افغانستان

جوزجان: د اردو عسکر د طالبانو سره د معاملې په ترڅ کې خپل لس ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۳۱مه ۱۳۹۴ل): د طالبانو یو نفوذي عسکر په جوزجان ولایت کې د طالبانو سره یو ځای د ملي اردو لس عسکر وژلي دي.

د جوزجان امنیه قومندانۍ آمر سمونوال عبدالحفیظ خاشي ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه په قوش‌تپه ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوې پوستې برید وکړ او څلور عسکر چې په خوب ویده وو، د لاسي بم پر مټ يې ووژل.

هغه زیاته کړې چې طالبانو د پاتې ۹ عسکرو لاسونو او پښې وتړلې چې له منځه یې ۳ د تورې تیارې څخه په استفاده په تېښته بریالي شول او ۶ نور ووژل شول.

خاشي له قوله په پوسته کې ټول د ملي اردو ۱۴ سرتیري موجود و او دغه برید د یادې پوستې یو سرتیري محمد علم چې تر دې وړاندې یې له طالبانو سره رابطه وه، په مرسته شوی.

د سیمې اوسیدونکو پژواک خبري اژانس ته ویلي چې دوی د شپې د ډزو او چاودنو غږونه واوریدل او سهار چې خبر شول طالبانو په مخفي توګه د ملي اردو پوستې ته ننوتي او سرتیري يې وژلي.

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ دغه پوسته د ملي اردو درېیم کنډک قومندانۍ اړوند ده.

طالبانو پر خپلې رسمي وېبپاڼې د دغې پېښې مسوولیت پر غاړه اخېستی او ویلي یې دي چې په قوش‌تپه ولسوالۍ کې يې یوه پوسته نیولې ده.

طالبانو په دغه برید کې د ۱۰ عسکرو د وژنې او ۲ نورو د نیولو خبر ورکړی دی، همدا راز یې ادعا کړې چې په برید کې يې ۲ میله پیکا، ۱۰ کلاشنکوفونه، ۱ راکټ، ۱ هاوان او نور زیات شمېر مهمات نیولي دي.

تېر کال هم د طالبانو نفوذي اربکي په قوش‌تپه ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې دننه د یوه قومندان په شمول ۵ اربکیان ووژل.

قوش‌تپه ولسوالۍ په جوزجان ولایت کې یوه له هغو ولسوالیو ده چې طالبان په کې نفوذ لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x