افغانستاننړۍ

کوټه: پولیسو ۴۰ افغانان نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې۱، ۱۳۹۴ل): د پاکستان پولیس او امنیتي ځواکونو د لوی اختر څخه یوه ورځ وړاندې په کوټه ښار کې ۴۰ افغانان نیولي دي.

پاکستاني امنیتي چارواکي وايي چې دغه «شکمن افغانان» يې د پاکستان هوايي ځواکونو اړوند خالد هوايي اډې شاوخوا سیمو څخه نیولي دي.

خو ځايي خلک بیا دا ردوي او په وینا یې پاکستاني پولیس ډیری وخت نیول شوو افغان مهاجرینو ته د «شکمن» نوم ورکوي څو نیول یې قانونا صحیح وښيي.

پولیسو ویلي چې نیول شوي افغانان په دغه سیمه کې ناقانونه اوسېدل او تر نیولو وروسته یې د څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارلي دي.

تر دې دمه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د اختر څخه یو ورځ وړاندې د افغانانو په نیولو غبرګون نه دی ښودلی.

دغه افغانان په داسې حال کې نیول کیږي چې تېره ورځ پاکستاني طالبانو د پېښور په بډه بېره سیمه کې د پاکستان هوايي ځواکونو په یوې اډې برید وکړ چې په ترڅ کې د ۲۹ د هوايي ځواک اړوند نظامیان ووژل شو.

پاکستاني طالبانو د وژل شوو عسکرو شمېر تر دې څو چنده زیات ښودلی دی.

پاکستان تر دغه برید وروسته ادعا وکړله چې د برید پلان، کنترول او اجرا د افغانستان څخه شوې وه. پاکستان ویل چې د بډې بېرې د برید په اړه به افغانستان ته اسناد وړاندې کړي ځکه د پېښور پر بډه بیري هوايي اډې برید په اړه د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې حمله کوونکو له افغانستان سره ټیلفوني اړیکې لرلې.

افغانستان د بډې بېرې د برید په اړه د پاکستان ادعاوې رد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x