fbpx
ملا اختر محمد منصور

اختر محمد منصور: امریکا دې پر خپلو استعماري سیاستونو بیاغور وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو نوي مشر، ملا اختر محمدمنصور د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د خپل اختریز پيغام په ترڅ کې یو لړ مهمې څرګندونې کړې دي. د طالبانو پخواني مشر، ملا محمد عمر مجاهد هم په اخترونو کې د پيغامونو له لارې مهمو پېښو ته اشارې کولې. د اختر محمد منصور له ټاکنې راهیسې، دا لومړی ځل دی چې خپل اختریز پيغام خپروي.

ملا اختر محمد منصور د مبارکۍ تر څنګ ډاډ ورکړی چې د طالبانو لیکې به متحدې ساتې او د خپل پخواني مشر، ملا محمد عمر لار به تعقیبوي. ښاغلی منصور وايي چې دښمن یې ماتې خوړلې او په خپلو لیکو کې د بېلتون او انشعاب خبرونه بې بنسټه او افواهات ګڼي: «دښمن په هر ډګر کې ماته خوړلې اوس هڅه کوي چې له تبلیغاتي حربو نه په استفادې د مجاهدینو تر منځ د بې اتفاقۍ او بې باورۍ فضا رامنځ ته کړي، د مجاهدینو په واحد صف کې د انشعاب بې بنیاده افواهات په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه خپروي». ښاغلي منصور پر خپلو هغو ملګرو غږ کړی چې ګیلې لري «د دښمن د تبلیغاتي او نورو شیطاني دسیسو مخه دې ونیسي».

ملا اختر محمد منصور خپلو لارویانو ته د بشري حقونو د ساتنې او ملکي تلفاتو په تړاو جدي لارښوونې کوي: «مجاهدین باید ډیر متوجه وي چې د عملیاتو په وخت د بیګناه خلکو ویني تویې نه شي اسلامي امارت د خپل ولس د تحفظ مسؤلیت په غاړه لري او زه به داسلامي امارت د امیر په حیث هیڅکله اجازه ورنکړم چې د بې احتیاطۍ له امله د خلکو سر یا مال ته زیان ورسیږي».
اختر محمد منصور په افغانستان کې روانه جګړه تحمیلي بولي او خپل مقاومت مشروع او قانوني ګڼي: «جنګ پر موږ باندي تحمیل شوی، په اسلامي حکومت او ملت مو تیری شوی خاوره مو اشغال شوې نو په هر لحاظ او هر قانون دا حق لرو چې له خپلې عقیدې او خپلې خاوري نه دفاع وکړو. آزادي ترلاسه کړو او شرعي نظام حاکم کړو، داسې افغان شموله شرعي نظام چې تر سیوري لاندې يې د ټول ولس حقه حقوق خوندي وي او له یو بل سره د میني او ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي». ښاغلی منصور وړاندې د یوه داسې حکومت ژمنه کوي چې «له نړیوالو سره د مثبت تعامل وړتیا ولري».

د طالبانو مشر وايي، د هېواد په شمال کې د دوی پرمختګ د حکومت له لورې داسې ښودل کېږي، چې ګواکې د شمالي ګاونډیانو لپاره ګواښ رامنځ ته کوي. منصور له ګاونډیانو غواړي: «زموږ ګاونډيانوته زموږ پالیسي واضحه ده او موږ باید زموږ د دښمنانو په ژبو ونه پیژني».

اختر محمد منصور ډاډ ورکوي چې د هېواد پوهان، علمي طبقه، ملي سوداګر او ټول فني او مسلکي کسان دې خپلې چارې په ډاډه زړه پر مخ وړي او دوی ورسره مرستې او همکارۍ ته تیار دي.

ښاغلی منصور یو ځل بیا ټینګار کوي چې د خپلو سیاسي فعالیتونو لپاره یې په قطر کې ځانګړی سیاسي دفتر دی چې بېلابېلو اړخونو ته یې د دوی پيغام رسولی دی. د طالبانو مشر له نړۍ سره پر ښو اړیکو ټینګار کوي: «له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هیوادونو په ځانګړي ډول اسلامي هیوادونو سره حسنه او مشروع روابط غواړو او غوښتنه کوو چې زموږ د ځوریدلي او جنګ ځپلي هیواد څخه د اشغال په خاتمه کې د نړۍ د آزاد ضمیر خاوندان مرسته راسره وکړي».

اختر محمد منصور د مذاکراتو په اړه وايي چې هغه سیاست به خپلوي چې له شریعت سره برابر وي او ملي ګټو سره سمون ولري. د طالبانو مشر ټینګار کوي چې هر ډول بهرنی فشار د ستونزې د حل پر ځای د نورو ستونزو د راپیدا کېدو لامل ګرځي. ښاغلی منصور بهرنی اشغال د جګړې د دوام لامل ګڼي: «اسلامي امارت په دې باور لري چې، که د وطن اشغال نه وي، د افغانانو خپلمنځي ستونزې د هغوی د خپلمنځي تفاهم په وسیله حل کیدای شي، د افغان لانجې د هواري په پلمه هر ډول خارجي فشار، نه یوازي دا چې ستونزه نشي حل کولای بلکې د نورو ستونزو د راپیدا کیدو لامل ګرځي».

ملا اختر محمد منصور د جګړې پای د اشغال له پای سره مل بولي او د اشغال پای له «اشغالګرو سره د هر ډول پوځي او امنیتي تړونونو په فسخه کولو کې ممکن دی». د سولې له شعار سره د جګړې تودېدل پر سوله ملنډې وهل ګڼي.
د طالبانو مشر پر افغانانو غږ کوي چې د بهرنیانو پټې کړۍ هڅه کوي چې ملي یووالی زیانمن کړي او «په لوی لاس د قوم، قبیلې او سمت پالنې په ناروغۍ اخته کول غواړي زموږ د واحد هېواد تجزیې ته لار اواروي او ان تر دې چې اوس غواړي د تاریخي اسلامي هېواد اسلامي او افغاني تشخص هم متنازع کړي، چې ښه بېلګه یې اوسنۍ برېښنايي تذکرې دي». د طالبانو مشر داسې مهال ځینې کړۍ د اسلامیت او افغانیت د ارزښتونو په تتولو پړه بولي چې ولسمشر اشرف غني هم په خپلې وروستۍ مرکه کې «افغان» ملي هویت متنازع وښود.

ملا اختر محمد منصور د خپل اختریز پیغام په وروستۍ برخه کې پر امریکایانو غږ کوي چې « د دې پر ځای چې تاسو د افغانستان په اشغال سره د سپتمبر د یوولسمې په څیر د نورو پیښو مخنیوی کړی وي، نن ستاسي د ژوند هره لحظه د نړۍ په هره برخه کې تاسي لپاره د سپتمبر خونړۍ حادثه ده، هرځای تاسو تر برید لاندې يئ او ژوند مو په خطر کې دی، تاسو ته په کار ده چې د دا شان حوادثو د مخنیوي او ځان د امنیت په غرض، په خپلو استعماري تګلارو باندې له سره غور وکړئ!».

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مصطفي اغا
میلمه
مصطفي اغا

جزاك الله خيرا : الله دي زوندي لره يااميرالموءمنين ٠

حامد
میلمه
حامد

زنده باد منصور صاحب غوره ويناوي او غوره فيغام دي ما ولوست الله دي تاسو كامياب او متفق ولري امريكايانو واقعا زموز فه خاوره عزت مدارسو علماو باندي نظامي تيري كري دداسي ظلم مقابل كي تنها يوه لاره ده جه هغه جهاد دي اولس مو ملكري دي اودامريكايانو فه لاس دجورسوي سكولرنظام سره روغه كول به هم ناسم كار وي

حامد
میلمه
حامد

دمخابراتو دوزارت داكار فه شكاره له اولس نه غلا ده تاسو وكوري فه نورو هيوادونو كي مخابراتي سرويس سومره ارزانه ده خصوصا امارات دوبي كي اوهمسايه هيوادونو كي دولت دا ماليه فه شركتونو ورزياته كري واي نه فه غريب اولس باندي

یاسر
میلمه
یاسر

خدا پاک ج دیه تل زوندی اوده سلام پرلارروان ولره