افغانستان

ناټو د طالبانو په توغندیز برید کې د یو عسکر وژل ومنل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۱، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي چې د طالبانو په یوه برید کې يې یو عسکر وژل شوی دی.

د ناټو د پرېکنده ملاتړ نوي مطبوعاتي ماموریت دفتر خبرپاڼه وايي چې دغه عسکر تېره ورځ د بګرام هوايي اډې کې ووژل شو.

ناټو د وژل شوي عسکر هویت نه دی څرګند کړی خو د بګرام په هوايي اډه کې ډیری امریکايي ځواکونه مېشت دي.

طالبانو هم پرون د بګرام په هوايي اډې د مزایلو د ویشتلو خبر ورکړی و. دوی ویلي وو چې مزایل يې ماښام مهال په دغه اډې په لوري وتوغول چې په منځ کې يې ولګېدل.

طالبانو په دغه برید کې بهرنیو ځواکونو ته د ور اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

ویل کیږي چې دوه ورځې وړاندې هم یو بهرنی عسکر په بګرام هوايي اډه کې په یوې پېښه کې وژل شوی و. ناټو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x