خبرونهنړۍ

اسلام اباد: امنیتي ځواکونو د لال جومات د پخواني مشر زوی نیولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې خبر ورکړی چې د پلازمېنې اسلام اباد پولیسو د لال جومات د مشهور خطیب، عبدالرشید غازي دوه زامن د پلازمېنې له F-6 سیمې څخه نیولي دي.

عبدالرشید غازي، د لال جومات د اوسني خطیب، عبدالعزیز غازي کشر ورور و، چې په ۲۰۰۷م کال کې د پاکستان د نظامي مشر، جنرال مشرف په امر د لال جومات پر ضد عملیاتو په ترڅ کې له خپلې مور سره ووژل شو. د لال جومات په پېښه کې سلګونه زده کوونکي او زده کوونکې ووژل شول.

د راپورونو له مخې، هارون رشید او حارث رشید له خپل شخصي ساتونکي سره په سفر وو چې د پولیسو له لورې يې موټر درول شوی او دوی نیول شوي دي.

امنیتي ځواکونو تور پورې کړی چې له دوی سره یې وسلې او نظامي یونیفورم هم نیولي دي. تورن د پولیسو له خوا کوهسار امنیتي حوزې ته د نورو څېړنو او پوښتنو لپاره لېږدول شوي دي.

د عبدالرشید غازي مشر زوی، هارون رشید د پاکستان په ستره محکمه کې د پخواني نظامي مشر، جنرال مشرف پر ضد د خپل پلار او نیا په وژنو کې د ده د لاس لرلو له امله قضیه پر مخ وړي. په ۲۰۱۳م کال کې د پاکستان پولیسو د هارون رشید عریضه ثبت کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بشیراحمد

اسلام علیکم تشکر ازبکها خبری نن. آسیا که اخبار ومطالب مفید وارزنده رانشرمینمایند

بشیراحمد

عید عید ال‌ضحی رابه همه کارکنان شبکه خبری نن. آسیا تبریک میگویم درضمن تشکری از اینکه اخبار ومطالب ارزنده رابنشر میگذارید
والسلام

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x