
افغانستان
د بلخ د دولت اباد امنیه قوماندان او څلور ساتونکي یې ووژل شول
نن ټکی اسیا (سه شنبه،وږي۳۱مه،۱۳۹۴ل):نن له غرمې مخکې د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ امنیه قومندان حیات الله روغ د څلورو ساتونکو سره یو ځای د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد د پيښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې امنیه قومندان حیات الله روغ د سهار په څه باندې نهو بجو له خپل کور څخه دفتر ته پر لاره و، چې پر موټر یې د ماین چاودنه را منځته شوه.
په دې چاودنه کې د امنیه قومندان ترڅنګ د هغه څلور ساتونکي هم ځای پر ځای وژل شوي.
عیني شاهدان وايي، چې د چاودنې په ځای کې یې یوازي د وژل شویو جسدونو ټوټې او ویجاړ شوی موټر لیدلی.
طالبانو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.