افغانستان

د کونړ سرښندونکي برید 11 امریکايي عسکر مړه او 8 نور ټپيان کړه – ذبیح الله مجاهد

http://media.oregonlive.com/today/photo/11581663-large.jpgنن ټکی آسیا: د کونړ ولایت په وټه پور کي پر بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې، او درنه مرګ ژوبله یې اړولې.

په دې اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي آسیا ته وویل چي نن مازیګر پنځه بجې د کونړ ولایت د وټپور ولسوالۍ د شامیر کوټ په سیمه کې یوه تن مجاهد چي عمر یې 58 کاله وو، نوم یې عبد الاحد وو، او د بهرنیو ځواکونو پر هغو عسکرو یې برید تر سره کړ، چي په سیمه کې د خپلو اکمالاتو لپاره د جوړ شوي استحکام پل په انتقال بوخت وو.

مجاهد وویل چي بهرني عسکر د چاودني په وخت کې پلي شوي وو، او په کار بوخت وو، او ځکه ورته درنه مرګ ژوبله ورسیدله.

بل خوا د کونړ امنیتي چارواکو د پيښي تصدیق کړی، او زیاته کړې چي یو تن ملکي وګړی په کښي ووژل شو، او درې تنه بهرني عسکر ټپيان شول.

هغوی نور معلومات نه دي ورکړي.

باید وویل شي چي نن افغانستان په پلازمینه کابل کې هم د بهرنیانو پر یوه مني بس موټر باندي چاودنه تر سره شول، چي له کبله یې په بس کي سپاره 9 تنه بهرنیان ووژل شول.

د پيښي پړه د حزب اسلامي ګوند پر غاړه واخیسته او ویاند یې وویل چي دا برید یې په امریکا کې د جوړ شوي فیلم چي دنبي صلی الله علیه وسلم توهین په کښي شوی، د هغه په انتقام کي تر سره کړ.

دا پرلپسې پيښي په داسي وخت کي را منځته کیږي چي د بهرنیو او کورنیو ځواکونو تر منځ د اعتماد او باور صفر ته رسیدلی، او تیره شپه ناوخته د امریکايي ځواکونو لوی درستیز پریکړه وکړه چي نور به امریکايي ځواکونه د افغاني ځواکونو سره ګډ عملیات نه کوي، او تر امر ثاني پوري به د افغاني ځواکونو د روزني پروګرام هم دروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x