شعـــــرونه

زیری – عاکف مهاجر

شاعر: عاکف مهاجر

اخ سهار شو نسيم بيا د سپين سهار زيرى راوړى

په ملګرو د زندان يي د بهار زيرى راوړى

بيا د کومې مور قبولې شوې دعاوې

ابراهيم له اور وتلى له انګار زيرى راوړى

سوي آه يي د اسمان په در قبول شو

ځنځيرونه شوله مات زندانى يار زيرى راوړى

رنګينې ځوانى قربان کړلى يو څو ګلاب زلميو

په سرو وينو يي رنګين لکه انار زيرى راوړى

چې ولاړ به يي وصال ته اقارب په نمبر وار وو

اوس هر دم کړئ ديدنونه انتظار زيرى راوړى

خلک خوښ دى يو اختر ته؛ مونږ ته جوړ شول اخترونه

اي عاکفه د بندى جانان ديدار زيرى راوړى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x