نظــر

د حق د بلونکو او طواغيتو ترمنځ جګړه او علماى سؤ

له عربي منابعو څخه  د عبدالمالک همت ژباړه

د حق او باطل تر منځ جګړه له ډېر پخوا څخه را روانه ده. دا جګړه هغه مهال را پيل سوه چي لوى څښتن انسان خلق کړ او ابليس لعين د لوى څښتن جل جلاله له امره سر وغړاوه او حضرت آدم علیه السلام ته يې د هغه د عزت او تکريم لپاره سجده ونه کړه او کېنه او رخه يې ورسره پيدا سوه. هغه لوړه وکړه چي زه به آدم علیه السلام او د هغه اولادونه تېرباسم، له سمي لاري به يې اړوم، ګناه او ناوړه کارونه به يې تر سترګو ښه ايسوم او د حق او هدايت له لاري به يې ګمراه کوم.

ورپسې پر مځکه باندي د حق د خاوندانو او د باطل يا ابليس د پلويانو دوې ډلي را منځ ته سوې او يو د بلي په وړاندي يې شخړي او جګړې پيل کړي. بيا دې جګړو بېلي بېلي بڼـي خپلي کړې او په ډول ډول لارو او طريقو په لار واچولي سوې. په دې لړ کي په دې وروستيو مهالونو کي د يهودو نړۍ وال ” ماسوني “ غورځنګ رامنځ ته سو، دې غورځنګ په نوو لارو او اساليبو د اسلام پر ضد جګړې پيل کړې. په ډول ډول دسيسو يې عثماني خلافت را وپرځاوه. د دې سره سم د باطل ډلو نوي جامې په ځان کړې او په اسلامي هيوادونو کي يې د لوى څښتن جل جلاله د قوانينو لغو کولو ته ملاوتړل او پر ځاى يې د لوېديځ شيطاني قوانين پلي او جاري کړل.

په دې لړ کي يو شمېر کفري سازمانونو پلانونه طرح کړل، څو په اسلامي هيوادونو کي د اسلامي عالمانو د فتواوو له لاري د خلکو په سترګو کي خاوري وشيندي. هغو د ديني مشايخو او ملايانو داسي ډلي ايجاد کړي دي چي يوازنۍ موخه يې د تحريف سوو فتواوو ورکولو له لاري د طواغيتو دفاع ، د هغو د ګټو ساتنه او د هغو د دسيسو د پلي کولو او عملي کولو سره مرسته وي. دوى سهار او ماښام د طواغيتو او د هغو د ګوډاګيانو شوم او غير اسلامي پلانونه او مقاصد تبليغ او پلي کوي. دوى په دې لار کي له ډول ډول وسايلو او آسانتياوو، پيسو او نورو څخه برخمن دي. دغه علماى سؤ د دغو ناوړو تبليغاتو لپاره ټلوېزيونونه، په جوماتونو کي د خطبو او نصيحتونو منبرونه، سېډۍ ګاني، کېسټونه، کتابونه او داسي نور په واک کي لري.

د حق او باطل د جګړې په دې پړاو کي د دې چارو په ليدو سره د امت رشتياني عالمان او پوهان هم راپاڅېدلي او خپلي اسلامي دندي ترسره کوي. دوى د باطل په وړاندي درېدلي او د دغو باطل پالو تنظيمونو د کفر او له اسلام څخه د ارتداد حکمونه يې صادر کړي دي.

په مقابل کي طواغيت او طاغوت پال هم په خپل وار د خپلو مزدورو علماوو ملاتړ کوي او د رشتيانيو اسلامي او حق ويونکو او حق پالونکو عالمانو په وړاندي يې تقويه کوي.

څنګه چي طاغوت پال علما له ډول ډول وسايلو او حکومتي ملاتړڅخه برخمن دي د حق ويونکو او جهاد او کفر ماتوونکي جګړې ته د هڅوونکو عالمانو پر ضد ډول ډول دسيسې جوړوي او په ډول ډول تورونو يې تورنوي او زوروي يې.

له بده مرغه له يوې خوا دغه د تحريف سوو فتواوو ورکوونکي او د طواغيتو او طاغوت پالو ملاتړي د حکومتي ملاتړ څخه برخمن دي او د هغو لخوا د واقعي او رشتيانيو او سپېڅلو او مقدسو شخصيتونو په څېر ښوول کيږي. له بله لوري يې لکه چي وويل سول ډول ډول تبليغاتي او سمعي او بصري وسايل په پراخه توګه په واک کي ورکړل سوي دي او له بلي خوا هم له اسلام څخه د عامو خلکو د ليري کېدو له امله، د هغو له جهل او ناخبرۍ څخه بده ګټه اوچتوي.

په دې هکله چي يې نوري هم اوبه خړي کړي دي د ځينو اسلامي ډلو ټپلو راټوکېدل دي چي بنسټ يې پر منحرفو سياستونو ايښوول سوى دی او ورک لاري موخي او پاليسۍ يې په مخکي ايښي او پلي کوي يې. دوى اوسمهالو جاهلي واقعيتونو ته تسليم سوي او له شرعي حل څخه کوم چي د مرتدانو په وړاندي جهادي هلي ځلي او دعوت دى، تجاهل کوي. په دغو ډلو کي ځيني تر دې پولي وړاندي تللي دي چي په واکمن نظام کي د ځينو مقامونو او د خپلو شتو او ځانو د سلامتيا او خوندي کېدو په بدل کي حاکم نظامونه تاييدوي او شرعي يې ګڼي.

د دغو ګمراه کوونکو ډلو سياستونو ـ چي د کفر د ادارو ملاتړ کوي ـ د اسلامي تحريکونو مسؤوليتونه نور هم زيات کړي دي، اړ ايستلي يې دي چي د اوسني خپاره سوي جهل او د دغو بدکارو تنظيمونو د کفر په هکله خپل دريځونه روښانه کړي. د لوى څښتن په فضل دوى د ډول ډول ستونزو او کړاوونو سره سره توانېدلي دي چي په دې برخه کي اوږده لار ووهي او د حاکمو ډلو او ادارو د حقانيت په هکله په خلکو کي پوښتني او ترديدونه را وپاڅوي، څو د الله د لښکرو او شيطان د لښکرو ترمنځ سخته او توده معرکه پيل سي.

البته دا د حق او باطل د شخړي او جګړې د هماغي پخوانۍ لړۍ نوې کړۍ ده. دا لړۍ او د هغو نوري کړۍ به په نوو نوو بڼو د قيامت تر ورځي رواني وي. ځکه دا د لوى څښتن ازلي او تل تر تله سنت او کرنلار ده. نو پر مسلمانانو ده چي د حق او باطل په دې جګړه کي وړ ونډه واخلي، څو لوى څښتن ځني راضي سي. په دې لار کي مجاهدين د امت مخکښان او د دې جګړې د لښکرو لارښوونکي او بولندويان دي. دوى د دين او مسلمانانو د حيثيت او عزت د ساتلو لپاره تر خپلو ځانونو، مالونو، راحت او امن تېر سوي دي، خو دوى د مسلمانانو ننګي او ملاتړ ته زښته زياته اړتيا لري. په تېره چي همدا اوس په زياتو اسلامي هيوادونو کي دا جګړه ډېره توده سوې ده او د نړۍ وال کفر ټول ځوانونه د دوى د ټولو ګوډاګيانو سره د وږو او خروړو سپو غوندي پر مسلمانانو ور خوشي سوي دي او ټول د جهاد د هغه خطر په وړاندي چي په اسلامي نړۍ کي د دوى ګټي، مصالح او د مزدورانو شتون يې د خطر سره مخامخ کړى دى، په يوه کفري سنګر کي درېدلي دي. نو ښايي چي موږ په دې جګړه کي داسي دريځ غوره کړو چي لوى څښتن جل جلاله را څخه خوښ او شيطان او ډله يې را څخه ناخوښه سي. د باطل سره جګړه او معرکه په نهايت کي د دې امت وروستۍ لار او راتلونکې ده. امت د خپلو شتو او ثروتونو د لوټېدو د مخنيوي او د دې ناوړه او نهيلي ژوندانه پر ځاى د حق د واکمنۍ لپاره بله لار نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x