روغتیا

ثریا دلیل : 1250 هیوادوال په ایډز مبتلا دي

دافغانستان دعامې روغتیا وزیرې ډاکټرې ثریا دلیل   دHIV  وایروس  یا ( ایډز ) په خلاف دمبارزې دیوه پروګرام  دافتتاح په مراسمو کې وویل چې ددوی دشمیرو له مخې همدا اوس په هیواد کې په دې کرغیړن مرض دمبتلا افغانانو شمیر ۱۲۵۰  ته رسیدلی دی .

ثریا دلیل وویل په ایډز دمبتلا افغانانو له ډلې   %85   نارینه او پاته پنځلس فیصده ښځې دي .

دعامې روغتیا وزیرې وویل چې دروغتیا وزارت  له HIV  سره دمبارزې یو څلورکلن پلان او کاري پالیسي جوړه کړې ده ترڅو په هیواد کې ددې مرض  دچټکې  پراختیا مخه ډب کړي ، دهمدې لپاره دروغتیا وزارت په  ۸ ولایاتو کابل، ننگرهار، غزنی، کندهار، بدخشان، کندز، بلخ او هرات  کې په دې اړه د وقایې او طبي مشورو مراکز جوړ کړي دي او زر ده چې نورو ولایاتو ته هم دا خدمات پراخ شي .

دروغتیا وزیرې وویل چې دhiv  دپراختیا یو لوی علت  په افغانستان کې په ګڼ شمیر دمخدره موادو دهغو معتادینو شمیردی ، چې  د تزریق  ( ستن وهلو ) له لارې  مخدره مواد استعمالوي ، ددې په وینا په افغانستان کې دموجود یو میلیون معتادینو له  جملې  شل زره معتادین  مخدره مواد  دتزریق له لارې استعمالوي ، چې له همدې امله ددوی په مابین کې دایډز  دانتقال  احتمال په مراتبو زیات دی .

د ثریا دلیل لخوا په افغانستان کې په ایډز دمبتلا کسانو شمیر په داسې حال کې 1250  تنه ښودل کیږي ، چې له نن څخه یوولس کاله وړاندې دطالبانو دحکومت په وروستیو کې دهمدې وزارت  د احصایو له مخې په ټول هیواد کې دایډز یوازې ۳ پیښې ثبت شوې وې  .

قوي اټکل شته چې په هیواد کې به په ایډز دمعتادو کسانو شمیر تردې هم زیات وي ، ځکه ايډز افغانان یو له شرمه ډک مرض بولي  نو ځکه نه غواړي په دې اړه راپور ورکړي یا ډاکټر ته مراجعه وکړي .

باید ووایو چې ایډز هم افغانانو ته دبهرني یرغل او غربي دیموکراسي له تحفو څخه یوه کرغیړه تحفه ده ، چې پخوا افغانانو داپدیده نه پیژانده .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x