افغانستان

د امريکا ضد مظاهره او لنډ لاريون – کابل

کابل: نن سهار د جمعيت اصلاح له خوا څخه  په امريکا کې رسول الله ص ته د توهين اميزه فيلم د خپرواي پرضد د ميرويس ميدان په  سيمه کي د هوايې سړک پرسر يوه منظمه او سمبوليکه مظاهره او لنډ لاريون وشو. په مظاهره کي په سلګونو خلکو د مختلفو ولايتونو څخه برخه اخستی وه، د بدخشان، سمنګان، کندز، مزار، هرات، ننګرهار، لغمان، کونړ، هلمند، کندهار، پکتيا، غزني، خوست، ميدان وردګ، کندز، پنجشير، کاپيسا او نورو ولايتونو متنفذينو د جمعيت اصلاح د غړو سره يوځای په دغه منظمه او سمبوليکه مظاهره کي ګډون کړی وو، په مظاهره کي د هيواد وتلو شيخ الحديثانو ګډون درلود او د امريکا دغه عمل يې وغاندی، دا ډول د جمعيت اصلاح ټولو مشرانو هم په دغه مظاهره کي ګرمي ته ولاړ او ګډون يې کړی وو،

ځينو نورو په هيواد مينو کسانو هم شتون درلود، چي د امريکا څخه ميلمه راغلي سياسي څيره محترم عبدالقدير مومند هم ګډون درلود، په ويناوو کې ددغسي کړنو مخنيوي وغوښتل شو او دا رنګه د امريکا شتون په افغانستان کي نه غوښتل شعارونه ورکول کيدل، د جمعيت اصلاح د مرکزي شوری مشر محترم نويدي صاحب وويل چي جمعيت اصلاح روان کال د محمد ص په نوم نوموي، او دارنګه يې د کابل اداري او پارلمان څخه هم وغوښتل چي روان کال د محمد ص په نوم ونوموي.

فخري صاحب د جمعيت اصلاح رئيس بيا اعلان وکړ چي په روان کال کي به د محمد ص څخه ددفاع تر سرليک لاندي علمی او د جوايزو لرونکی مسابقه په کار اچوي، ترڅو هرهغه څوک چي د محمد ص په اړه ښه وينا، ښه معلومات، ښه مقاله، ښه نثر او ښه شعر ولري هغوی ته به جوايز وويشي.

مظاهره د جمعيت اصلاح له خوا څخه د شپږو مادو لرونکي پريکړه ليک په ويلو سره پاي ته ورسيده او دعاوشوه.

دهوايې پله څخه د شاداب ظفرتربلاکونو منظم او سمبوليک لاريون وشو.

د جمعيت اصلاح د مرکزي شوری غړي دکتورفضل الهادي وزين وويل چي په کابل کي اوس ورځو کی امنيتي حالات د ډاډ وړ نه دي ، نو ځکه موږ دغه مظاهره او لاريون سمبوليک ونيو ترڅو خپل ږغ او له محمد ص سره مينه او له هغه نه دفاع  د خلکو ترغوږونو ورسوو، هغه وويل چی موږ په شمار او وتلي بانفوذه کسان خبرکړی وو چي له هر ولايت څخه نماينده ګي وکړي، او په کابل کي د ناسم امنيت او د کومي خونړۍ پيښي د مخنيوي له امله مو خپل زرګونه پلويان پري نه ښودل چي ګډون وکړي، يواځي دغه نني مظاهره او لاريون مو سمبوليک ډول درلود، او موږ به انشاءالله په علمي ډګر کي عملا هم ثابته کړو چي سږ کال له د سيرت اړوند ډير کتابونه چاپ او نشرات به ولرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x