د ملا محمد عمر مجاهد انځور

د ملا محمد عمر وفات او د دښمن تبلیغات

لیکوال: همایون تږی

تېره میاشت طالبانو په رسمي ډول د اسلامي امارت د موسس او بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر مجاهد وفات تایید او پرځای یې ملا اختر محمد منصور د امارت د نوي امیر په توګه اعلان کړ. په جګړییزو شرایطو کې د ملا محمد عمر د وفات پټ ساتل او په بریالۍ توګه نوي امیر ته د واک انتقال دواړه دومره سترې کارنامې وې چې ښايي دښمن یې اټکل هم نه شو کولای.

خو دښمنانو چې تل یې د افغان مجاهد ولس د واحد صف د پاشلو خواري کړې، په طالبانو دغه بریا ونه لورېده، او هڅې يې پیل کړې چې له طالبانو څخه د دې بریا ثمره وتروړي. له همدې کبله یې د موقع څخه په استفادې د اسلامي امارت د نوي امیر ملا اختر محمد منصور پر خلاف راز راز منفي څرګندونې وکړې او د داسې شکوکو په خپرولو یې لاس پورې کړ چې ګواکې ملا محمد عمر مجاهد د خپلو نږدې ملګرو له خوا وژل شوی دی.

که د اسلامي مبارزې تاریخ ته وګورو دا تهمت کومه نوې خبره نه ده، د جهاد، دعوت او مبارزې د لارې سپیڅلي مشران تل د دښمن له خوا د خپلو ملګرو په قتل کې په لاس لرنې تورن شوي دي. له نږدې تاریخه به یې پيل کړو؛ د طالبانو دوه نامتو قومندانان هر یو ملا داد الله او ملا بور جان چې کله په شهادت ورسېدل دښمن یې خپل نږدي ملګري په قتل تورن کړل. همدا رنګه په پخواني جهاد کې د عربو مجاهدین د مشر او نومیالی عالم او داعي عبدالله عزام (رحمه الله) له شهادت وروسته د نوموړي نږدي ملګری شیخ اسامه بن لادن (رحمه الله) د نوموړي د قتل په پلان کې شریک وبلل شو. بیا چې کله اسامه بن لادن د امریکایانو لخوا په شهادت ورسېد، کټ مټ همدا تور یې د نوموړي په مرستیال شیخ ایمن الظواهري پورې کړ او ورپسې زیاته یې کړه چې له دې پیښې ډیره موده مخکې لا الظواهري له اسامه څخه لارې جلا کړې وې او د نوموړي په جهادي تګلاره یې انتقادونه درلودل.

په لرې تاریخ کې يې تر ټولو ستر مثال حضرت موسی علیه السلام دی چې د فرعون له خوا پرې د خپل ورور د وژنې تهمت پورې شوی و. د موسی علیه السلام په اړه علماء لیکي چې کله د هغه ورور (هارون علیه السلام) وفات شو، د وخت فرعونیانو او د هغوی شیطان صفته اتباعو اوازه خپره کړه چې هارون علیه السلام په طبیعي مرګ نه دی مړ شوی بلکې د موسی علیه السلام په لاس وژل شوی. دا پروپاګند یې د دې لپاره کاوه ترڅو د موسی علیه السلام د پلویانو ترمینځ د اخلاص، خپلمنځي اعتماد او باور فضا خړه پړه او په کې خپلو ناولیو فرعوني مقاصدو ته د رسېدو لار وباسي.

اوس چې د ملا محمد عمر مجاهد تر وفات وروسته کټ مټ همدا تور د امارت په نوي زعامت پورې کیږي، کومه د اندیښنې خبره نه ده، بلکې ښيي چې اوسني فرعون صفته منافقین څرنګه د خپلو اسلافو په لار روان دي او تر وروستي بریده په خپلو شیطاني دسیسو او توطیو بوخت دي.

خو باید په یاد ولرو چې په دنیا کې د الله جل جلاله سنت دا دی چې د اسلام او مسلمانانو پرخلاف د دښمن مالي، بدني او تبلیغاتي ستړیا بیرته د همدوی په زیان، شرم او خجالت تمامیږي، یا په بله معنی: کوډګر ته خپلې کوډې بلا وګرځي. هغه ملا محمد یعقوب چې د جهاد دښمنانو د اسلامي امارت د امیر ملا اختر محمد منصور پر وړاندې بغاوت ته لمساوه او دا یې ورته تلقي کوله چې باید له نوموړي څخه د پلار د قتل غچ واخلي، په نره له ملا اختر محمد منصور سره بیعت اعلان کړ او دښمن ته پر مخ داسې کلکه څپیړه ورکړه چې په تاریخ کې به یې جرئت او شهامت په زرینو کرښو ولیکل شي.

که څه هم جهاد دښمنې میډیا په تېره یوه نیمه لسیزه کې په خپلو بې شرمانه دروغژنو تبلیغاتو ځان دومره رسوا کړی چې اوس یې ماشوم هم په خبرو باور نه کوي، خو د ملا محمد عمر په مړینې کې د نوموړي د ملګرو د لاسلرنې په اړه باید ووایو، لکه څرنګه چې فرعون د موسی علیه السلام د لښکرو ترمینځ د تفرق او انشقاق ارمانونه له ځان سره د نېل سیند تل ته کوز کړل همداسې به اوسني تفرقه ګر هم د امیر او رعیت ترمینځ د بې باورۍ د رامینځ ته کولو هدف ته ونه رسیږي، بلکې لکه څرنګه چې يې ژوندي مثالونه په خپلو سترګو وینو، مجاهد ولس به له خپل نوي امیر سره د بیعت لاسونه لا ټینګوي او د دښمن دا توطیه به هم لکه د نورو هغو په څیر په زانګو کې خنثی کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د