نظــر

مسخه شوی جهادی څیری

loyajirga2011 1په سترګو کښی د خاورو اچولو می اوریدلی وه خو دومره سپین سترګی می نه وه لیدلی چی په خلاصو سترګو او په رڼا ورځ د رښتیاوو په ځای درواغ ویل کیږی او تاریخونه مسخه شی لکه  دا نن سبا چی خلک د تلویزونو په پردو ښکاری او د دیرش ملیونه هیوادوالو په وړاندی هغه څه وایی چی  دوی ته خوند ورکوی او غواړی حقیقتونه په یو مخ سرچپه وښایی.

همداسی څه دا یوه اونئ د افغانستان له تلویزونی کانالونو نه وینو چی د تیر جهاد څو مسخه شوی څیری د هاغو کسانو د تاریخ سرچپه کیسی بیانوی چی د هغوی د خپلمنځی جګړو او چپاول بوګنوونکی داستانونه زمونږ د مظلوم ولس په ماغذو کښی لا هماغسی تاویږی.

زه دیته بیخی هک پک یم چی ایا داسی هم کیدای شی چی د دومره اوږدی غمیزی هغه لوبغاړی چی دا هرڅه د هغوی د قدرت د لیونئ مینی نه ځار شول بیا به هم داسی څوک پیدا شی چی دداسی کسانو مړو ته د ( شهادت ) افتخار ور وبښی؟

او دیته هم حیران یم چی ایا داسی سرونه هم په تنو بار دی چی د ملت وینه څښونکی قاتلان او هغوی چی زمونږ د مقدس جهاد ارمانونه یی د چوکئ په سر له خاورو لاندی کړل او د مسلمانانو په ازارولو کښی یی چنګیز هم شاته پریښود نن هماغه خلک د قهرمانانو په نوم یادوی او د هغوی اعمالو ته جهاد ویل کیږی !

ایا د جهاد تعریف به همداسی وی چی د مسلمانانو په خلاف دی وسله راواخیستل شی او د خپل مسلمان ورور وینه دی توی شی ؟

ایا جهاد همدی ته ویل کیږی چی د کفارو سره کلونه کلونه اوربند وشی او د هغوی کاروانونه د معاملی په توګه راپریښودل شی او چی کله د مسلمان سره په جګړه بوخت شی بیا نو اوربند ته هیڅ احترام ونشی؟

ایا جهاد همدی ته ویل کیږی چی د پرچم ګوند سره یو ځای د خپل مسلمان سره د قدرت په سره وجنګیږی ؟

ایا جهاد همدی ته ویل کیږی چی د مظلومو کابل ښاریانو کورونه وران او وینی یی تویی شی ؟

ایا همدا به جهاد وی چی د خپل ولس په خلاف د تاجکستان کولاب فوځی اډی نه کار واخیستل شی او د شوروی خلاف جګړه له یاده وباسی او ټیټي سترګی خپل تاریخ بدنام کړای شی ؟ هغه هم د خپل مسلمان په خلاف د جګړی په خاطر

ایا همدا به جهاد وی چی د دوستم د خونخوارو ملیشو او وحدت ګوند بی رحمو درنده ګانو چی د مسلمانانو په سرونو د میخونو ټکوهل یی دنده وه یو ځای خپل هیوادوال وځپی ؟

نه پوهیږو دا د کوم دین او کوم مذهب اصطلاحات  دی !

که چیری د اسلام د مقدس دین تعریف وی نو بیا خو بیخی سرچپه ښکاری ځکه چی اسلام کی د جهاد معنی د کفارو په وړاندی د الله تعالی د کلیمی د اوچت والی لپاره د توری یا وسلی اوچتول دی او یا هم د هغو خلکو په وړاندی چی په ځمکه کښی فساد خپروی او له اسلام نه یی مخ اړولئ وی او مسلمانان ورڅخه تکلیف وی او هغه هم ځانته شرطونه لری

نه پوهیږو چی دغه مسخه شوی څیری یا خو یی عقلونه له کاره لویدلی او یا خو نورو ته داسی فکر کوی چی ګواکی د وخت په تیرویدو به دا هرڅه د خلکو له ذهن نه وتلی وی

ایا د ناهید شهید سوی کړیکی به زمونږ د ولس له یاده ووځی ؟

ایا د هغو مورګانو اهونه چی د بچیانو سورئ سینی او په وینو لت پت به ورته پراته ول د چا له یاده ووځی کوم چی ددی قهرمانانو په جګړو کی د راکټونو ښکار کیدل

ایا هغه تنکی ماشومان چی د لوبو په حال کی ددوی د ړندو مرمیو خوراک شول د چا له یاده ووځی ؟

ایا هغه جادی او تاریخی ځایونه چی ددی جګړه مارو د بمبار او راکټونو له لاسه تراوسه ورانی پرتی دی د چا له یاده ووځی ؟

هیڅکه هم نه او دا هرڅه لکه د نن په شان زمونږ په سترګو کښی ګرځی او هغه ویره نن هم زمونږ په سترګو  کښی ده چی ددی ظالمانو د قدرت طلبئ په خاطر د افغانستان په اسمان خپره وه

بیا څنګه او په کوم منطق دداسی کسانو هفتی او ورځی ولمانځل شی ؟

ایا دا به د جهاد او شهادت له سپیڅلی نوم سره جفا نه وی چی داسی کسان یی بی ځایه او ان د هاغه چا لپاره چی جهاد یی بدنام کړ استعمال شی؟

نن ګورو چی په ډیره سپین سترګئ د سیاف ، وقاد، خلیلی او نورو په شان خلک ځانونو ته مجاهدین وایی او هاغه چی د ولس په وینو یی لاسونه تر څنګلو سره وه او د خارجی یرغلګر په ملګرتیا او چوپړ کښی یی سرونه بایلل هغوی ته شهیدان وایی

یو یی د شهیدانو سالار بل یی د سولی شهید بل یی د ملت شهید  او داسی ورته لوی لوی القاب استعمالوی چی سړئ ورته بیخی حیران پاتی کیږی

شهید خو هغه چاته ویل کیږی چی د الله تعالی د رضا لپاره له ځان نه تیرشی او د کفارو په وړاندی په جګړه کي خپل ژوند د لاسه ورکړی

ایا مسعود د الله دپاره وژل شوئ که د قدرت په سر د مسلمانانو په خلاف جګړه کی یی خپل ژوند ختم کړئ ؟

ایا ربانی د جهاد په صف کی وژل شوئ که د کفارو یرغلګرو د سولی ( تسلیمئ ) د پروسی په مشرتابه کی وژل شوئ ؟

او نور ټول هغه کسان چی تاسی ورته  دا القاب ورکوئ د امریکایی یرغل د ملګرتیا په اساس وژل شوی

تر ټولو خو لا عجیبه داده چی دا خبری او لورینی په داسی حال کښی کوی چی شا او خوا یی خارجی یرغلګر تا راتاوو دی او کومو غونډو ته چی راځی د هماغه خارجیانو له مرکزو نو راتیریږی خو خدای جل جلاله یی سترګی داسی ورټپی کړی چی هغه ورته بیخی متجاوزین او تیری کوونکی نه ښکاری

کله کله ماته د شوروی فوځونو د وتو وروسته د داکتر نجیب حال راپه زړه شی په هغه وخت کښی چی شورویان له افغانستان نه ووتل نو نجیب څو واری د سولی او پخلاینی پروسه مخی ته کړه او یل به یی چی راځی خپلو کی سره جوړه وکړو!

خو مقابل خواته همدا جهاد وهلی او د بیت الله قسم وهلی سیاف ، ربانی او امثالو یی دا بیخی له اسلام نه وتل ګڼل او نجیب خولا په ځای پریږده چی د ظاهرشاه سره یی هم ګډ حکومت کفر ګڼه

نن هماغه بی لاری او منحرف جهادی مشران ګورو چی په هره کاسه ناست او د کافر. مرتد ، خلقی ، پرچمی . افغان ملتی ، غربی او شرقی تر ډب لاندی دی او په هیڅ هم صرفه نه کوی او د ذلت تر وروستی حده رسیدلی ایا له دی به ورته د نجیب سره ګډ کفر ډیر ابرومند نه وه ؟

کوم کار مو چی اوس وکړ که دامو شل کاله وړاندی کړای وئ نو کم تر کمه هیواد خو به په دی حال ته وه او نه به موولس دومره بدی ورځی لیدلی

ستاسو خو هغه وخت هم کار جوړ وه او اوس مو هم کار جوړ ده خو افسوس د ولس په حال چی هره ورځ له یوه نوی ازمیښت سره مخ کیږی

ستاسو جهاد خو هماغه وخت هم په دفترونو او موټرو کښی روان وه کوم وخت چی د افغان ولس بچیانود شوروی ګولیو ته ټټر نیولئ وه

د پیښور په مهمان خانو او خارجی سفرونو کښی مو د جهاد خوندونه ډیر واخیستل ځکه خو د شهیدد کورنئ  او یتیم له حاله ناخبر پاتی شوئ

هغه شهیدان مو  له یاده وویستل چی د شوروی په وړاندی یی خپل سرونه قربان کړل او تاسی یی د سرونو په زینو د شهرت تر بامه وخیژولئ

او دا هم باید وویل شی چی تاسو همداسی نازوانه یاست که سبا مو د بل چا خوا ونیوله نو بیا به دا ورځ هم درنه هیره وی او بیا به نوری بابولای وایاست او دا ځکه چی :

هغه څوک چی د مفکوری او عقیدی  لپاره کار نه کوی او هدف یی ځان واک ته رسول وی  هغه همداسی لاری بدلوی پرون د شوروی خلاف جګړه مقدس جهاد وه او د نجیب حګومت ګوډاګئ او ملتیا یی کفر وه خو نن د امریکا خلاف جنګ د الله او رسول سره جګړه بولئ  او د کرزي اداری ته د اسلامی خلافت درجه ورکوئ

له دینه معلومه شوه چی تاسی د نورو په واک کښی یاست او د خولو واګی مو د بل په لاس کی دی چی څه یی خوښه شی ستاسی په خوله یی وایی

خپله مو حیثیت له لاسه ورکړئ فتواګانی او د القابو ویش مو اعتبار نه لری او د الله تعالی د عذاب په انتظار اوسئ چی ستاسو د اعمالو په بدل کښی به په کوم عذاب اخته کیږئ او کله به دا ولس ستاسو له ناپاکو جسدونو نه بی غمه کیږی

ع . س ( کابلوال )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x