افغانستان

نیمروز: طالبانو ۳ نور غله هم ووژل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تله ۱مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د هغو غلو له ډلې څخه ۳ تنه نور هم وژلي چې څو ورځې وړاندې د دوی له کمین څخه تښتېدلي وو.

د تېرې یکشنبې په ورځ طالبانو د غلو یوې ګڼ کسیزې ډلې د نیولو په موخه په یادې ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې ۶ تنه غله ووژل او نور په تښتېته بریالي شول. طالبان وايي چې د تښتېدلو غلو له ډلې څخه یې ۳ تنه نور هم وژلي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دغه غله تېره ورځ سهار ۹ بجې له نیم ساعته جګړې وروسته وژل شوي او ۲ میله کلاشینکوفونه یې طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

د راپورونو پر اساس د غلو یادې ډلې د نیمروز او ایران ترمینځ په غځیدلې لار مسافر شکول او د وسلو په زور به یې ترې مالونه اخیستل.

وړاندې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي و چې له غلو څخه یې ۲ ډاټسن موټر او ګڼ غلا شوي توکي نیولي دي، چې په وینا یې، هڅه کوي چې نیول شوي سامانونه بیرته خپلو څښتنانو ته وروسپاري.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په خپلو تر واک لاندې سیمو کې د غلو او اختطافګرو پر وړاندې ګام اوچتوي، تر دې مخکې هم طالبانو د هیواد په ګوټ-ګوټ کې غله، سړي تښتوونکي او قاتلین نیولي او بیا یې په عام محضر کې په سزا رسولي.

د تېر جولای میاشت په وروستیو کې طالبانو د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې ۶ تنه سړي تښتوونکي ونیول او د هغوی له منګولو یې ۲ تنه اختطاف شوي ماشومان وژغورل. طالبانو هغه مهال ویلي و چې له اختطافګرو سره یې دوه میله کلاشنکوفونه او د دولت لخوا د وسلو ګرزولو جوازنامې هم نیولي دي.

وړاندې یو شمیر لویدیځو رسنیو د ترسره کړو احصائیو او څیړنیو پر بنسټ راپور ورکړی و چې د امنیت او په قضايي محاکمو کې د شفافیت له کبله ډیر افغانان دې ته ترجیح ورکوي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند وکړي.

ویل کیږي چې د هیواد په ډیرو سیمو کې د نورو وسلوالو غلو ترڅنګ اربکیان او پولیس هم د خلکو په شکولو، غلاوو او اختطاف کې لاس لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x