افغانستان

د اختر ډالۍ؛ مخابراتي شرکتونه سر له سبا ۱۰ سلنه مالیه اخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۳۱مه ۱۳۹۴ل): د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت وايي چې د تلې د لومړۍ نېټې څخه وروسته به د مخابراتي شرکتونو مشتریان ۱۰ سلنه مالیه پرې کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ ویاند محمد یاسین صمیم وايي چې د کابینې د پریکړې او ولسمشر تقنیني فرمان پر اساس به د مخابراتي شرکتونو مشتریان نور ۱۰ سلنه مالیه حکومت ته ورکوي.

هغه زیاته کړې چې د سلو افغانیو په کارت کې به نور ۹۰ افغانۍ جمع کیږي او دا به په اتومات شکل حکومت سره جمع کیږي.

صمیم له قوله دا د سیمې سټنډرډ نرخ دی او ددې طرحه تېر حکومت جوړه کړې وه خو دا چې د مخابراتي شرکتونو کار نوی و، ځکه دغه طرحه عملي نشوه.mukhabirat

د مخابراتي شرکتونو مشتریانو باندې دغه مالیه په داسې حال کې کېښودل کیږي چې د سیمې هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د تلیفون، پیغامونو او انترنیت نرخونه ډير لوړ دي.

د ټولنیزو رسنیو فعالانو د دولت دغه اقدام له دې کبله ښه نه ګڼي چې د دوی لخوا ورکول شوې مالیه به د فاسدو چارواکو جیبونو ته ولاړه شي.

هغوی وايي چې د نورو پیسو په څېر به دغه مالیه هم د هغو جیبونو ته ورشي چې نړیوالو مرستو کې يې فساد کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قلم الدین

السلام علیکم 000 دبی شرفه غنی حکومت چی دفساد دی اداری مشری کوی او دافغانستان له عوامو سره دشمنی کوی له خلقو والی دا مالیه اخلی فه کومو اصولو فه کوم امنیت یی اخلی دا خو فه هغه صورت کی کیدل چی امنیت وی ثبات وی اوس خو دطالبانو اسلامی امارت کله کله فه اطرافو کی دفون ستنی هم بندی کړی او حکومت واک نلری چی خلاصی یی کړی که خلقو روټی لرودی بیا به هم موږ انتقاد نه کاوه دی ۵۰ روفی کارت سخه چی موږ ۱۰ فیصده دوی ته ورکړو تر څو دی اشرفغنی او دمخابراتو دوزیر جب… نور لوستل »

نور

سلام
فكر كرم مناسب نه ده چي زمونژ خوار ملت لس٪ ماليه د تيليفون د لگشت وركري
دغه كار په هغه ملكونو كي كيژي چي دولت د ماليي داخيستلو په بدل كي خپله خلكو ته عامه خدمات برابره وي
زمونژ اكثرغريب خلك صحي خدماتو ته لاس رسي نه لري او د پاكستان او د هند د تگ توان نه لري او داسي نور دير د ژوند ضرورتونه دي چي عامو خلكو ته يي اسانتياوي نشته

shirzad

د غلو حکومت ته مالیه ورکول یو غلط کار دی. حکومت دی نر شی د عطا نه د شمالی بندرونو مالیه واحلی. دوه سری احمق حکومت دی لومړی فساد له منځه یوسی بیا دی مالیه ټولوی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x