ولسمشر غني، اجراییه رييس عبدالله د خپلو دندو لپاره د لوړي اخیستلو پر مهال

د «ملي یووالي» یو کلن حکومت؛ د یوې بیاکتنې اړتیا

ذاکر جلالي

یوې ټلویزیوني رسنۍ داسې احصایه خپره کړه چې ښيي ډېری افغانان په تېر یوه کال کې د ملي یووالي حکومت له کړنو راضي نه دي او د ولسمشر د محبوبیت ګراف په ټیټېدو دی. که څه د دغه وړ رسنیو پر احصاییو ډېر باور نه شي کېدای؛ خو چې کله په لارو کوڅو کې د عام ولس ژوند وکتل شي، د حکومت د کړنو په تړاو پوښتنه وشي، له هېواده د ځوانو بشري منابعو د فرار کچه په پام کې ونیول شي نو د حکومت د بریا او شاتګ کچه سنجول کېدای شي.

که د حکومتونو بریا او کمزوري ارزوو، نو د حکومت‌مشر سیاستونه، طرحې او لیدلوري تر څېړنې لاندې نیسو. په دې حکومت کې پر دغو ټکو ځکه حساب نه شي کېدای، چې واکمن حکومت له دوو لیدلوریو جوړ دی. د ملي يووالي حکومت ستونزه تر هر څه مخکې دا ده، چې دا یو طبیعي حکومت نه دی، یا له یوې طبیعي پروسې زېږېدلی حکومت نه دی. د ملي یووالي حکومت له پيله له دوو ډولو ستونزو سره مخ دی: لومړی، د تېر حکومت په پرتله د اقتصادي مرستو او د بهرنیانو د نظامي ملاتړ یو پرېکنده کمی؛ ځکه له ۲۰۱۴م کال له پای وړاندې تر یو سل او پځوس زرو بهرني پوځیانو په افغانستان کې حضور درلود، چې د دوی د شتون له درکه حکومت مالي مرستې هم ترلاسه کولې. دویمه ستونزه یې چې د حکومت په جوړښت کې ده، د نظام غیرطبیعي او غیرقانوني جوړښت او د واک داسې وېش، چې حکومت به د خپلې دورې تر پایه له دې اړخه له ستونزې سره مخ وي.

په ټوله کې، د بهرنیانو د نظامي او مالي ملاتړ پرېکنده کمی له یوې او د حکومت غیرطبیعي جوړښت او د واک غیرقانوني وېش له بلې خوا هغه دوه عمده لاملونه دي چې د ملي يووالي حکومت د کار په لومړني کال کې هغه ژمنې پلې نه شوای کړای چې د ټاکنیزو سیالیو پرمهال یې له ولس سره کړې وې. پر دې سربېره، د حکومت موثریت دومره ټیټ شو، چې ولس د تېر حکومت ارمان ته کېناست!

پېچلې پرېکړه او خام باور

د تېرو ټاکنو د لانجو پر مهال، کله چې د جان کېري د راتګ “زېري” د لویې جرګې په تالار کې د ډاکټر عبدالله غوسه او اندېښنه سړه کړه او د خپلو احساساتي پلویانو د ارامولو لپاره یې ورغږ کړل چې اندېښنه مه کوئ، ښاغلی جان کېري راځي، ستونزه به حل شي؛ هغه مهال د جان کېري راتګ  او منځګړيتوب ډېرو په رښتینې معنا یو “حل” ګاڼه. مګر د جان کېري راتګونو او پرېکړو لږ وروسته ثابته کړه چې د امریکا په سفارت کې د دوو نوماندو ترمنځ پرېکړه یو حل نه و، بلکې د لا ډېرو لانجو او پېچلتیاوو یو نوی پیل و. کله چې دوه نوماندان تیار نه دي، چې خپل حریف د بریالي نوماند په توګه د ولسمشرۍ پر څوکۍ وويني، سبا چې دواړه بیا د یوه حکومت برخه کېږي، هغه هم برابر شریکان، کله په عادي ډول کار کولای شي. هغه لانجه خو یوازې د هماغه پړاو جنجال نه و، هغه ټینګارونه د دې لپاره وو چې راتلونکي حکومت کې هر یو ټیم غوښنه برخه ولري او خپل ټیم او خپلې ډلې ته تر بل هغه زیات واکونه ورکړي. خبره له پیله ډېره رڼه وه چې راتلونکی حکومت معجزه نه شي کولای. له پیله څرګنده وه چې د راتلونکي حکومت عمر به د دوو ټیمونو په خپلمنځي لانجو کې تېر شي.

دا هر څه واضح وو؛ خو له بده مرغه ځینو د جان کېري په منځګړیتوب د “کابل هوکړه” د یوې لاسته راوړنې په توګه ګڼله. باور دا و چې جان کېري وکړای شول چې ناندرۍ حل کړي او ځینو خو خبره ان د کورنۍ جګړې د ګواښ تر بریده پورته کوله. یوه خبره چې ډېره څرګنده ده، هغه دا ده چې د امریکایانو د پوځي شتون په حضور کې په حکومت کې دننه اړخونه په هېڅ صورت نه د کورنۍ جګړې ځواک لري او نه هم جرئت. دغه اړخونه ټول اوس سیاسي شوي، هغه مانورونه چې تېر کال د ډاکټر عبدالله پلویانو په کابل کې وکړل، هغه تر ډېره مطبوعاتي مانورونه وو چې هڅه یې کوله ډاکټر غني دې ته تیار کړي چې په خپل حکومت کې بل شریک ومني. امریکایان ځکه په افغانستان کې د دغسې پېچلي حکومت په رامنځ ته کېدو کې ګرم بلل کېږي، چې هغوی په یوه کمزوري حکومت کې خپلې ګټې لري، چې د لیکنې په بله برخه کې به پرې بحث وشي. د دې بحث نچوړ دا دی، چې د جان کېري په څېر ډیپلومات پر دې خبره ښه پوهېده چې دا دوه ښاغلي چې نن له یو بل سره په لانجه اخته دي، سبا په هېڅ صورت یو سالم حکومت نه شی رامنځ کولای. په دې معنا، چې د “کابل هوکړې” کار یا نیت د لانجې حل نه و، بلکې یوه نوي کړکېچ ته يې زمینه برابروله.

ستراتیژيکه ملګرتیا؟

محمد اشرف غني د ۲۰۱۴م کال د سپټمبر پر ۲۹مه داسې مهال د افغانستان د ولسمشر او عبدالله عبدالله د اجراییه رييس په توګه لوړې وکړې، چې په هېواد کې د امریکا او ناټو دیارلس کلن حضور، امنیتي وضعیت، اقتصادي وده او اجتماعي او سیاسي پرمختګ هر څه د ټولو په مخ کې وو. کله چې په ۲۰۱۳م کال کې حامد کرزي په زغرده وویل چې دی چمتو نه دی چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي، پر افغان حکومت د بهرنیانو مطبوعاتي، اقتصادي او سیاسي فشارونه په زیاتېدو شول. په کوردننه لسګونه هغه ټلویزیونونه چې د ډېرو له انده د افغانانو د مطبوعاتي ودې په توګه یادېږي، د امریکا په ننګه راپورته شول او ورځ تر بلې يې حامد کرزی یو داسې ولسمشر معرفي کاوه چې د “ولس غوښتنې” ته نه وايي. پر ملي پولیسو څلورویشت ساعته تېل بند شول، په رسنیو کې غوغا راپورته شوه. له دې هر څه ښکاري، چې هغه څه چې په افغانستان کې د یوې لسیزې د “لاسته‌راوړنو” په نامه یادېږي، دا ټول په حقیقت کې هغه شکلي، تصنعي او ظاهري خبرې دي، چې یو سالم عقل یې کله هم د یوه هېواد د بنسټیزې ودې په توګه نه شي یادولای. د پخواني ولسمشر، حامد کرزي وروستۍ مرکې له افغانستان سره د امریکایانو د تعامل ډېرې پټې خبرې څرګندې کړي. کرزي وویل، چې د واک په لومړیو کې يې له بهرنیانو وغوښتل چې د افغانستان پر اوبو پانګونه وکړي؛ خو دې کار ته چا زړه ښه نه کړ. د افغانستان په ځینو سیمو کې امریکایانو د جنرېټورونو پر مټ د برېښنا تولید مرکزونه جوړ کړل، چې د امریکایانو له وتلو سره یې اوس د تېلو لګښت څوک نه شي پوره کولای او په پایله کې به دغه سیمې بیا تیارې شي. په تېرو څوارلسو کلونو کې د ځینو لویو لار له پخولو پرته، هېڅ داسې کومه پروژه نه ده پلې شوې، چې که سبا بهرنۍ مرستې هم نه وي، افغانان به پر خپلو پښو ولاړ وي، نظام به په نارمل ډول وچلېږي. بهرنیانو په تېرو څوارلسو کلونو کې لسګونه ټلویزیونونه، تر سلو زیات سیاسي ګوندونه، د مدني ټولنو په نامه د دوی د ګټو ډنډوره‌چیان، محلي زورواکي، سلګونه بې‌ګټې او د لوړلګښت پروژې تمویل کړې او هغه ۱۰۷میلیارده ډالر چې ویل کېږي د افغانستان د ودې لپاره لګېدلي، ټول په دغو لارو مصرف شول. د امریکا څوارلس کلن حضور موږ ته دا راکړل، چې له څوارلس کلنې “ستراتیژېکې ملګرتیا” وروسته، له عراقیانو او سوریانو وروسته افغانان په نړۍ کې په درېیمه کچه ډېر کډوال دي چې د ژوند په خطر کې اچولو سره اروپا ته ځي، افغانستان د یوه داسې حکومت څښتن دی، چې سر له اوسه د بېکارۍ کچه په کم سارې ډول مخ په پورته روانه ده، ولس د یوه دوه سري او سهامي شرکت له حکومت سره یرغمل دی، د نهیلیو کچه ورځ تر بلې لوړېږي…. دا هر څه موږ له یوه زبرځواک سره له څوارلس کلنې “ستراتيژيکې ملګرتیا” وروسته لرو!

ستر حل، ستر زړه غواړي!

د دې بحث له پيله مخکې یو وضاحت ضروري دی، چې ډاکټر اشرف غني نه د ستر حل زړورتیا لري او نه هم صلاحیت. په داسې حکومت کې چې واک پنځوس-پنځوس وېشل شوی دی، د ډاکټر اشرف غني په څېر ولسمشر څخه دا هیله هېڅ منطق نه لري چې دی دې د یوه ستر حل په موخه یوه ستره پرېکړه وکړي. کله چې ولسمشر د یوه کمېسیون مشر په خپل فرمان ټاکي، بیا له خپل فرمان څخه دفاع نه شي کولای، کله چې د اساسي قانون له مخې منل شوی د “افغان” ملي هویت اطلاق متنازع بولي، نو د یوې سترې پرېکړې توقع به  هم ترې بې‌ځایه وي. خو دلته د ستر حل او سترې پرېکړې غوښتنه په ټوله کې له اوسني حکومت او ټولو افغاني سیاسي بهیرونو سره په دې شرط مطرح کېږي، چې که رښتیا هم د یوه حل په لټه کې وي او که چېرې د یوه ستر حل اراده لري، نو ستر حل، ستره پرېکړه غواړي.

پورته له امریکا سره د افغانستان د “دوستۍ” انځور له څوارلسو کلونو وروسته بیان شو. زموږ اوسنی وضعیت د تېرو څوارلسو کلونو په پام کې نیولو سره یو نزولي سیر طی کوي. ان که د وروستیو دوو یا درېوو کلونو پرتله وکړو، هر کال یا هره ورځ وضعیت تر بلې کړکېچن کېږي. بې‌ثباتي، ناامني او اقتصادي رکود د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په پراخېدو دي. کله چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د امریکایانو کړنې ارزول کېږي او بیا ستونزو ته پام وکړو، په ډېرې سادګۍ سره جوتېږي چې د اوسني کړکېچ تر شا تر کومه بریده په هېواد کې د مېشتو بهرنیانو لاس دی. په سیاست کې څوک وړیا ډوډۍ نه ورکوي! اصلاً په افغانستان کې د امریکا او ایتلافیانو د شتون غټه مسئله دا ده چې زموږ ګټې سره همغږې نه دي، په دې معنا چې زموږ سوله، ثبات، اقتصادي وده د امریکا په ګټه نه ده. امریکا د یوه داسې افغانستان په لټه کې ده چې تل له ناامنیو وکړېږي، په اقتصادي لحاظ یې لاس وراوږد وي، په سیمه کې د ګډوډیو او حتا کله کله د داسې وسله والو ډلو د تولید مرکز وي چې د امریکا سیمه ییز رقیبان وترهوي او یا یې هم په جګړه کې راښکېل کړي. دا ورته مهمه نه ده چې د وسله والو ډلو شتون د افغانستان امنیت څومره ننګوي. امریکا یو داسې افغانستان غواړي چې دا ماموریت ترسره کړي. تر دې هاخوا یو امن، پرمختللی او باثباته افغانستان د امریکا په ګټه نه دی. پر دې اساس د یوه ستر حل غوښتنه داسې مطرح کېږي، چې که چېرې په افغانستان کې واقعاً چا سره د پرمختللي افغانستان فکر وي، نو زموږ پرمختګ او ثبات د امریکا شتون کې نه دی، د ایتلاف منځ ته راتګ یا ماتول په سیاست کې ډېره تکرارېدونکې پېښه ده. هر هېواد له بل هېواد سره د خپلې دوستۍ د ګټو او زیان له پرتلې وروسته پرېکړه کوي چې دا دوستي يې په ګټه ده کنه. له امریکا سره له څوارلس کلنې دوستۍ وروسته لا هم د یوه خوار افغانستان انځور باید حداقل اوسني سیاستوال دې ته اړباسي چې د دغسې یوه “ستراتیژيک ملګري” پر دوستي یوه بیاکتنه وکړي.

چین؛ یو بدیل ستراتيژيک ملګری

د افغانستان په ګاونډ کې چین د یوه داسې راپورته کېدونکي اقتصادي او نظامي ځواک په توګه مطرح کېږي، چې افغانستان په دې حساس پړاو کې له امریکا سره د ملګرتیا په پار د جګړې تاو ته ځان نیولی. د یوه نړیوال ځواک په توګه د چین د راپورته کېدو پر مهال له امریکا سره د افغانستان ایتلاف داسې ښکاري، لکه چې د سړې جګړې پر مهال چې له شوروي اتحاد سره د ملګرتیا په بدل کې افغانستان د امریکا له خوا رامنځ ته شوي فرصتونه وبایلل. محمد داوود خان د خپل صدارت پر مهال هڅې پیل کړې چې که د متحده ایالاتو مرستې راجلب کړي؛ خو له شوروي سره د افغانستان نژدې اړیکې او د پښتونستان پر داعیې ټینګار هغه دوه لاملونه وو چې امریکا د داوود خان غوښتنو ته منفي ځواب ورکړ. محمد موسی شفیق، د ډیموکراسۍ د لسیزې وروستي لومړي وزیر دا درک کړې وه چې په سړه جګړه کې افغانستان کولای شي چې له امریکا سره د نژدې کېدو له لارې په سیمه کې د نورو ګاوندیانو په څېر د دغه هېواد مرستې راخپلې کړي. مګر د موسی شفیق حکومت له څو میاشتو وروسته د یوې کودتا له لارې له سقوط سره مخ شو. اوس چې چین په نړیواله کچه د یوه زبرځواک په توګه راپورته کېږي، تر اوسه یې سیاستونه د افغانستان په ګټه برېښي. چین د خپلې اقتصادې ودې لپاره له یوې خوا او خپل هېواد ته د جګړې د اور د خورېدا د مخنیوي لپاره له بلې خوا غواړي په سیمه کې د جګړې اور ته یو سوله ییز حل راوباسي. له افغان حکومت سره نسبتاً ښې اړیکې، د ۲۰۱۵ په پیل کې دغه هېواد ته د طالبانو د استازیو سفر ښيي چې چین د افغانستان د سولې بهیر کې د مثبت رول پلوی دی. پر دې سربېره، چین د سیمه ییز اقتصادي پيوستون لپاره د وريښمو نوې لار هڅې، د چین له خوا د اسیا د ودې لپاره د ځانګړي بانک تاسیس، د لوګر مس عینک کان کې پانګونه، د اقتصادي پيوستون نوې طرحې چې په اکثرو کې افغانستان ځانګړی ځای لري، هغه څه دي چې یو امن او باثباته افغانستان د چین په ګټه ثابتوي. د چین د ورېښمو په نوې لار کې د ماډرنو لویو لارو او رېل پټلیو جوړول هم شامل دي. چین د افغانستان له ناامنیو ځکه اندېښمن دی، چې د جګړې اور له افغانستان څخه دغه هېواد ته پراخ نه شي. کله چې د دوو هېوادونو ګټې سره همغږې او موازي شي، د چین انتخاب تر بل هر هېواده د افغانستان لپاره ښه دی. له بلې خوا چین په سیمه کې د یوه موثر هېواد په توګه کولای شي چې د افغانستان له ګټو او امنیت څخه دفاع وکړي.

چې دا برخه رالنډه کړم، امریکا د افغانستان د پرمختګ او ثبات فکر نه لري، بلکې په ګټه یې نه ده، امریکا غواړي افغانستان په سیمه کې د ګډوډۍ مرکز کړي چې خپل هر سیمه ییز حریف په دې ناامنۍ ووېروي او په ځینو حالاتو کې ورته مشکلات هم جوړ کړي. په افغانستان کې د داعش شتون ته تبلیغات او د روسیې او چین اندېښنې د دې ادعا ثبوت دی. بله ستونزه دا ده چې په افغانستان کې د امریکایانو پوځي شتون څوارلس کاله ولس ونه مانه، د امریکايي شتون پرضد روانه جګړه ښايي ډېر لاملونه ولري، خو یو منصفانه تحلیل یې د ولس ناخوښي هم ګڼلای شو. دا نو د عقل تقاضا نه ده چې د یوه بدنیته ایتلافي لپاره چې ولس یې هم نه غواړي، سیاستوال د خپل هېواد راتلونکی قرباني کړي.

ښه تګلاره، ناسم تګ

له هغې ورځې چې ډاکټر اشرف غني واک ته رسېدلی، تل یې پر دې ټینګار کړی چې افغانستان د اسیا پر څلورلارې بدلوي. د غني د بهرني سیاست په پنځو حلقو په سر کې له ګاونډیو سره د اړیکو حلقه ده. افغانستان په سیمه کې داسې موقعیت لري، چې که ترې ګټه پورته شي، یوازې يې همدا موقعیت کولای شي چې د یوه پرمختللي او مرفه افغانستان ضمانت وکړي. افغانستان په سیمه کې د چین په څېر تولیدي هېواد له شرقي اسیا، عربي نړۍ او همداسې له اروپا سره نښلوي، د منځنۍ اسیا نفت او برېښنا سویلي اسیا ته لېږدولای شي د پایپ لاینونو له لارې سیمه ییزې انرژۍ لېږدولای شي. دا ټول که له یوې خوا د افغانستان لپاره ښه عایداتي منابع دي، له بلې خوا –چې نن افغانستان ته ډېره مهمه ده- د دغو لوبغاړو ګټه د افغانستان په سوله او ثبات کې وي. په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتګ په تړاو له هر هېواد څخه اخلاقي او بشر دوستانه غوښتنې منطقي نه برېښي. امنیت هغه مهال ډېر ډاډمنېږي، چې د اغېزلرونکو لوبغاړو ګټه په کې وي. د دې حالت تر ټولو ښه لار همدا ده چې افغانستان واقعاً د سوداګرۍ او انرژۍ پر څلولارې بدل شي، داسې څلورلارې چې ټولو ته یې ګټه ورسېږي، بیا به څوک دې ته تیار نه وي د خپل تولید د خرڅلارو پر لار ستونزې وزغمي.

ډاکټر اشرف غني تل پر همداسې یوه افغانستان ټینګار کوي. دا طرحه یې واقعاً ګټوره برېښي؛ خو متاسفانه غني واک ته د رسېدو په لومړنیو څلورويشتو ساعتونو کې له امریکا سره داسې یو تړون لاسلیک کړ چې ښايي پر دا ټولو طرحو خاورې واړوي. غني کله هم د داسې یوه افغانستان پر وړاندې د پرتو اصلي خنډونو یادونه نه ده کړې. په کابل کې د ریکا ۶مې غونډې عمده موخه همدا وه چې افغانستان د سیمه ییزې نښلونې پر مرکز بدل شي. تر ټولو ستر خنډ دا دی، چې ایا امریکا دې ته چمتو ده چې افغانستان دې پر خپل سر په سیمه کې د دغه وړ راکړې ورکړې مرکز شي او د امریکا له مداخلې او “مرستو” پرته دې پر خپلو پښو ودرېږي؟! ایا دا د امریکا په ګټه ده چې افغانستان ورته له احتیاجۍ خلاص شي؟ ایا امریکا د دې نوښت په لار کې ستونزې نه جوړوي چې په نتیجه کې يې ډېره ګټه چین، ایران او سیمې ته ورسېږي؟ په تېره چین، امریکا کله هم دې ته نه ده چمتو چې اجازه ورکړي چې چین دې په خوښۍ سره د افغانستان له لارې خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي.

کله چې اشرف غني امریکا ته د خپل سفر پر مهال د بهرنیو اړیکو شورا یا Council of Foreign Affairs کې وینا وکړه، خپله طرح یې په وضاحت سره بیان کړه، ما چې دا خپرونه په ډېره دقت څارله، د کوربه سایکالوژي هم کولای شي سړی ته جوته کړي چې کوربه څومره له دې طرحې خوشاله او راضي دی. د طرحې له تشریح وروسته، کوربه د خنډونو پوښتنې کولې، مثلاً، تاسې په افغانستان کې ایتلافي حکومت لرئ، په واک کې به ستا شریک چمتو وي چې ستا طرحې ومني؟ یا ستا په وطن کې ناامني ده، داعش هم اوس راپورته شوی، څنګه ممکن ده چې د دغو ستونزو په پام کې نیولو سره افغانستان پر داسې یوه پرمختللي هېواد بدل شي؟ د کوربه ټولې پوښتنې پر داسې محور راڅرخېدې، چې که ورته دقت وشي، ښکاري چې کوربه هغو خنډونو ته یې اشاره کوي چې دوی یې د شتون له امله ډاډه دي چې دا ستونزې به افغانستان دغسې یو خودکفا هېواد بدل نه کړي.

اشرف غني د دغه تناقض یا تضاد درک ته کله هم وخت نه دی ورکړی. غني کله هم داسې فکر نه دی کړی، چې دا طرحې ټولې پر خپل ځای، هغه خنډونه چې په دې لار کې پراته دي، افغانستان به د سیمه یا اسیا پر اقتصادي مرکز بدل کړای شي؟ ایا تر هر چا مخکې به د ده نژدې ایتلافي، امریکا دا طرحه ومني. مسلماً چې نه، امریکا د دې طرحې منلو ته چمتو نه ده او ان داسې ښکاري چې امریکایان تل هڅه کوي چې د دې طرحې پر وړاندې خنډونه نور هم ورزیات کړي. دغه تضاد هم د دې غوښتنه کوي چې افغانستان خپل دوست او دښمن بیا تعریف کړي.

نچوړ

افغانستان څوارلس کاله پر داسې یوې لارې تګ کړی، چې سولې، پرمختګ، اقتصادي ودې او رفاه ته یې نه دی رسولی، ځکه نو دغه هېواد اړ دی چې پر خپل تېر څوارلس کلن سفر یو یو انتقادي نظر وکړي او همداراز پر هغو هېوادونو یوه بیاکتنه وکړي چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د ستراتيژيکو دوستانو په توګه ګڼل کېدل. په سیمه کې د افغانستان په ګټه د شته فرصتونو څخه د کار اخیستو ستر خنډ هم همدا هېوادونه تشکیلوي چې په افغانستان کې د سولې او امنیت په نامه پراته دي. افغانستان چې په تېرو څوارلسو کلونو کې خودکفا نه شو، بلکې وضعیت یې تر پخوا ماتېدونکی دی، ډېره اړتیا برېښي چې د نوې لارې په لټه کې شي چې سیمه ییز اقتصادي پيوستون او همکاري ده، تر هر څه مخکې باید د سیمې له ځواکمنو او موثرو هېوادونو سره یوې هوکړې ته ورسېږي، داسې هوکړه چې هغوی ته ډاډ ورکړل شي چې افغانستان به له دې وروسته نور د هغوی د حریفانو مرکز نه وي، بلکې د سیمې د راکړې ورکړې مرکز به وي چې یوازې له همدې لارې راغلی عاید د افغانستان په څېر کوچني هېواد ته بسیا دی. افغانستان ته په تېرو څوارلسو کلونو کې کبان ورکړل شول؛ خو د کب‌نیونې هنر ورزده نه کړل شو. افغانستان ته داسې دوست پکار دی، چې د کب‌نیونې هنر ورزده کړي او داسې دوست چې د افغانستان له خوا کب‌نیونه د ځان په زیان ونه ګڼي. یو داسې افغانستان چې وکولای شي چې خپل امنیت ښه تامین کړای شي، خپلې زېرمې د پانګونې لپاره چمتو کړای شي، د سیمه ییز نښلون لپاره خپله کورنۍ دنده ترسره کړای شي، دغسې یو افغانستان د چین په ګټه دی؛ ځکه نو د افغانستان د یوه ستراتيژيک دوست په توګه به پر چین حساب کول بې‌ځایه نه وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د