دي چې له مخې یې دا ثابتیږي چې کوم پوځ د بل مقابل کې څومره خطرناک دی.

ډيری هېوادونه ځينې پوځي تمرینونه رسنیو ته په لاس کې ورکوي او پر مټ يې نور هېوادونه ویروی.

نن ټکی اسیا د پوځي تمرینونو څو انځورونه لاسته راوړي، هیله لرو چې خوښ مو شي:

جنوبي کوریارائٹرز فوٹو

د جاپان مارشال ارټ (دا تمرین د جاپان، کوریا، چین او یو شمېر نور هېوادونه د ځاني دفاع لپاره کوي) تمرین کې د خښتو یا د لرګیو تختې ماتول ضرور وي، خو د جنوبي کوریا پوځ بیا یو قدم وړاندې دی او د ځانګړي ځواکونه یا سپیشل فورس يې درندې ۱۰ تیږي په یوه وخت په لاس ماتوي. دا د دوی د پوځي تمرین یوه برخه ده.

چینرائٹرز فوٹو

چینايي پولیس بیا همدغه کار په سر کوي او څو خښتې په خپل سر ماتوي.

عراقرائٹرز فوٹو

د عراق د پوځ دغه تمرین نه یواځې سخت دی، بلکې ورسره ظالمانه هم دی، ځکه په دغه تمرین کې که پوځي توازن ونه ساتي نو تربیت ورکوونکی استاد لخوا د وهلو او ټکولو سزا هم ورکول کیږي.

میکسیکورائٹرز فوٹو

د میکسیکو بحري ځواکونو کمانډو ته په یوه نري تار باندې د تګ سخت تمرین ورکول کیږي.

چینرائٹرز فوٹو

روحي روزنه هم د امنیتي ځواکونو لپاره ډیره اړینه ده، چین کې ډيری ترکیز په روحي روزنه هم کیږي. د دغه ورزش پر مټ له چینايي عسکرو د ناڅاپي برید ویرې د لرې کولو کوښښ کیږي.

جنوبي کوریارائٹرز فوٹو

د جنوبي کوریا د جګړو ځانګړي ځواکونو ځوانانو ته د یخنۍ او واورو څخه د ویرې ختمولو روزنه ورکول کیږي، دغه روزنه کې دوی هم بدني او هم روحي قوت ورکول کیږي.

تایوانرائٹرز فوٹو

د تایوان بحري ځواکونه ته بیا ددې روزنه ورکول کیږي چې څنګه په تیږو په ملاسته مزل وکړي، دا د دوی د روزنې محض یوه مهمه برخه ده او له دې پرته د دوی د روزنې کورس نه پوره کیږي.

چینرائٹرز فوٹو

د اور له دغې کړۍ څخه ټوپ وهل د چینايي پوځيانو د روزنې یوه برخه ده.

بیلاروسرائٹرز فوٹو

د بیلاروس ځانګړي ځواکونو ته د کیمیاوي جګړو روزنه ورکول کیږي او دا یې د روزنې یوه برخه ده.

کولمبیارائٹرز فوٹو

د کولمبیا پولیس د كموپلاژ (هغه وسيله چې د رقيب د غولولو لپاره استعماليږى) ځانګړې روزنه ورکول کیږي څو په نړۍ کې د خطرناکو ګوریلا تنظیمونو سره مقابله وکړي.

نکاراګوارائٹرز فوٹو

منځنۍ امریکا هېواد نکارګوا کمانډويي ځواکونو ته د دې روزنه ورکول کیږي چې څنګه په ځنګله کې وجنګیږي. دغه روزنه کې دوی د ښه ډیرو ازمایښتونو څخه تیریږي.

تايلنډرائٹرز فوٹو

د تایلنډ بحري پوځ کمانډويانو ته بیا ددې روزنه ورکول کیږي چې څنګه په ځنګلونو کې ځان ژوندی وساتي، ددې لپاره دوی بیا د کوبرا مار وینه هم څښي، چینجیان، ماران او لړمان هم خوري.

فلپینرائٹرز فوٹو

د فلپین پوځیان هم د روزنې پر مهال له بېلابېلو ازمايښتونو څخه تیریږی، خو دغه تمرین یې بیا بیخي خوندور دی. په دغه تمرین کې پوځيانو ته د ډوډۍ خوړولو پر مهال په سر کیله کېښودل کیږي څو خپل بدني توازن وساتي او صحیح کیناستل زده کړي. که چېرې د خوراک پر مهال کیله له سره وغورځېدله نو بیا به یې له پوټکي سره یوځای خوري.

جرمنيرائٹرز فوٹو

د جرمني پوځيانو ته بیا ددې روزنه ورکول کیږي چې د اوبو دننه دومره وخت ساه بنده کړي څو خپلې وسلې سنبال کړي.

لبنانرائٹرز فوٹو

ددې هر څه سره سره یو داسې هېواد هم شته دی چې نظامي روزنه یې هېڅ بلا مبالغې ټوکې دي. لبنان کې پوځيانو ته روزنه د یو ګیم یا لوبې کولو په زده کولو ورکول کیږي، په دې کې پوځیان ویشتل کیږي خو دوی چرت هم د بېرته د ویشتلو لپاره خراب نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x