makkah11

د حج مناسک په ژوندۍ بڼه

سږ کال تر ۲ ملیونو زیات مسلمانان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د حج فریضې د اداء کولو لپاره مکې مکرمې ته تللي.

حاجیانو د حج مناسک د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اقتداء د سه شنبې په ورځ «منی» ته په تللو پیل کړل او شپه به په منی کې تېروي. حاجیان به د عرفې په ورځ (چهار شنبه) د لمر ختو نه وروسته د عرفات پر لور روانیږي او تر ماښامه به د عرفات په غونډۍ دریږي.

د عرفې په ماښام به حاجیان د مزدلفې پر لور روانیږي، هلته به د اختر ورځې تر لمر ختو پورې له دعاګانو، اذکارو او عباداتو سره تم کیږي. بیا به بیرته د منی پر لور حرکت کوي او هلته به جمرات ولي. له جمراتو ویشتلو وروسته قرباني او سرونه خریيي او د بیت الله شریف زیات، طواف، د صفا او مروه ترمینځ سعې نه وروسته به بیرته ځانونه منی ته رسوي.

د اختر په دوهمه او دریمه ورځ به په منی کې په ترتیب سره جمرات ولي، او بيرته به بيت الله شريف ته د وداعي طواف لپاره وروګرځي او په دې توګه به د حج مناسک بشپړ شي.

نن ټکی اسیا د خپلو لوستونکو لپاره د حج مناسک په ژوندۍ ویډیويي بڼه خپروي، په دې هیله چې د ټولو مسلمانانو حجونه او عبادات د الله جل جلاله په دربار کې قبول وګرځي.

د سعودي لومړی تلویزون:

مکه مکرمه په ژوندۍ بڼه:

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د