حج او عمره -لسمه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفي

‎حج وروسته کول؟

دحج په اداکولو کي تاخیر نه دی پکار مګر په هغه صورت کې چې شرعیې عذر موجود وي.

عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (من أراد الحج فليتعجل، فإنه قد يمرض المريض، وتضل الضالة، وتعرض الحاجة) رواه ابن ماجه،بیهقي او احمد.

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک ارشاد دی: څوک چې دحج اراده وکړي! هغه له پکار دی چې ژر يې اداکړي! کیدی شي چې ناروغ شي ؟ اوښه يې ورکه شي ؟ او یا بل ضرورت ور پيښ شي؟

په اوس دور کې داوښ له ورکیدو مطلب دا ، ټول هغه سهولیتونو دلاسه ور کول دي چې دسفر اسانتیا لپاره برابراو سفر پری ممکن وي.

د امام ابو حنیفه، امام ابو یوسف، امام ما لک ،امام کرخي، امام احمد رحمَهُمْ او دحضرت امام شافعي رحمهُ الله دیو شمیر اصحابو سربیره داهل بیتو نه دیزید بن علي، هادي، موئداو ناصر په شمول دټولو رایه ده: په چاچې دحج کولو شرایط په کوم کال کې پوره شول په همغه کال حج پری واجب دی،پرته له عذر ه يې وروسته کول دګناه مرتکب دی.

له امام ابو حنیفه رحمهُ الله نه یوتن پوښتنه وکړه ؟

یو بنده سره دژوند ټول سهولیتونه مو جود، دي ایا دا شخص حج ته ولاړ شي که نکاح (واده) وکړئ؟
امام صاحب وفر مایل: حج دې وکړي!

د امام محمد، امام اوزاعي او امام شافعي رحمهم او داهل بیتونه د قاسم بن ابراهیم، او ابو طالب په شمول ددوي حضراتو رایه دی :که یوتن ته دحج شرایط په لاس ورغلل او ده په دغه کال کې حج ونکړ ، کنهګاره نه دی، خو امام محمد رحمهُالله فر مايې: که دغه شخص ومړ ګنهګار به وي ، ځکه فرض تري پاته شول، خوامام شافعی رحمهُ الله رایه دادی که داسړی ومړ هم نه دی ګنهګار.

ددوي حضراتو دلیل دادی چې لمونځ هم فرض دی ، ولی په اخر وخت کې هم ادا کیږي ،اګر که دوخت په اول سر کې فرض شوی.

یوه پو ښتنه او دهغه ځواب: که ځیني حضرات دحج وروسته کول واجب ګڼئ او دلیل دا وايې: چې حج دهجرت په ۶ کال کې فرض شوی ، ولی رسول الله صلی الله علیه وسلم دهجرت په لسم کال کې حج ته ولاړ؟

که څه هم دجمهورو رایه ده چې حج دهجرت په ۶ کې فرض شوی خو دقدری مولف داسنادو په بنا وايې: صحي خبره داده چې حج دهجرت په ۹ کال کې فرض شوی، قولهُ تعالی: وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ…

درسول الله صلی الله علیه وسلم حج وروسته کول په سبب دعذر او دوحي په زریعه دخپل ژوند پاته کیدو څرنګوالی ورته معلومیده، په همدی سبب دحج له فوت کیدو يې ویره نه درلوده!

همداراز حلبی دزیلعی نه روایت کوي: کوم ایت چې فرضیت دحج په اړوند نازل شو دا وخت اشهر الحرم( دحج میاشتې) تیري شوي وي، او بله خبره داوه چې دمدیني پریښودلو کې ددښمن دیر غل ویره موجوده وه.‎

یادونه!!

دشرایطو په برابری ،دحج له سعادته محرومیدل دګناه پیټه په سر دالله حضور ته وړاندی کیدل دي!
نور بیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د