نظــر

طالب وزيران اوخاطرې – شبيراحمد

mullah rabbaniدباختر اژانس کارکوونکو به  ماښام ترناوخته کار کاوو، يوه شپه هغه وخت د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د مکرريانو پر لور دباختر اژانس دکارکوونکو په موټر کي سپاره شول چې خپل ټول کارونه يې خلاص کړي وو، يو مسلکي کارکوونکی او يو چلوونکی د شپي ناوخته چي کله د پښتونستان واټ څخه تيريدل، د ارګ په مخکي تيرشوي سړ ک ته يې د موټر مخ برابر کړ (د طالبانو په وخت کې د ارګ په مخکي تير شوي سړک باندي پلي تلونکو او کوچني شخصي تيز چليدونکي موټرانو ته دتګ او راتګ اجازه وه)، کله چي موټر د ارګ دروازي څخه لږ نور هم تير شو، يو ناڅاپه موټر ودريد او ګل شو، د طالبانو په وخت کې د نن وخت په څير د موټرانو ګڼه ګوڼه نه وه، او نه هم دومره زيات موټران وو، دباختر اژانس مامور او چلونکی چي دواړه په تن خوار او ډنګر وو،

هرڅومره وس يې چې وکړی موټر يې نه شوای ټيله کولای، ناچاره ولاړ او د سړک يو او بل لورته يې کتل که چيرته کوم موټر او يا دوه درې تنه طالبان وويني چې مرسته ورسره وکړي.

د هغه وخت سره نسبتا مناسب د نوی ماډل موټر بطي ليدو دوی خوشاله کړل، ډير ژر يې څنګ ته موټر ودريد، او د سيټ څخه يو د ښايسته نوراني مخ لرونکي کس ورته وويل چي خيرت خو به وي، په سړک د ولاړ موټر کسانو وويل چي موټر مو نه چالانديږي او زموږ وس هم نه رسيږي چي ټيله يې کړو، ټيله غواړي چي چالاندشي.

دښايسته نوراني مخ لرونکی کس د موټر له سيټ څخه راکښته، ورسره دوه ملګري يې هم ډير ژر راکشته شول او تر ټولو لومړی د موټر ټيله کيدو ته د نوراني مخ لرونکي شخص اوږه ورکړه، د باختر اژانس کارکوونکی د موټر ټيله کيدو په وخت کي پوه شو، او لاسونو او پښو يې لړزه پېل کړه، خو دده له بخته موټر ډير ژر چالاند شو، او د نورانی مخ او ښايسته څيري لرونکی شخص چي کله بيرته خپل موټر ته تلی، مخ يې ورته راواړاوو چي بل شي ته خو به مو ضرورت نه وي، دباختر اژانس کارکوونکی په دغه وخت کي وويل چې بخښنه غواړو، موږ بې احترامي وکړه او تاسي مو ونه پيږندلای، که نه د دريدو تکليف مو هم نه درکاوو، خو دغه هوډمن او په خپل ولس مېن مجاهد وويل چې دازموږ دنده ده او موږ خپله دنده سرته ورسوله، تاسي پرموږ حق لرئ، او موږ يواځي ستاسي سره مرسته وکړه نور مو هيڅ ډول تکليف نه دی کړی.

لوستونکيه پوهيږي چې دا په خپل ولس او هيواد مېن شخص څوک وو، چي په تياره ماښام يې په سړک ولاړ د باختراژانس د کارکوونکو موټر ته اوږه ورکړه او دهغوی سره يې موټر ترهغه وخته ټيله کړ ترڅو چې چالاند شو، الله اکبر، دا د افغانستان د اسلامي امارت د سرپرستي شوری رئيس ملامحمد ربانی آخند وو، هغه څوک چي د نوم په اوريدو يې د نړۍ ټول کفار په لړزه کي وو، هغه څوک چې په افغانستان کې يې د افغان مجاهدينو په ګډون د ګڼو هيوادونو د مجاهدينو مشري کوله، او داهغه څوک وو چې روسان په خوب کې دده له نامه او څيري څخه ويريدل.

الله عزوجل دي ملامحمد رباني آخند د جنتونو سردار او دمحمد رسول الله ) سره  دي  الله جل جلاله دده روح يوځای کړي، او الله عزو وجل دي دده روح خوشاله او ارامه ولري.

ماسپښين جماعت تير شوی وو، د پلخشتي مسجد ته د لمونځ کولو له پاره ورغلم، کله چي مې څلور رکعته فرض لمونځ لا نه وو تمام کړی، چپ لورته مي څو تنو په جماعت لمونځ پېل کړی، چپ لورته  په سلام ګرځولو مي د ختيځ زون تنظيمه رئيس او د سرپرستي شوری اقتصادي معاون مولوي عبدالکبير صاحب وليد، چي د خپلو ملګرو امامت يې کاوو.

جماعت تمام شو، ورپسي دوه رکعته سنت مؤکد لمونځ هم اداء شو، د روغبړ لپاره ور ولاړ شوم (ماسپښين ناوخته وو نو ځکه خو په پلخشتي مسجد کی ډير خلک نه وو، او بل داچي په هغه وخت کي د کابل اوسيدونکی هم کم وو او نږدې شاوخوا ټول خلک به د لمانځه په وخت کي جماعت ته حاضريدل)، مولوي عبدالکبير صاحب په ډيره مينه او محبت روغبړ راسره وکړی، ورپسي مي دهغه له ملګرو سره روغبړ وکی، بيا يې زما لاس په خپل لاس ټينګ ونيو او راته ويې ويل چي: ولی نه راځي، دوه اونۍ کيږي چي زه کابل ته راغلی يم (مولوي عبدالکبير صاحب د ختيځ زون د تنظيمه رياست سربيره نوی د سرپرستي شوری اقتصادي معاون هم ټاکل شوی وو) او ته نادرکه يې، پوښتنه هم نه کوي، بې وفا يې، ورته مې وويل چې مولوي صاحب، ډير زيات زما په زړه کي ځای لري، والله چي ډير زيات راته ګران يې، او خبر هم وم چې تاسي کابل ته راغلي ياست، خو بخښنه دي وي، مولوي صاحب چې زه پيږندلم، ټينګار يې وکړ، چې نه! حقيقت ووايه ولي نه راغلي؟ هرڅوک راځي (هدف يې د نوي دندي مبارکي وه) خو ته هيڅ معلوم نه شوي، له ښه ټينګار وروسته چې لاهم په مسجد کې دننه ولاړ وو، ومې ويل، مولوي صاحب ( د طالبانو په وخت کې مولوي صاحب، حاجي ملاصاحب، آغاصاحب، حاجي آغا، او طالب کليمي کارول کيدي، نوري اضافي او د دندي اړوند کليمي طالب وزيرانو او مشرانو نه خوښولي، نو ځکه خو مې دغه دلوړ او مهم منصب لرونکي شخص ته وويل چي مولوي صاحب) چې ر ښتيا ووايم خفه به شي، خو دومره وايم چې ډير زيات دي زما په زړه کي ځای دی، مولوي صاحب خبره بيا غبرګه کړه وويل چې ژرښه وايه که نه څپيړه درکوم (ټوکه يې وکړه)، دهغه ټول ملګري ولاړ وو او زه هم يو عادي شخص وم چې نه کوم والي وم، نه معاون دوالي او نه مي د کوم غټ رياست دنده پرغاړه وه، په تبسم کې مي ورته وويل چې مولوي صاحب، والله چې زړه مي غوښتل چې درشم، ودي وينم او دا ستاسي حق وو، خو داچي اوس تاسي په ډيره غټه چوکۍ کار کوي، او دنده مو ډيره لوړه شوی ده، څو ځله مي وغوښتل چې ستا حويلي ته درشم او ودي وينم، خو درنه غلم، ويريدلم چې که زه درشم هلته به ستا ساتونکي په دروازه کي ستاسي د ليدواجازه رانه کړي، او يا خو به وايې چي مولوي صاحب ډير مصروف دی ( دطالبانو په وخت کې طالب وزيرانو او مشرانو ته دهغوی رسمي دفتر او يا د اوسيدو ځای ته د ورتګ په وخت کې تلاشي نه کيدله، يواځي کله که به مصروف وو، سکرټر اويا ساتونکو به څوک نه پيژندی نو پوښتنه به يې کوله)  په دواړو حالتوکې که اجازه رانه کړل شي، نو هغه مينه او محبت چې اوس مې په زړه کي درته شته، هغه مينه به کمه او يا ټکنۍ شي، او بل داچې بيا به ټول وخت د درتګ او ليدلو هڅه هم ونه کړم، له همدې ويري ستا د ليدو او پوښتني کولو څخه بې برخي پاتي وم، اوس ځکه ډير خوشاله شوم چي په مسجد کې مي وليدلې او د ليدو اړوند د ساتونکو احسان دي هم نه منم، مينه ناک، له خپلو ملګرو او دوستانو سره محبت کوونکی، د ښايسته څيري لرونکی او له وقاره ډک شخص مولوي صاحب په ارامه خندا وکړه او ويې ويل چې: تر ننه هم ته چا منع کړی يې؟  او داسي شوي چې ته راغلی يې او چا تاته اجازه نه وي درکړي؟ داخو ستا کمزوري ده، اوس به داسي کوي چې ډوډۍ به کوي او موږ به ميلمانه کوي او په راتلونکی کي به هر وخت زما د اوسيدو ځای ته هم راځي.

دختيځ زون تنظيمه رئيس او دسرپرستي شوری اقتصادي معاون د خپلو ملګرو په مخ کې دميني اومحبت ښکاره کولو له پاره ميلمستيا غواړي خو زما ځواب: مولوي صاحب د ميلمستيا له پاره روپۍ والله که لرم او له بل چا څخه يې قرض هم نه اخلم،ځکه قرض بيرته غوښتل غواړي،  زه به سهار چای برابر کړم او تاسي به له ماسره زما د اوسيدو په ځای کې چای وڅښئ (زه د اطلاعاتو او کلتور د وزير ښاغلي ملااميرخان متقي په حويلۍ کي اوسيدم، په دغه وختونو کې متقی صاحب په کندز کې وواو زموږ حويلۍ هم سپيره معلوميدله، ځکه که د کور مشر په کور کي نه وي که د رياست رئيس په رياست کې نه وي او که دکلي مشرپه کلي کې نه وي هلته ديوې تښي احساس کيږي)، هغه با وقاره او د دروند شخصيت لرونکی مجاهد زما په خبره خفه نه شو چې ومې ويل ډوډۍ نه شم درته کولای چای درته برابروم (څه فکر کوئ که د اوسنۍ اداري کوم وزير يا والي د عادي رئيس څخه د ډوډۍ غوښتنه وکړي او هغه ووايې چه نه!  چای به درکړم، فکر کوم چې د آخرت ترورځي به کينه ورسره وساتي دا به د خپل ځان له پاره عار وګڼي، خو هغه چې د الله ددين له پاره راولاړشوي وو، او دالله ددين خدمت يې نېت وو، په اسلام او د اسلامي ژوند آداب ورته معلوم وو، هغه يې د ځان له پاره وياړ ګڼي، هغه خوشاليږي، چې ددوی ترلاس لاندي رئيسان دومره قدر پيسي هم نه لري چې دغو محترمو ته پري ډوډۍ وکړي).

باور وکړئ چې زما په خبره ددي پرځای چې مولوي صاحب خفه شي هغه خوشاله شو، او تکرار تکرار يې وويل چې ته به خامخا ډوډۍ کوي، او په چای به ځان نه خلاصوي.

وګورئ هغه ماته ونه ويل، او نه يې هم خپل مالي مسؤل (د طالبانو په وخت کې هر وزير، والي او مشر خپل ځانګړي مالي مسؤل درلود چي ټول وخت به ورسره وو، خو په رسمي دفتر کي به يې رسمي مالي هم درلود) ته وويل چې ده ته پيسي ورکړه، بلکه ماته يې ويل چې ډوډۍ به خامخا کوي.

دغرمۍ له پاره مې د ختيځ زون تنظيمه رئيس او د سرپرستي شوری اقتصادي معاو ن ته  شوروا او لږ وريجي، فکر کوم د لندي ميوي پرځای خټکی تيار کړل، هغوی دغه ډوډۍ دومره په مينه وخوړله چې تراوسه مي هم هغه ورځ نه هيريږي.

تاسي به فکر کوئ چې د ډوډۍ روپۍ به خامخا ماته وروسته او يا مخکی مولوي صاحب او يا کوم بل مشر راکړي وي، يواځي له ډوډۍ خوړلو وروسته يې پوښته وکړه چې پيسي دي له کومه کړي، ومې ويل چې له ملا موسی آخند ( دمتقي صاحب مالي مسؤل) څخه مي قرض کړي.

د مولوي عبدالکبيرصاحب دي الله مل او ساتندوی شي تر ډير حده يې ترځان د لوړو چوکيو درلودونکو  خيال د قدرت دبقا په خاطر نه ساتی، ولې دهر چا قدر او احترام يې د هغه د شخصيت او علميت په اندازه درلود، ماليدلی دی چې د کليوال عالم به يې تر ځېنو وزيرانو زيات احترام او قدر کاؤ.

په خپلو ملګرو باورې او پوره اعتماديې پرې درلودی. په ملګرو بدګمانه  نه ؤ، او هميش يې دملګرې په اړه مثبت نظر درلود. خپل موټرچلوونکی او له ده سره ساتونکي يې مؤدب، په خبره پوه، مطيع، ځان او ځای پېژندونکي او د بشپړ نظافت مراعت کوونکي ؤ.

مولوي عبدالکبيرصاحب د هغه رئيسانو سره ډير مينه درلودله چې کار يې کاؤ، برعکس د هغو رئيسانو سره يې مينه نه درلودله چې کار يې نه کاؤ. همدارنګه د کار  کولو لوړه او قوې حوصله يې خپله هم درلودله او ژر يې ستړيا نه حس کوله.

            مژده صاحب وايې چې يوځل موږ مزار شريف ته د تاجکستان دولتي چارواکو سره د خبرو له پاره تلو، زموږ سفر له کابل څخه مزارشريف ته په يوه زړه الوتکه کي وو، هغه وايې چي په دي سفر کي د اوبو او بريښنا وزارت معين هم زما سره نږدې ناست وو، کله چې الوتکي پرواز وکړ، د اوبو او بريښنا وزارت معين (له مژده صاحب څخه يې نوم هير شوی)  د صدرۍ له جيب څخه کوچنی قران کريم را وايست او په تلاوت يې پېل وکړ، ترهغه وخته يې تلاوت کاوو ترڅو چي موږ مزارشريف ته نږدې شوو، کله چې يې قران کريم بند کی، ما ورته وويل چې حاجي ملاصاحب ښه شو ستا د تلاوت زور وو چې دغي زړي الوتکي راورسولو (پرطالبانو نړيوال بنديزونه لګيدلي وو الوتکي يې ډيری زړي او پرزي يې هم نه شوای ورته پيداکولای، دالوتکو ترميم هم نه کيدی، هغه عاميانه خبره چې د الله پرتوکل چليدلي).

مژده صاحب وايې چې معين صاحب وويل چې ما خو په دي خاطر د قران کريم تلاوت نه کاوو چې الوتکه به ولويږي، ما ځکه تلاوت کاوو چې د کابل برق ډير کم دی، زه د ماهيپر د اوبو او بريښنا بند ته ولاړم ، هلته چې مي د بريښنا د بند او توليد مامورين را ټول کړل، پوښتنه مې ورڅخه وکړه چې ولي برق کم دی؟ هغوی ويل چې توربينونه سم کار نه کوي، چې کله يې چالاند کړو ګرميږي، او د پټاويدو خطر يې شته، معين صاحب وايې چې ما ورته وويل چې دغه توربينونه خلاصيږي؟ د ماهيپردبريښنامامورينو وويل،  هو.

ومې ويل چي يو توربين راخلاص کړئ زه يې ګورم، مامورينو يو بل ته وکتل چې عجيبه ده نه انجنير دی، نه هم د  توربين او برق مسلکي، ساده طالب دی او وايې چې توربين راخلاص کړئ زه يې ګورم، چې موږ يې خلاص کړو نو دی څه پري پوهيږي؟ په هر صورت يو بل ته يې کتل او ما ورته وويل چې تاسي ژر کوئ يو توربين راخلاص کړئ زه يې ګورم، هغوي په خپلو منځو کې پټي خنداوي او اشاري يو بل ته کولي، او زما په ناپوهي يې خندل.

لږ وروسته چې کله يې توربين راخلاص کړی، ما توربين په زير سره وکتی، چې ګورم يوه جستي ميله د توربين په څرخ کې دايروي شکل سره شاوخوا ورکول شوي وه، دغه جستي ميله ټوله زنګو وهلي وه او زنګو خوړلي وه، دبريښنا مامورينو ته مې وويل چې خبره په ميله کي ده، دغه ميله به ورته نوي کړو انشاءالله کار کوي، هغوی وويل چې دا امکان نه لري چې نوي يې کړو، نوي ميله خو ورته پيداکيږي هم نه؟ بل داچې دا خو المونيم او يا بله کومه مهمه اوسپنه ده، معين صاحب وايې ورته مې وويل چې نه المونيم دی او نه بله مهمه اوسپنه، زه يې جوړوم، کابل ته راغلم، د اوسپنو (فلزکار) مسلکی کسان مي له بازاره راسره بوتلل، هغوی ميله جوړه کړه، وروسته مامورينو ويل چې د توربين پنکه هم خرابه ده کار نه کوي، ورته مې وويل چې تاسي يې راخلاصه کړئ، داخو زما د موټر په ډول پنکه ده، انشاءالله داهم اسانه ده، مامورينو ويل چې حاجي ملاصاحب، دا جلاسايز اوجلا ډول پنکه ده،  عادي د موټر پنکه توربين ته کار نه کوي، ومې ويل چې تاسي يې راخلاصه کړئ زه يې جوړوم، هغوی بيا يو بل ته اشاري وکړي او پټي خنداګاني يې کولي، پنکه چې يې راخلاصه کړه، رښتيا هم غټه وه او د موټر پنکه سمه نه ورته راتلله، په کابل کې مي يو لليټرجوړونکی ملګری وو، هغه ته مي پنکه راوړه او ورته مې وويل چې دغه ډول پنکه غواړم، هغه هم د کوم موټر پنکه راپيدا او لاس يې پکې وواهه هغه سايز او ډول يې راته لاسي تياره او جوړه کړه، بيرته ولاړو او پنکه مو هم توربين ته وتړله (د پنکي جوړلو او فلزکار ماهيپرته وړلو پسي دواړه ځله د اوبو اوبريښنامعين خپله کابل ته راغلی وو)، سهار مو په توربين کار پېل کړی وو او ترماښامه مو بيرته توربين وتړی، نن سهار وعده وه چې توربين چالاند کړو او ټسټ يې کړو چې کار کوي که نه، هغه ماته دغه سفر راپيدا شو او ورنه غلم، اوس مي په دي خاطر د قران کريم تلاوت کاوو چې هغه توربين جوړشي او کابل ته برق ورکړو (دغه په ولس مين خلک چې مسلکی زده کړي يې نه درلودلي، خو اخلاص ، اطمنان او عقيده يې راسخه وه، په الله يې ايمان او باور وو چې ددوی مرسته به کوي، د ولس له پاره يې په سمه معنی خپل ځانونه خادمان ګرځولي وو نه حکمرانان)، الله جل جلاله ته مې سوال او زارۍ کولي چې ما هغه مامورينو ته ونه شرموي او الله عزوجل دغه توربين جوړکړي.

مژده صاحب وايې چې کله موږ د مزارشريف هوايې ميدان کې کښته شولو، د اوبو او بريښنا معين ورک شو، نيم ساعت  يا شل دقيقي وروسته هغه رامعلوم شو، ډير خوشاله معلوميدی، خوله يې له خندا ډکه وه، خوشالي يې پرټوله څيره له ورايه ښکاريدله، مولوي عبدالرحمن زاهد دبهرنيو چارو معين ورباندي ږغ کړل چې حاجي ملاصاحب ډير خوشاله معلوميږي لکه چې دځوی د پيدا کيدو زيری درباندي شوی دی؟ معين صاحب وويل چې يا! له دي هم غټ کار شوی دی ځکه خوشاله يم، زاهدصاحب پوښتنه ورڅخه وکړه چې دا نو څه شی دی؟ معين صاحب وويل چې هغه توربين چې موږ پرون کارورباندی کړی وو او مامورينو راپسي خندل چې داساده طالب وګوره او توربين جوړول، سهار يې چالانده کړی، او تراوسه نه دی ګرم شوی، انشاءالله چې مازيګرته هم لږ وخت پاتي دی، او ترمازيګره که ګرم نه شي نو کابل ته برق ورکوي، او نور توربينونه به هم دا ډول جوړکړو.

مژده صاحب وايې چې اوس د کرزي د ادراي وزيران او د اسلامي امارت وزيران يو تربله سړی څه ډول پرتله کولای شي، هيڅ د پرتلي وړ نه دي، هغوي خپل ولس او هيواد ته ژمن وو، او د کرزي د اداري وزيران يواځي خپل جيب ډکولو ته ژمن دي.

    دغه ډول ډيري بېلګي شته،  د ليکني د اوږدوالي له  امله  په يادو شوو خاطرو بسنه  کوم، په راتلونکې کې به انشأالله د وخت او حالاتو په نظرکې نيولو سره د اوسني حکومت د ځينو وزيرانو ، واليانو او  لوړپوړو چارواکو د ژوند پخواني او  اوسني حالت وڅيړو، او د عدل او انصاف تله به لوستونکو ته په لاس ورکړو.

شبيراحمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x