نړۍ

سوریه : حکومتي وحشیانه بمبار ۵۴ ملکي خلک ووژل

Photo

له سوریې څخه ورکول شوي راپورونه وایي چې دپنجشنبېپه  ورځ  یوځل بیا دبشارالاسد دحکومت په وحشیانه بمباریو کې ملکي وګړو ته درنه  مرګ ژوبله اوښتې .

دراپورونو له مخې  دسوریې په شمال کې په الرقه  ایالت کې دپنجشنبې په ورځ یوې الوتکې  دتیلو په  پمپ باندې بم وغورځاوو چې په نتیجه کې یې  ۵۴  ملکي خلک ووژل شول او همدومره نور ټپیان شول .

عیني شاهدان وایي دموټریو لوی  کتار دتېلو اخیستلو ته انتظار وو چې هوایي برید ورباندې وشو .

له بلې خوا همدانن  دمشق ته نږدې یوه حکومتي چورلکه هم رانسکوره شوې ده ، دیادونې وړ ده چې څه موده وړاندې هم دسوریې مخالفوجنګیالیو یوه حکومتي   چورلکه راغورځولې وه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x