دیني، سیرت او تاریخ

دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۳)

zamzamدزمزم مبارکې اوبه دتاريخ په پاڼوکې

دزمزم مبارک څاه وحضرت اسماعیل علیه السلام ته منسوب دی، اوپه یوه ټکی که ووایونو وبه وایو چې داڅاه هغه مهال په وجودراغی کله چې (۶۰۰۰) کاله مخکی حضرت ابراهیم علیه السلام حضرت اسماعیل السلام اوحضرت هاجره رضی الله تعالی عنهادشام څخه ومکې مکرمې ته راغلل، په دغه وخت کی دحضرت  اسماعیل علیه السلام عمرډیرکم وو، اوپه دغه وخت کی ئې شیدې رودلې، حضرت ابراهیم علیه السلام دوی دواړه حضرت هاجره رضی الله عنهااوحضرت اسماعیل علیه السلام دواړه ویوې غټی درختې (ونې) ته راوستل،

هغه داوبو ژی(مشک) اودخرماوڅخه ډکه خلته(کڅوړه)ئې چې راوړې وه هغه ئې ودوی ته ورکړه، چې داداسی وخت دی چې په مکه مکرمه کی نه خوابادې شته اونه هم یوانسان شته؛یواځی غرونه اوصحرا ده حضرت ابراهیم علیه السلام دوی دواړه دلته تردرختې لاندی پريښودل اودشام پرلورئې حرکت وکړ، حضرت هاجرې رضی الله عنهاچې حضرت ابراهیم علیه السلام ولیدی چي موږئې په داسی صحراکی پریښودلونووئې ویل:

ای ابراهیم علیه السلام موږدی په داسی ځای کی پریښودلوچي هیڅوک نشته اوته چیری ځی؟

بی بی هاجرې رضی الله عنهاڅوڅوځلی داکلمات تکرارکړل، خوحضرت ابراهیم علیه السلام هیڅ ورته ونه ویل، حضرت هاجره رضی الله عنهاولاړه شول اوپه حضرت ابراهیم علیه السلام پسی روانه شول اوورته ئې وویل:

ای ابراهیم علیه السلا مه !ایادادالله جل جلاله حکم دی؟؟؟

حضرت ابراهیم علیه السلام ورته وویل: چې بلی! دازمافعل دالله جل جلاله حکم دی.

ددې ځواب په اوریدوسره بی بی هاجرې رضی الله عنهاوویل چې الله جل جلاله موږنه ضایع کوی اوواپس راغلل، حضرت ابراهیم علیه السلام وشام ته روان شو؛کله چې دومری لیری ولاړی چې بی بی اوځوی ئې نه معلومیدل نووالله جل جلاله ته  ددوی دساتنی دعاوکړل چې هغه دعاپه قرآن عزیز کی داسی ده:

ربنآانی أسکنت من ذریتی بوادٍغیرذی زرعٍ عندبیتک المحرم ربنالیقیمواالصلوة فاجعل أفئدة من الناس تهوی الیهم وارزقهم من الثمرات لعلهم یشکرون سورت ابراهیم( ۳۷)

ژباړه: ای زموږربه بی شکه چې ماخپل ځینی اولادپه یوه بی اوبواوبی کښته ناوه کښې ستاددرانه کورترڅنګ میشت کړی دی، ای زماربه څوک چې لمونځ اداکوی، نوته دخلکوزړونه ددوی په تلوسه کړه اوله میووڅخه روزې ورکړه ګوندی چې شکروکړی.

اوشام ته روان شو، حضرت هاجره رضی الله عنهااوحضرت اسماعیل علیه السلام دواړه ترونې لاندی ژوندکاوه، خپله ئې خرماخوړل اواوبه ئې څیښلې اووماشوم ته ئې شیدې ورکولې، اخراوبه ټولی ختمې شوی اوماشوم په ډیربدحالت کی شو، نوحضرت هاجرې رضی الله عنهافکروکی چې زه باید داوبویوه چینه پیداکړم نومخامخ ونژدې غره ته دصفاوختل، هلته کوم شی په نظرورنه غی  دخپل قمیص یولوریی ونیوی اوپه تیزۍ سره لاندی راکښته شوه اودمروه وغره ته وختل ترڅواوبه پیداکی، چې په همدې ترتیب سره اووه ځلی دصفااومروه وغروته وختل اخرچې کله دمروه وغره ته وختل اوڅلوروطرفوته ئې وکتل نویواوازئې واوریدی اوحال داچې هیڅوک نه معلومیږی، دااوازئې بیاواوریدی نوبی بی هاجرې رضی الله عنهاوویل چې اوازمی واوریدی نوکه کوم مرسته کوونکی یی نومرسته راسره وکه!کله چې ئې وکتل نویوه ملائیکه(حضرت جبرائیل علیه السلام) ئې ولیدل اوپرځمکه ئې خپل یووزراوپه ځینوروایتوکی خپله پنده وواهله اودځمکې څخه اوبه راپورته شوي کله چې بی بی هاجرې داولیدل نوورمنډه ئې کړه، ترڅواوبه ضایع نشی، اوداوبووڅلوروطرفوته ئې خاورې راټولې کړې اوبیایی په دواړولاسوسره خپل ژی(مشک) ډک کړچې خپله ئې هم وڅیښلې اووماشوم ته ئې هم ورکړې،
حضرت ابن عباس رضی الله عنه وایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
 
لوترکت زمزم اوقال لولم تغرف من الماء لکانت زمزم عينامعينا.

ژباړه: که ئې چیری دزمزم اوبه همداسی پری ایښی وای، اویایی وژي(مشک) ته وراچولې نه وای، نوزمزم به (دیوه څاه پرځای) یوه جاری چینه وای. صحیح بخاری حدیث: ۳۳۶۴
حضرت جبرائیل علیه السلام وبی بی هاجرې ته وویل دهلاکت هیڅ تصورهم مکوه، پردغه ځای باندی دالله جل جلاله کور(مکه معظمه) ده، چې دغه هلک (حضرت اسماعیل علیه السلام) اودده پلار(حضرت ابراهیم علیه السلام) به ئې پخپلو لاسونوتعمیرکړی، اولوی څښتن ددې ماشوم کورنۍ نه ضایع کوی، له دې څخه وروسته بی بی هاجرې رضی الله عنهادزمزم داوبوسره مستقل ژونداختیارکړ، دجرهم قبیله چې وشام ته روانه وه نووئې لیدل چي دابوقبیس دغره ولورته مرغان الوزی، دوی په دې پوه شول چې دلته اوبه پیداشوی دی اوحال داچې مخکی دلته اوبه نه وی، دقافلې څخه ئې یوسړی دمعلوماتولپاره راولیږی، ترڅوجوته کړی چې اوبه شته که یا؟هغه سړی راغی اودزمزم اوبه ئې ولیدلی اوداخبرئې وقافلې ته ورساوه، هغه دجرهم دقبیلې قافله راغله اودزمزم داوبوسره ئې پړاوواچاوه، دبی بی هاجرې علیها السلام څخه ئې  وپوښتل چې ایاموږدلته اوسیدلای شو؟ بی بی هاجرې رضی الله عنهاورته وویل چې بلی! هو! تاسی دلته اوسیدلای شی مګرددې چینې ملکیت نشی ترلاسه کولای، دقافلې خلکوداقبوله کړل اواوسیدل ئې دلته پیل کړل، څه وخت وروسته هغوخلکودلته خپل اولادونه اوکورونه راوړل اودلومړی ځل لپاره همدلته ابادی اوکورونه جوړشول؛ حضرت اسماعیل علیه السلام څه غټ شواوعربی ژبه ئې زده کړل، په اصل کی دده مورنۍ ژبه عبرانی وه، اوعربی ژبه ئې دقافلې دخلکوڅخه زده کړل، کله چې حضرت اسماعیل علیه السلام ځوان شونودجرهم قبیلې خپله یوه انجلۍ ورکړه، دځوی دواده وروسته بی بی هاجره رضی الله عنهاد۹۰ کالوپه عمروفات شوه، اوپه په مقام حجر(حطیم) کی ئې ښخه کړل، چې وروسته حضرت ابراهیم علیه السلام اوحضرت اسماعیل علیه السلام دالله په حکم سره  اوحضرت جبرائیل علیه السلام دنقشې اوهدایت سره سم ئې بیت الله شریفه جوړه کړه، دزمزم څاه دیوڅه وخت لپاره په همدغه حالت کی پاته شو، کله چې دجرهم قبیلې دبیت الله شریفې حرمت اوعزت نه ساته  اوهغه خلک چې ومکې ته راتلل پرهغوئې ظلم کاوه اوخپله یي وبیت الله شریفې بی عزتې کوله نو الله ورباندعذاب نازل کړل، دجرهم قبیله ودې ته مجبوره شوه چې دامکه معظمه پریږدی اوولاړه شی، چې دتګ سره ئې سم  ئې دجرهم دقبیلې مشر (مضاض )راغی دزمزم څاه ئې  هم بند اوخراب کړ، چې بیادزمزم دڅاه ځای لاوچاته نه معلومیده داسی ئې پرت کړ، الله جل جلاله دجرهم پرقبیلې دخزاعه قبیله مسلطه کړل اودجرهم قبیله ئې له دې ځای څخه فناکړل، چې دزمزم څاه بیاوچاته نه معلومیده ترڅوچې دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم نیکه عبدالمطلب وکیندی.

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x