افغانستان

طالبانو په نېمروز کې ۷ غله وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي۳۰مه ۱۳۹۴ل):وسله‌والو طالبانو د نېمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې ۷ غله وژلي دي.

پژواک خبري اژانس د یوې سرچېنې له قوله چې د نوم اخېستلو څخه یې ډډه کړې، لیکلي چې طالبانو په چهار برجک ولسوالۍ کې هغه غله وژلي چې د خلکو مالونه یې غلا کول او ایران ته تلونکو مسافر یې شوکول.

د سرچېنې په وینا طالبانو دغه کسان تېر مازدیګر ونیول او اعدام یې کړل.

دغه لاره د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې ده او مسافر ددغې لارې څخه د کار روزګار لپاره ایران یا اروپايي هېوادونو ته ځي.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا وايي چې پرون /یکشنبه، وږي ۲۹مه / يې د نېمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې په هغو غلو چې ۳ موټرو کې یې غلا شوي سامانونه لېږدول برید وکړ.

د احمدي په وینا دغه برید کې يې ۶ غله ځای پر ځای ووژل، ۲ ډاټسن موټر، ۲ کلاشنکوفونو، ۵۰ مبایلونه او نور زیات شمېر ایراني تومن او سامانونه چې له خلکو یې په زور اخېستي وو، ونیول.

احمدي له قوله د غلو یو موټر په تېښته بریالی شوی دی.

طالب ویاند وايي چې دوی هڅه کوي څو نیول شوي سامان بېرته خپلو څښتانانو ته وسپاري او په دې اړه يې شاوخوا سیمو ته خبر ورکړی دی.

طالبانو د روانې میاشتې په پیل کې څلور غله چې د فراه د بکواه ولسوالۍ او د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ په لارو کې یې خلک لوټل، اعدام کړل.

تر دې وړاندې هم طالبانو د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې غله او قاتلین نیولي دي او په عام محضر کې يې پرې شرعي حد تطبیق کړی دی.

خلک د طالبانو له دې اقدامه خوښ دي او وايي چې پر دې يې زړونه ډاډه دي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې څوک د جرم اقدام نه شي کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

افرين واقعا دطالبانو حاكميت خلكو ته هيلي اوخوشحالي وربخشي دخلكو دعزت دساتلو تضمين كوي افغان اولس قلبا دطالبانو نظام غواري فقط دطالبانو نظام فقط داسلامي امارت نظام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x