عبدالسلام ضعیف، په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

د جهاد د نوم څخه بې ځایه استفاده

ليكوال :ملاعبدالسلام ضعیف
په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

جهاد په خپل ذات او ځان کې یو دایمي صفت نه دی چې یو انسان یي د ځان له پاره د لقب په توګه استعمال کړي، یو الهي شرعي عمل دی لکه لمونځ، زکات، حج اوداسي نور…

جهاد داسي عمل دی چې د وخت په شرایطو پوري اړه لري، کله د ضرورت په وخت کې په هر مسلمان باندي فرض عین وي مانا دا چې د بل مجاهد په جهاد سره یې غاړه نه خلاصېږي او کله فرض کفایې وي، کله دفاعي او کله هم تعرضي حالت کې وي، خو داسي عمل هم نه دی لکه حج چې په ژوند کې یو ځل فرض دی او نه داسي عمل دی لکه لمونځ چې تر مرګه پوري فرض دی، دا کیدای سي ځیني وختونه استمراري فریضه او کله بیا موقت وي، دا ډول د علماء کرامو تحقیق ته اړتیا لري، زه ډیر ژور په دي مسئله کې نه ننوځم، ځکه چې زما قاصرعلم د دې تقاضا نه کوي.

خبره دجهاد د موصوفینو اړوند ده چې د دوی د جهاد څخه هدف څه دی؟ او ولي ځانو ته د یو څو ورځو په جهاد دا مقدس صفت د تل له پاره د خپلو ځانو حق ګڼي.

جهاد په لغت کې کوشش او ژورې هڅې ته وایې، په اصطلاح کې هغه جنګ ته وایې چې د یوه مشروع هدف له پاره پېل سوی او جواز لري ، پدې اړه منقول نصوص هم په قرآن او احاديثو کې سته، د صحیح بخاري حدیث دی: حضرت ابو موسی رضي الله تعالی عنه روایت کوي چې یوه صحابي د رسول اکرم صلی لله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه: الرجل : يقاتل حمية ، ويقاتل شجاعة ، ويقاتل رياء ، فأي ذلك في سبيل الله ؟ قال : ” من قاتل لتكون كلمة الله هي العليا ، فهو في سبيل الله ” *رواه البخاري رقم الحديث ۵۰۴۲

ژباړه: یوسړی د قومیت، بل د غيرت (ښوولو) او بل د ځان ښودلو له پاره جنګ کوي؛ نو کوم يې د الله په لار کې بلل کېږي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: څوک چې د دې له پاره جنګ کوي چې د الله (د دين) خبره لوړه شي، هغه د الله د لارې (مجاهد) دی.

معنا دا چې څوک د قومپرستۍ، يا په اصطلاح د غیرت، او بل سړی د دې له پاره جنګ کوي چې شجاع او زړه ور دی او بل سړی د دې له پاره جنګ کوي چې ځان ښکاره کړي او خلک ووایي چې ماشاءالله سړی خو دا دی؛ نو په دغه جنګ کې کوم یو جهاد في سبیل الله بلل کیږي؟ رسول الله په جواب کې ورته وویل هغه چا ته مجاهد في سبیل الله ویل کېږي چې جنګ د دې له پاره کوي چې د الله جل جلاله کلمه اوچته او لوړه سي.

په یوه بل حدیث کې ابوهريره رضي الله عنه وايي چې ما رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي ويل يې: ” إن أول الناس يقضى عليه يوم القيامة رجل استشهد فأتي به فعرفه نعمه فعرفها قال فما عملت فيها ؟ قال قاتلت فيك حتى استشهدت قال كذبت ولكنك قاتلت لأن يقال جريء فقد قيل ثم أمر به فسحب على وجهه حتى ألقي في النار ورجل تعلم العلم وعلمه وقرأ القرآن فأتي به فعرفه نعمه فعرفها قال فما عملت فيها قال تعلمت العلم وعلمته وقرأت فيك القرآن قال كذبت ولكنك تعلمت العلم ليقال عالم وقرأت القرآن ليقال هو قارئ فقد قيل ثم أمر به فسحب على وجهه حتى ألقي في النار ورجل وسع الله عليه وأعطاه من أصناف المال كله فأتي به فعرفه نعمه فعرفها قال فما عملت فيها ؟ قال ما تركت من سبيل تحب أن ينفق فيها إلا أنفقت فيها لك قال كذبت ولكنك فعلت ليقال هو جواد فقد قيل ثم أمر به فسحب على وجهه ثم ألقي في النار ” . رواه مسلم، رقم الحديث: ( 1905 )

ژباړه: د قيامت په ورځ به لومړۍ پرېکړه پر يو داسې سړي کېږي چې (په جهاد کې) شهيد شوی وي، رابه وستل سي (الله به خپل) نعمتونه ورته وړاندې کړي او هغه به يې هم وپېژني (ومني)؛ نو (الله به) ورته ووايي چې په دغو (نعمتونو) کې دې کوم (نېک) عمل کړی دی؟ هغه به ووايي: ستا په لار کې وجنګېدلم تر دې چې شهيد شوم، الله به ورته ووايي: درواغ دي وويل!! ته د دې له پاره جنګېدلې چې خلک ووايي (پلانی) ډېر توريالی دی، هغه درته ويل شوي، بيا به امر پرې وشي نو پړمخې به اور ته وغورځول شي، بيا به داسې سړی راوستل شي چې علم يې زده کړی وي او بل ته يې ښوولی وي او قرآن کريم يې لوستی وي، (الله به خپل) نعمتونه ورته وړاندې کړي او هغه به يې وپېژني (ومني) بيا به ورته ووايي چې په دې (نعمتونو کې) دې کوم عمل کړی و؟ هغه به ووايي چې ما علم تر لاسه کړی و او بل ته مې ښوولی و او ستا له پاره مې قرآن لوستی و، الله به ورته ووايي چې درواغ دې وويل!! تا علم د دې له پاره تر لاسه کړی و چې خلک ووايي (پلانی) ښه عالم دی او قرآن دې د دې له پاره لوستی و چې خلک ووايي (پلانی) قاري دی او هغه درته ويل شوي دي، بيا به امر پرې وشي نو پړمخې به اور ته وغورځول شي، بيا به داسې سړی راوستل شي چې الله پراخي او هر ډول شتمني ورکړې وي (الله به خپل) نعمتونه ورته وړاندې کړي او هغه به يې هم وپېژني (ومني) بيا به (الله) ورته ووايي چې تا په دې (نعمتونو کې) کوم (نېک) عمل ترسره کړی و؟ دی به ووايي: تا چې په کومه لار کې لګښت خوښاوه په هغو ټولو کې مې ستا له پاره لګښت کړی، الله به ورته ووايي: درواغ دې وويل!! دا دې ځکه کول چې خلک ووايي پلانی ډېر سخي دی او هغه درته ويل شوي دي، بيا به امر پرې وشي نو پړمخې به اور ته وغورځول شي.

يعني په ورځ د محشر به الله جل جلاله هغه مجاهد راوبلي چې په جنګ اوجهاد کې یې نیت د الله له پاره نه وو، په هغه به خپل نعمتونه عرض کړي اوهغه به هم ټوله ومني او اعتراف به ورباندې وکړي، بیا به الله پاک ورته ووایې چې ښه نو تا په دنیاکې څه وکړل؟ دی به ورته وایي چې یاالله ما خو ستا په لاره کې ترهغه چې ژوندی وم جهاد او جنګ مې کاوه او په همدې لاره کې بیا قتل سولم، الله جل جلاله به ورته ووایي چې تا درواغ وویل ځکه تا خو جهاد ددې له پاره کاوه چې خلک ووايي چې پلانکی داسي زړور او شجاع دی هغه په دنیا کې درته وویل سول، نو زما سره دې کوم شی نسته، بیا به ملکوته امر وسي چې کش یې کړئ جهنم ته او پړمخي به جهنم ته وغورځول سي، يو راوي وايي: ابي هریرة وژړل او بیهوښه سو چې بیا په هوښ کې سو نو بیایې وویل: بيا به هغه عالم راوغواړي چې علم یې د الله د رضا له پاره نه وې کړی، او الله جل جلاله به په هغه باندې خپل نعمتونه عرض کړي هغه به هم ټوله ومني او اعتراف به وکړي بیا به الله پاک ورته ووایي ښه نو تا په دنیا کې څه وکړه؟ یا داسی چې تا زما له پاره څه وکړه؟ دی به وایي چې ای الله! ما خو اول کوشش کاوه اوتعلیم مي کاوه چې څه زده کړم او ترهغه وروسته مي بیا هغه زده تعلیم نورو انسانانو ته د تعلم په توګه ورساوه، الله جل جلاله به ورته ووایي چې ای بنده تا درواغ وویل ځکه زه خوستا په نیت خبر وم تا خو په خپل ژوند کې تعلیم اوتعلم ددې له پاره کاوه چې خلک ووایي چې دا څنګه ښه طالب اوملا دی نو هغه په دنیا کې تا ته وویل سوه زما سره دې هیڅ هم نسته، ملایکو ته به امر وسي چې جهنم ته یې کش کړئ او ملکي به هم هغه پړمخي کش کې اوجهنم ته به یې واچوي الله مو دي وساتي، د حدیث ددې ټوکړي په روایت سره ابي هریرة رضي الله عنه وژړل او بیهوښه سو چې کله بیرته په هوښ راغلی بیایي وویل: بیا به الله جلاله هغه مالداره مال ورکونکی یا سخي راولي چې خپل مال یې د الله درضاله پاره ورکاوه او په هغه باندې به هم خپل نعمتونه عرض کړي، دی به هم ټوله ومني او اعتراف به ورباندې وکړي بیا الله پاک ورته ووایي چې ښه نوتاڅه وکړه؟ دی به وایي یا الله ماته خو تا مال او دولت راکړی وه ما هغه مال ستاپه لاره کې غریبانو، یتیمانو، بي وزلو او اړمنوته په نفقه ورکاوه، الله جل جلاله به ورته ووایې چې تا درواغ وويل ځکه تا خو په دنیا کې مال د دې لپاره خلکوته په نفقه ورکاوه چې خلک ووایې چې پلانکی سړی داسي سخي دی داسي ښه سترخان لري او د خلکو سره کمک کوي، هغه تاته په دنیا کې وویل سوه نو زما سره دي هیڅ هم نسته، د ده په اړه به هم ملایکو ته امر وسي چې جهنم ته یې کش کړئ، دی به هم پړمخي کش کړل سي اودوزخ ته به وغورځول سي الله جل جلاله مودي په خپل لوی فضل ځیني وساتي. آمین

همدارنګه فقها علماءکرام دجها تعریف داسي کوي: الجها ماو ضع لرفع الفساد.يعني دجها د وضعه یا اجازه د دې له پاره ده چې د خدای په مځکه کې د مفسدینو فساد ختم سي.

اوس به راسو د دې مبارکو حدیثونو استنباط ته، د الله جل جلاله د کلمې د لوړوالي او د الله جل جلاله په لاره کې جهاد د دې له پاره مشروع عبادت دی چې په نتیجه کې یې د الله جل جلاله اسماني نظام د خدای د قانون په توګه د خدای پر مځکه باندې پلی اوعملي سي، او یواځنی الهي نظام کولای سي چې د مځکي د مخ څخه فساد او نور کرغیړن اعمال لیري کړي، دا د انسان له پاره د الله جل جلاله لخوا د هغه د خلیفه په توګه یوه فریضه او دنده ده، او داهغه څه دي چې مکان او زمان یې نسي محدودولای، الله پاک دي د دین د لاري هغه مجاهدین په محشر باندې سرلوړي کړي چې د دې هدف له پاره یي مبارزه وکړه او شهیدان سوه، الله پاک دي هغه مسلمانان هم محفوظ او بریالي او په دنیا او اخرت کې سرلوړي کړي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دغه سپيڅلي هدف له پاره مبارزه کوي او قرباني ورکوي.

یواځي الله جل جلاله ته معلومه ده چې څوک د څه له پاره جنګ کوي؟ خو ظاهرا انساني قضاوت موږ هم کولای سو، هغه انسانان چې د ټول افغانستان جهاد تر یوي محدودي سيمې، د ملیونونو افغانانو قرباني تر یو څواشخاصو پوري محدوده بولي، که هغوی په رښتیا سره وغواړي خپله هم دا قضاوت کولای سي چې د جهاد د مشروعیت د مفهوم له پاره د نتیجې په توګه دوی څه وکړل؟ اوس څه کوي اوبیا به څه کوي؟ آیا دغوانسانانو د الله جل جلاله د اسماني قانون د تطبیق له پاره د الله د کلمې د لوړوالي له پاره په عملي ډګر کې څه کړي دي؟ او که یي په عکس ولاړ دي؟ آیا دوی اول په خپلو ځانونو او بیا په خپلو اولادونو او بیا په خپل کورني چاپیریال کي دغه الهي قانون په عملي توګه پلي کړی دی او کنه؟ که جواب یي هو وي؛ نو دا خو به بیخي لوی درواغ وي او کله به هم داسي دعوه ثابته نه کړای سي، که جواب یي نه وي، نو بیا خو دغه انسان اول باید د الله جل جلاله څخه وبیریږي او دویم د ملت د شهیدانو، کونډو او یتيمانو او دهغو کسانو چې د دوی سره یي د شریعت د تطبیق له پاره مالي مرسته او کومک کاوه وشرمېږي چې لاهم د دوی په وینو باندې لوبې اوتجارت کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د