نظــر

افغان ولس ته!

لیکوال: حمزه افغان

كه د تاريخ څخه د افغان ولس قربانیو او فداکاریو ته متوجه شو ، نو راته معلومه به شي چي افغان ولس په هر ځل قرباني ورکړې ده او په میړانه يې له خپل دین،وطن او ولس څخه دفاع کړې ده او هیڅکله یې هم دښمن ته سر نه ده ټیټ کړئ ، او هر یرغلګر ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي دۍ،او هغه څوک چي به د اشغالګرو تر څنګ ولاړ هغه د خاین وطن پروش او داسې نورو نومونو سره ستایلي دي ،بل دا چي په کومه ورځ اشغالګر وتلي دي په همغه ورځ یې د هغوي د ظلمونو ټغر هم ورټول کړئ ده.

دا چي نن هم زمونږ په وطن باندې اشغالګرو حمله کړې او زمونږ دین او ناموس یې تر پښو لاندې کړې ، نو پکار ده چي نن هم مونږ د خپل وطن نه هغسې دفاع وکړو څنګه مو چي پلرونو او نیکونو کړې ده.

دا چي په افغانستان کي دا ځل بیا دښمن په ګونډو دی ، خو دا ځل د تیر پشان نه دی . دا چي مخکې به دوی په کوم هیواد باندې حمله کوله نو ټول به یې د زور څخه کار اخیسته ، خو نه نن داسې نه ده ، کله چي دوي په هر ځای کې ناکامه راغلل نو ويې کتل چي باوجود د دومره قربانیو چي کله مونږ له یو هيواد څخه راووځو ، نو د هغه هیواد ټول خلک مو مخالف کیږي نو یې سوچ وکړ چي باید مونږ په کوم ملک باندې هجوم وروړو نو په هغه ملک کې څه داسې خلک وروزو چي که مونږ نه یو هم چي هغوي زمونږ فکر ته کار وکړي. نو همغه و چي کله هم دوي په افغانستان کې د جګړې په زور ونه توانیدل نو یې په خپلو مکرونو شروع وکړه ،چي د هغې له جملې څخه یې اربکیان را منځ ته کړل چي هغو هم په داسې ظلمونو شروع وکړه چي خلک یې د امریکا ظلمونو ته سلامي کړل ، چي په نتیجه کي یې خلکو ته شخصي بدي جوړې شوې ، چي هیس یو کس نه شي کولئ جي په خپلو پلرنیو ځمکو کې د آرام ژوند وکړي .

نو ای ولسه!

لږ خپل تیر تاریخ ته هم سر ورښکاره کړه ، چي پلرونو نیکونو مو دا وطن په څه ډول ساتلئ ده .

لږ له افغانیت څخه یو قدم مخکې لاړ شه ، د صحابوو زندګي مطالعه کړه . نو درته معلومه به شي چي هغوی د زور ، پیسو او قومیت په اساس باندې خپل مشر ټاکلئ او که یا هم د تقوی او هغه چي په اسلامي چارو کې ښه پوه وي ، نو درته معلومه به شي .

او دا به هم درته معلومه شي چي هغو خلکو خپل مسولیت څنګه ادا کړئ ده ، آیا هغوی سره د خپل ځان غم و او که د خپل رعیت ، دا چي هر یو یې وفات شوئ نو تاسې وګورئ چي سه یې وروسته پریښي دي.

نو لږ د خپل ځان او وطن په اړه سوچ کول پکار دی ، د غرب خو همدا خوښه ده او ددې لپاره راغلئ ده تر څو مسلمان سوچ کولو ته پرینږدي، باید مسلمان له سیاست څخه خبر نه وي، نو که مونږ هم همداسې وکړو نو چي غرب راته څه ووايي نو مونږ به یې په سر سترګو منو ، ځکه چي مونږ به خپل فکر لرو نه ، نو خامخا به د هغوی په تګ لاره باندې څو.

او که له اوس نه دا د غلامي ځنځیر وشلوو نو سبا به د خپل فکر خاوندان یو ، او په ښه طریقه به دا د ولس چاري پر مخ بیایو، او کولئ به شو چي خپل دین او وطن ته په ښه توګه خدمت وکړو،

نو لږ د خپل ځان ، وطن او اولادونو په حال باندې افسوس کول پکار دی . نیم ځوان نسل مو غرب ته مخه وکړه او که هلته په هر دین کیږي هیڅ باک مو نشته ، او نیم نسل مو د امریکا د غلامي تر دام لاندې شپې او ورڅې تیروي .

امریکا چي افغانستان ته راغلې نو د همدې موًخو لپاره ده، نو دا دې چي هغه خو په ګونډو شوه او د خدای په فضل په ټیټو سترګو به له افغانستان څخه وځي . خو داسې خلک یې راته روزلي چي تر ډیره وخته پورې به فکري د هغوی د غلامي ځنځیر په غاړه کې لري ، او د هغو لپاره به مبارزه پر مخ بیایي.

نو ددې لپاره یو جدي اقدام ته ضرورت پکار ده ، تر څو وکولئ شو خپل ځوان نسل له دئ بربادئ څخه راوژغورو.
هسې نه چي سبا لاس ټکوو او وار راڅخه تیر وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x