دیني، سیرت او تاریخ

د ذوالحجې یا لوی اختر د میاشتې د لومړیو لسو ورځو غوره والی او ځانګړتیاوې

لیکوال: شاکر مموزی

۱ ــ به دغو (لسو) ورځو الله (ج) په خپل عظیم کتاب قرآن کریم کې قسم پرې خوړلی دی او فرمایي : { وَالْفَجْرِ * وَلَيَالٍ عَشْرٍ } ( سورة الفجر : الآيتان 1 -2 ).

قسم مې د وي په سهار او لسو شپو .

مفسرین وایي دا لس شپې د لوی اختر دمیاشتې لومړۍ لس ورځې مراد دي .

نو بې له شکه چې د الله تعالی قسم په دغو شپو باندې موږ ته د هغوۍ عظمت او غوره والی را ښيي.

۲ -ـ الله تعالی په قرآن کریم کې په ( ایام المعلومات) سره نامولې دی او ځانګړې یادونه یې کړې ده الله تعالی فرمایي:{ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ } ( سورة الحج : الآية 28 )

او یاد دې کړي دالله نوم (د څاروي په قرباني کولو) په معلومو ورځو کې ( چې د لوی اختر د میاشتې لومړۍ لس ورځې دي).

۳ ــ په دغو ورځو کې نیک عملونه الله تعالی ته له نورو ورځو ډېر غوره دي ، عبدالله ابن عمر رضي الله تعالی عنهما له رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم څخه روایت کړی دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم فرمایلي دي : الله تعالی ته له دغو لسو ورځو څڅه ما سوا نورې هیڅ غوره ورځې شته اونه هیڅ نیک عمل پکې غوره دي نو ډېر تکبیرون (الله اکبر)، تهلیل (لااله الاالله) او تحمید (الحمد لله) پکې وایاست. ( رواه أحمد ، مج 2 ، ص 131 ، الحديث رقم 6154 ).

۴ ــ په دغو (لسو) ورځ کې د (ترویې) یعنې اتم ورځ ده چې د حج عمل پکې پیل کیږي.

۵ ــ په دغو (لسو) ورځو کې د عر فات هغه ورځ ده چې د اسلام له سترو ویاړونو څخه شمېرل کیږي ، ځکه دا د بښنې او له اور څخه د خلاصون او خوشحالي ورځ ده ، ام المؤمنین حضرت عائشة رضي الله تعالی عنها فرمایي رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم فرمایلي دي : د عرفات له ورځې ماسوا بله هیڅ داسې ورځ نشته چې ډېر بندګان له اور څخه پکې خلاصیږي ځکه هرومرو ملایکې (په دغه ورځ) رانږدې کیږي او خوشحالیږي او وایي دا څه غواړي ( رواه مسلم ، الحديث رقم 3288 ، ص 568 ).
په بل روایت کې راغلي دي چې الله تعالی ورته فرمایي: تاسو شاهدانې ګڼم چې بې شکه دوۍ ته مې بښنه وکړه ملایکې ورته ووایي چې اې ربه ! فلانی ډېر سخت ګناهګار دی (الله) به ورته ووایي هغوۍ ته مې هم بښنه وکړه .

۶ ــ په دغو (لسو) ورځو کې د یوځای کېدو یعنې د مزدلفې شپه ده په کومه شپه چې حاجیان له عرفات څڅه راستنیږي او په مزدلفه شریفه کې د لوی اختر شپه تېروي .

۷ ـ په دغو (لسو) ورځو کې د اسلام ستر فرضي رکن حج دی کوم چې د اسلام پنځم رکن دی .

۸ ــ په دغو (لسو) ورځو کې د قرباني او د لوی اختر لومړۍ ورځ ده کومه ورځ چې د نړۍ تر ټولو ستره او غوره ورځ بلل کیږي لکه حضرت عبدالله بن قرط رضي الله تعالی عنه له رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم څخه روایت کړی دی وایي : د الله تبارک وتعالی په نزد ډېره ستره او غوره ورځ د قرباني (لوی اختر) ورځ ده او بیا د اختر دوهمه ورځ ، ( رواه أبو داود ، الحديث رقم 1765 ، ص 271 ) .

۹ ــ الله (ج) د ثواب لپاره ځانګړی وخت ګرزولی دی لکه د حج کونکي ځانګړې هدی (اوښه) بیول او نورې قرباني کول.

۱۰ ــ دغه (لس ) ورځې د دروژې د میاشتې له ورستیو لسو ورځو څخه غوره دي ځکه له ابن تیمیه رحمه الله تعالی څخه چا پوښتنه وکړه چې د لوی اختر د میاشتې لومړۍ لس ورځې غوره دي که د روژې د میاشتې وروستۍ لس ورځې ؟
ده په ځواب کې ورته وویل :

د لوی اختر د میاشتې لومړۍ لس ورځې د روژې د میاشتې له ورستیو لسو ورځو څخه غوره دي او د روژې د میاشتې وروستۍ لس شپې د لوی اختر د لومړیو لسو شپو څخه غوره دي .

۱۱ ــ دا مبارکې ورځې د کال د ټولو اساسي عبادتونو دبیا بیا یو ځای کېدلو د مناسبت ورځې دي لکه ابن حجر رحمه الله تعالی چې اشاره ورته کړې ده او وایي : د لوی اختر د لومړیو لسو ورځو ځانګړتیا له دې امله ده چې دا د اساسي او بنستټزو عبادتونو د یو ځای کېدلو ځای دی چې هغه لمونځ ، روژه ، صدقه او حج دي او دا شان بل ځای او وخت نه راځي (فتح الباري).

۱۲ ــ دا هغه ورځې دي چې د بیت الله الحرام حاجیان او د نړۍ په هر کونج کې په کورونو کې ناست مسلمانان یې له غوره والي او ثواب څخه یو شان برخمن دي ځکه ددې ورځو غوره والی له حاجیانو پرته د بل چا لپاره په کوم ځای او مکان پورې نه دی تړلی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x