خبرتیاوی او پیغامونه

دنيکمرغه لوى اختر د را رسيدو په مناسبت د ساپي پښتو څيړنو او پراختيا مرکز پیغام

دنيکمرغه لوى اختر د را رسيدو په مناسبت دساپي پښتو څيړنو او پراختيا مرکز بنسټوال الحاج امام الدين ساپيد مبارکۍ پيغام

د افغانستان مسلمان او مجاهد اولس د هېواد په دننه او بهر کې ټولو افغانانو او اسلامي امت ته د نېکمرغه لوى اختر د را رسيدو له امله مبارکي وايو . لوى رب العزت دى د افغان کړيدلي ، ځورول شوي مسلمان او مجاهد اولس د سرو مال قربانۍ ، عبادت ، صدقات ، دحج مناسک او يو تر بله دلوى څښتن د رضا لپاره همکاري او مرستې قبولې کړي .

Imam-Ud-Din-Safi
لیکوال: امام الدین ساپی

د تېروکلونو په اوږدو کې چې خپلواک اسلامي هېواد مو اشغال شوى د يرغلګرو او تاړاکګرو لخوا زمونږ دبې ګناه ملکي وګړو ، تور سرو ، زړو او ماشومانو شهادتونه دي لوى الله دحضرت امام الشهدا امام حسين شهادت وګرځوي .

د روان کال دبيت الله شريف دحج د فريضى دادا کولو په مناسکو کې دمسجد الحرام دپېښې دحجاجو کرامو شهادتونه دى لوى الله په خپل دربار کې دحج د فريضې دقبوليت ترڅنګ قبول کړي افغان مسلمان مجاهد اولس ته دخپل اسلامي او خپلواک هېواد له اشغاله دخلاصون لپاره دمقدس جهاد او قربانيو د دوام په هيلې لرلو سره دټولو افغانانو دارمانونو د ترلاسه کېدو ، دسوچه اسلامي او خپلواک نظام غوښتنه کوو

لوى الله دې پر مونږ افغان اولس ستره لورېنه وکړي او له اشغال څخه پاک ، خپلواک هېواد او دازادۍ اختر راولي

امين او بيا امين

د ساپي د پښتو څيړنو او پراختيا مرکز بنسټوال
الحاج امام الدين ساپى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ساپی صاحب مونږ تاسی او ستاسی نزدی خپأوانو او دوستانو ته د لوی اختر مبارکی وایو .
ډير وخت کیږی چه خبری می درسره نه دی کړی الله ج دی وکړی چه څه فارغ وخت تر لاسه کړو او د سکایپ د لیاری د زړه خوالی سره وکړو مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x