نظــر

یوبل خونه میر

sayaf4

خان امیر ( په خوستۍ لهجه  خونه میر) چې ځان ته محمدامیر محلص وایي ، دخوست  ولایت په سالیرنو کمپ کې دیوې امریکایي راډیوپه اصطلاح دیني مبلغ یا  ویناوال دی .

دخونه امیر خبرې که څوک واوري ، نو شاید دخپل ډول  ترټولو هیښوونکي او ریشخندي فتواګانې او مسلې یې وبولي ، داظالم چې ځان ملا هم بولي اوتل  وایي چې ( دکواټ دپراچه ګانو مندرسه کې مې پړګۍ تړلې ) له دین او دیني اساساتو ( قرآن او سنت ) څخه یې دخپل ناروا تبلیغ توکي جوړ کړي دي .

دبیلګې په توګه  نوموړی وایي  ( هل جزاء الاحسان الا  الاحسان ) الله تعالی فرمایي چې داحسان بدله یوازې احسان کیدلی شي ، دده په خبره امریکنیانو له موږ سره څومره اخسانونه  کړي ، هاچې موږ ته یې راشنې راکولې ، آ چې خیمې او ټاټونه یې رالیږل ، او وسلې یې چې راکولې ، اوس چې دوی زموږ کره راغلي نو په موږ یې قدرت ، عزت  واجب دی ، او داحسان بدله یې راباندې فرض ده !!!!

دغه راز یې یوه ورځ ویل چې سرحدي پولیس په مخه راغلل چې په ګردونو خړ پړ وو نو دصحابه وو دوران یې رایاد کړ، او ژړا مې ورته راغله  !!!

خونه میر دامسئله هم  کړې وه چې که چا د دترخوبي په کمپین ( په خوست کې دامریکایانو یوه اډه ) کې  یوه شپه پیره وکړه نو ددوزخ  اور ورباندې حرام دی !!!

دخوست پخوانی امنیه قومندان  خیال باز شیرزوی  چې پخوانی  کمونیست او په کاڼي تللی پخوانی ملحداو خلقي دی ، وایي یوه ورځ یې خونه  میر احضار کړی وو او ورته ویلي وو چې  موږ  ، چې تاسو به سره کافران بللو  له ټولې بي علمۍ سره سره هم په دې پوهیږو ، چې امریکایان کافران دي او ښه خلک نه دی ، داچې اوس ورسره کار کوو دامو یو مجبوریت دی ،  دومره ښه  خلک هم نه دي لکه تاسو یې چې بیانوئ ، او دقرآن ایتونه پرې تطبیقوئ ، نو لطفا  له دې وروسته یې دومره  فضائل مه بیانوئ ځکه چې خلک بیا درپورې خاندي .

دخونه میر په وړاندې خو چې کله یوه بل خوستي شهید سمیع الله شاهد شعري مبارزه شروع کړه دغه راز په ځاځي میدان کې ورباندې یو فدایي برید ترسره شو نو لږ یې عقل سرته ورغئ او له  څرګندو کفریاتو یې لاس واخیست .

مګر که یوه خونه میر غلی شو ، هغه دچا خبره بل یې په خره سپور راووړ ، له څه مودې راهیسې پخواني شیخ الحدیث والقرآن او مفتي اعظم  سیاف خان  په داسې خبرو شروع کړې چې کټ مټ سړي ته  خونه میر ورپه زړه کوي .

که لومړي  خونه میر  دمسلمانانو او مجاهدینو په اړه راغلي  ایاتونه او نبوي آثار په  امریکایانو تطبیقول اوکفارو او دهغوی ملګرو ته یې د مؤمنو مجاهدینو فضایل او حقوق  ثابتول ،  دوهم خونه میر ( سیاف )  بیا هغه آیتونه او احادیث چې دکفارو او فاسقانو لپاره په کې وعیدونه ذکر شوي دي دحق دلارې په سپیڅلو مجاهدینو باندې تطبیقوي ، چې دده دغه کرغیړن عمل هم دلومړي خونه میر له جنایت څخه کم نه دی .

خونه میر سیاف  څه موده وړاندې  دمفسدینو ، قطاع الطریقو او دشریرو جګړه مارانو په حق کې نازل شوی آیت ( انما جزاءالذین  . . . ) په مجاهدینو حمل کړ ، او ویې ویل چې باید اوسنیو مجاهدینوته  دغه ډول دقتل ، تصلیب او قطع الید سزا ورکړل شي ،ده داخبره په داسې حال کوله چې حقیقتا  دی خپله له اوس نه شل کاله وړاندې لا ددې سزا مستحق ګرځیدلی ځکه چې دخدای په ځمکه ( کابل ) کې دشراو فساد له اصلي عواملو څخه وو .

سیاف  دغه راز نن دبرهان الدین رباني دمرګ دلمانځلو په غونډه کې ویلي ، چې په فدایي مجاهدینو باندې دجنازې لمونځ کول ناروا دي ( العیاذ بالله )

دوهم خونه میره ! فکر کوم چې اوس به ستاپه اړه دمولوي خالص هغه خبره دټولو افغانانو زړونو ته لویدلي وي ، چې په پیښور کې یې له پيله ستاسو منافقت درک کړی وو او ویلي یې وو چې ( راغلی نه دی رالیږل شوی دی )

خونه میر سیافه افرین  ! که په تاریخي لحاظ بلعم باعور  دشیطان په لمسه دعلم په لمن تور داغ پریښود ، یاکه دتاتاریانو دیرغل په مهال ځینو تارنګه مذبذبو تش په نوم علماء دهغو تاتاریانو تابعداري واجب وبلله چې ۷۰  زره مسلمانې پیغلې یې بې پته کړې وې  ، نو تاسو هم په خپلو شرموونکو فتوا ګانو ترهغوی کم نه شوئ .

نور به  زموږ دعالم یا متعلم لپاره ددې ضرورت نه وي چې د ( دعالم بې عمل )  لپاره د ( زنبوربې عسل ) مثال ورکړي ، او یا دبلعم باعور دتاریخ په راسپړلو یې بیلګې پیدا کړای شي ، تاسو د دعالم سوء او شریر عالم ترټولو نغد او واضح مثال شولئ ، تاسو چې شل کاله وړاندې مو دشریر ، مفسد او قاتل لقب ګټلی وو اوس مو دقران دتحریفوونکي لقب هم ترلاسه کړ.

نه پوهیږو ، دفدایي مجاهدینو په خلاف ددې بدې خولې ښورولو څخه به ستاسو موخه څه وي ، مطمئن اوسه ، ملخک  خونه میر سیاف خان  ، یک بار جستي ، دوبار جستي  ، اخر بدستي  ، ستاسو منافقینو همدا لاره ده ، که آبله ورځ دې  بزکابل په همدې لاره لاړ ، که پرون دې  استاد چوکۍ مل ترهمدې شنې غاړې تیر شو  نو داسې وبوله چې سبا به نوبت ستاسو وي ، داسې معلومیږي چې تاسو هم دا واقعیت درک کړی ، نوځکه له فرصت په استفادې دزړه بړاس باسئ ، مطمئن اوسه چې  ستاسو سزا به داسې نه وي لکه دلومړي خونه میر چې یوازې  یې وډار کړ ، تاسو چې ددین د اتلانو دجنازې دتحریم فتوا ورکوئ له الله نه درته داسې  په قهر لړلی مرګ غواړم چې څوک مو دببرک کارمل غوندې قبر او جنازه هم ونه ویني .

ددین ازار چې درپسې وې

نجلۍ لمن به دې  خدای نه زرغونوینه

عالمه ورشئ مخ ورتور کړئ

دپاچا لور وه په هندو مینه شوله

چې علم کړي عمل یې نه وي

لکه په خره باندې چې بار کې کتابونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x