د حجاج بن یوسف الثقفي او د هغه د مېرمنې کیسه‎

لیکوال: شاکر مموزی

حجاج بن یوسف الثقفي له (هند) نومي ښځې سره ددې او د ددې د پلار له خوښې پرته په زور واده وکړ ، د دوۍ دواړو د واده له یوه کال تېرېدو څخه وروسته هند هندارې ته مخامخ کېنستله او دشعر دا دوه بیتونه یې له ځان سره زمزمه کول :

ﻭﻣﺎﻫﻨﺪ ﺇﻻ ﻣﻬﺮﺓ ﻋﺮﺑﻴﺔ ………….. ﺳﻠﻴﻠﺔ ﺃﻓﺮﺍﺱ ﺗﺤﻠﻠﻬﺎ ﺑﻐﻞ
ﻓﺈﻥ ﻭﻟﺪﺕ ﻣﻬﺮ ﻓﻠﻠﻪ ﺩﺭﻫﺎ .… ﻭ ﺇﻥ ﻭﻟﺪﺕ ﺑﻐﻞ ﻓﻘﺪ ﺟﺎﺀ ﺑﻪ ﺍﻟﺒﻐﻞ

هند نه ده مګر یوه عربي الاصله هوښیاره ښځه ده
د ځېرکو له ذات څخه ده چې کچر پرې مسلط دی

که هوښیار (زوی ) یې وزېږاوو نو د مور شېدې د یې شي
که کچر یې وزېږاوو نو (ګیله نشته) ځکه کچر ورته راغلی دی

حجاج بن یوسف دا شعرونه ځینې واورېدل او سخت ورته غصه شو ، خپل خدمتګار یې را وغوښت ورته ویې ویل (هند) ته ورشه او په دو تورو کې ورته ووایه چې (حجاج) طلاقه کړې ، که دریم توری د ور زیات کړی و نو ژبه به دې غوڅه کړم او دا شل زره دینار هم ورکړه ، خادم یې ورغی او دوه توري یې ورته وویل :

(ﻛﻨﺖِ .. ﻓﺒﻨﺖِ !!) وې اوس بېله شوې!!(مخکې یې مېرمن وې اوس یې طلاقه کړې).

خو هند تر خادم څخه ډېره ځیرکه وه او داسې یې ورته وویل :

(ﻛﻨﺎ ﻓﻤﺎ ﻓﺮﺣﻨﺎ … ﻓﺒﻨﺎ ﻓﻤﺎ ﺣﺰﻧﺎ !!)

موږ و خو سره خوښ نه و .. چې بېل شوو نو خپه نه یو .

(کله یې چې زه مېرمن او دی مې خاوند و نو نه و سره خوشحال اوس چې سره بېل شوو نو هیڅ خپه نه یو).
و دا راوړي شل زره دینار دې ته واخله دا ستا ددغه زیري د راوړلو زېری شو .

ویل کیږي چې له حجاج څخه له طلاق څخه وروسته هیچا دا جرأت نه شوی کولی چې له هند سره واده وکړي او دې هم له حجاج څخه کم سړی نه قبلاوه ، نو ځینې شاعران یې په پیسو تېر ایستل چې ستایله به یې او عبدالملک بن مروان پاچا ته یې ددې د ښایست صفتونه وکړل ، د پاچا خوښه شوه او د کوژدې لپاره یې زړه ورته ښه کړ ، په حجاز کې یې خپل یوه چارواکي ته لیک واستاو ه چې دنوموړې په هکله معلومات ورکړي هغه چارواکي یې په ځوابي لیک کې ورته ولیکل چې هیڅ عیب نشته پکې (همهغسې د ښو صفتونو څښتنه ده لکه تا چې اورېدلي دي).

کله یې چې د کوژدې اراده ورته وکړه نو نوموړې لیک ور واستاو او داسې یې ورته ولیکل :

په لوښی کې سپي څټلي دي !!

پاچا په ځواب کې ورته ولیکل:شپږ ځله یې په اوبو ووینځه او یو ځل یې په خاورو پاک کړه .

نوموړې ومنله خوعبدالملک بن مروان ته یې بل لیک ورواستاوه او ورته ویې لیکل:

خوښه مې ده خو په یوه شرط ..

هغه دا چې (د درودېدو په مهال به) زما له ځایه څخه زما د اوښ مهار له حجاج بن یوسف څخه پرته بل هیڅوک نه نیسي .

پاچا ومنله او حجاج بن یوسف ته یې د نوموړي کار امر وکړ .

حجاج بن یوسف د هند داوښ مهار نیولی و او اوښ یې روان کړی و دا مهال هند چې په قصد یې له لاس څخه یو دینار وغورځاوه ،حجاج ته یې غږ وکړ : اې ځوانه ! له ما څخه درهم وغورځېده دا خو بیرته را اوچت کړه او رایې کړه ، حجاج دینار راواخیست او ورته ویې ویل دا خو دینار دی درهم خو نه دی !

هند ورته وکتل او ورته ویې ویل شکر او ثنا هغه الله لره دی چې د درهم په ځای یې په دینار بدله کړم !!

حجاج بن یوسف پوه شو چې موخه یې دا ده چې له ما څخه یې له ښه سړي سره واده وشو ، خو غلی پاتې شو .

کله چې د عبدالملک بن مروان ځای ته ورسېدل نو حجاج بن یوسف د اسانو په جارګي کې ځان غلی کړ او ځنډمن شو تردې چې پاچا یو څوک پسې واستول چې راشي او د ولیمې(توی ، خوړې) ډوډۍ وخوري خو حجاج ورته وویل : مور داسې روزلی یم چې د نورو سړو پاتي شونې به نه خورم.

پاچا پوه شو ، او امر یې وکړ چې مېرمن یې یوې ماڼۍ ته ننوزي ، د هرمازدیګر له لمانځه څخه ورسته به ورته او کتله به یې خو ورنږدې کېده به نه .

مېرمن یې پوه شوه چې ولې نه ورنږدې کیږي نو یوه پلمه یې ورته جوړه کړه او خادم ته یې وویل چې پاچاته ووایه چې څه کار درسره لرم ، دپاچا له راتلو سره سم یې په قصد خپل د ملغلرو امېل وشلاوه ، لمن یې پورته کړه د ملغلرو په راټولو یې پیل وکړ ، کله چې پاچا ولیدله ښایست او ښکلا یې وپاراو ، پښېمان شو چې د حجاج دهغې خبرې په وجه ولې نه ورنږدې کېده !!

مېرمنې یې د ملغلرو د راټولو په مهال وویل : سبحان الله !!

پاچا ورته وویل څنګه د سبحان الله وویل؟

ــ دا ملغلرې الله تعالی د پاچاهانو د ښایست لپاره نه دي پیدا کړې ؟

ــ ولې نه .

ــ خو د الله تعالی یو حکمت هم دی پکې چې په دې ملغلرو کې له غجر (بد ذاتي خلکو ) څخه ماسوا بل څوک سوری نه شي کولی !!

پاچا یې په مطلب پوه شو، کلمه یې وویله اوورغبرګه یې کړه هو والله سم دې وویل!!

بیا یې ورته کړه چې الله د له هغه چا سره ښه ونه کړي چې تاته په درنږدې کېدلو یې ملامتولم له همدغې ورځې سره غاړه غړۍ شول !!

پایله یې دا شوه چې پخپله ځیرکتیا له ځیرک حجاج بن یوسف څخه بره وخته.

( ﺗﺮﺍﺙ ﻭ ﻓﺼﺎﺣﺔ ﻭ ﺑﻼﻏﺔ ﻋﺮﺑﻴﺔ).

avatar
5 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شېراز مټاخانی
میلمه
شېراز مټاخانی

ډېره خوندوره کیسه وه او ډېر خوند مې ځینې واخیست، ریښتیا چې ډېره هوښیاره مېرمن وه او په حجاج بن یوسف مې زړه ښه شو او خوند یې وکړو چې له دې ظالم سره خو یې ډېر ښه چل کړی دی.

حنيف
میلمه
حنيف

دغه جمله بايد تصحيح شي: حجاج دینار راواخیست او ورته ویې ویل دا خو درهم دی دینار خو نه دی !
بايد داسي وليكل شي: حجاج دینار راواخیست او ورته ویې ویل دا خو دينار دی درهم خو نه دی !

شاکر
میلمه
شاکر

محترمه باور وکړﺉ مخکې مې دغسې لیکلی و خو په ایمیل لېږلږ کې نه پوهېږم څنګه دا جمله راڅخه بدله شوه
خو بیا هم مدلول یې نه دی بدل کړی ، مفهوم یې همدغه دی د دواړو جملو ، او بل دا چې کوم ایات، حدیث او فقهي حکم هم نه دی چې تحت اللفظ د وژباړل شي ، مننه .

حنیف
میلمه
حنیف

شاکر صیب زه نه پوهیگم چی ته مدلول سه ته وایی؟ زما مطلب دمدلول (معنی) په بدلیدو کی دی چی مفهوم یی غلط راخیژی، دلته ددینار نه مطلب عبد الملک بن مروان دی اود درهم نه حجاج، هند چی دینار وغورزاوه او بیا یی دحجاج نه ددرهم دراخیستو غوشتنه وکره، نو حجاج ورته باید ووایی چی دا خو دینار دی تانه خو دینار وغورزیده نو ته سنگه درهم غواری، او دینار خو ددرهم نه قیمته وی، دینار دسرو زرو وی او درهم دسپینو زرو، نو پدی کار یی حجاج ته وروخوده چی ما نه درهم غورزیدلی تانه جدا شوی یم… نور لوستل »

Azizulla khalid
میلمه

دیره خوندوره او له پنده دکه کیسه وه دیره مننه

احمد
میلمه
احمد

ماشاءالله ډېره خوندره او له کماله ډکه کیسه وه او د نن ټکي اسیا نه ډېره مننه سی داسی شکلی کیسی او لیکنی راته کوی د شاکر نه هم مننه کوم

شاکر
میلمه
شاکر

محترم حنیف صاحب ستا له نظر او ښونې سره خو زه مخالف نه یم او په مخکې کمینټ کې مې هم درته ولیکل چې باور وکړه مخکې مې دغسې لیکلې وه خو په ایمیل لېږلو کې څه ستونځه راته پېښه شوې وه یوه بله لیکنه مې هم سایټ ته درۍ وارې ورلېږلې وه خو غلطه کاپي پیسټ شوې وه او د نن ټکي اسیا کارکونکي د ښاد اوسې او ایمیل یې راوستاوه چې لیکنه د ګډه وډه ده او کوښش وکړه سمه یې کړه بیا یې راواستوه ، که باور مو نه کیږي د سایټ له ایمیل خلاصونکي پوښتنه وکړه… نور لوستل »