افغانستان

ننګرهار کې محصلین په احتجاج راوتلي

دننګرهار ولایت  له مرکز جلال اباد ښار څخه راپورونه وایي چې همدا نن ددې ولایت دپوهنتون سلګونه محصلین په احتجاج راوتلي ترڅو په امریکا کې دجوړ شوي داسلام دپیغمبر صلی الله علیه وسلم  حرمت ته دتوهین اړونکي فلم په خلاف خپل داعتراض غږ اوچت کاندي .

دننګرهار پوهنتون محصلین چې دامریکا په خلاف یې شعارونه ورکوي ، دخپل اعتراض په ترڅ کې غوښتنه کوی چې  دیاد شوي توهین آمیز فلم  جوړونکي باید محاکمه شي .

دخبر له مخې محصلینو چې سپين بیرغونه یې رپول  دکابل تورخم لاره هم  د اعتراض په دود تړلې ده .

دیادونې وړده چې په دې وروستیو کې دافغانستان په مختلفو ښارونو کې دپوهنتون  دمحصلینو لخوا دامریکا په خلاف مظاهرې پیل شوي دي ، تیره ورځ   دافغانستان په شمالي ولایاتو کندز ، تخار او بغلان کې دښوونځیو زده کوونکو او محصلانو  اعتراضیه مظاهرې ترسره کړې ، تردې وړاندې په کابل ، هرات او غزني کې هم  دې ته ورته مظاهرې شوې وې .

په هیواد کې دمظاهرو دا بهیر په داسې حال کې روان دی چې به نړیواله کچه هم دامریکا په خلاف نفرت وروستۍ کچې ته رسیدلی دی ، په بیلابیلو هیوادونو کې دامریکا خلاف مظاهرې شوي او په امریکایي تاسیساتو بریدونه شوي دي  ، تردې چې درویټر اژانس په حواله امریکایانو داسلامي هیوادو له حاکمانو ځانګړې غوښتنه کړې ترڅو دزیاتیدونکي نفرت په کنټرول او امریکایي تاسیساتو په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x