شعـــــرونه

اختر کله راځي؟ – نظام کندهاری

شاعر: نظام کندهاری

د هجر شــپې مي شوې اوږدې دا سحر کله راځي؟

خدايه زمـــا د ارمانونو دلــبــــــر کله راځــــي؟

چي د حريت و دنګ منـــــــار ته پرې پرواز وکړمه

د غــــم په اور مي سوځېدلی ورز کلــــه راځي؟

قيامت خو دا وو چي هُمــــای مي شو سره جـــدا

له دې فراقــه بغيـــر بل به محشــــر کله راځي؟

اوښکي د سترګو شوې تمامـي هم مو ژبي وچي

زمونږ بې وســو د دعـــــاوو اثـــــر کله راځي؟

لاري اغـــزني دي مـــــزل پر ګړنګونوکـــــوو

چي انتهــــاء به د دې ستړي سفــــر کله راځي؟

خلک خو وايي چي اختـر دی د خوښۍ ورځي دي

زمونږ دردمنــــو ملنګانـــو اختــــر کله راځي؟

چي سپين بيــرغ پاس د پاميــــر په څوکو ورپوي

سپين طالب جان او د نظــام د زړه سر کله راځي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x