نړۍ

داسلامي نړۍ خطیبان : مسلمانان دې دشعارونو په ځای په خپل دین عملي غیرت وکړي

 

نن جمعه  په داسې حال کې چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دامریکا ، فرانسې او نورو لویديځو هیوادونو داسلام ضد کړنو به خلاف مظاهرې روانې وې ،  دمصر دمشهورې دیني ادارې  أزهر شریف  خطیب دنړۍ په مسلمانانو غږ وکړ ، چې که رښتیا  په خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم  غیرت کوي ، نو دشعارونو او غالمغال له ډګره دې دعمل میدان ته راوړاندې شي .

دجامع ازهر خطیب السید متولي وویل : موږ باید په مؤثرو لارو غور وکړو ، یوازې په مظاهرو څه نه کیږي ، بلکې داسې لارې چارې وسنجول شي  ، چې دداسې کرغیړنو اعمالو دتکرار مخه ونیسي .

دمصر دیوبل  مشهور جامع  ( المنتصر )  خطیب بیا وویل ، چې مسلمانان باید  د کفارو ددې کړنو په مقابل کې دری  مهم کارونه ترسره کړي  (  په قرآن او سنت دې  عمل وکړي ، دهغو هیوادونو چې اسلام ته په کې سپکاوی شوی دی  له مصنوعاتو سره دي  پریکون وکړي ، او داسلامي نړۍ دخودکفایي لپاره دې  ټولې ممکنې هڅې په کار واچوي )

همدې خطیب  وویل چې مسلمان حاکمان دې  نور دبي غیرتۍ له خوبه راویښ شي او لږ دې له  همته کار واخلي ترڅو دداسې اعمالو مخه ونیول شي ، ده وویل  دعثماني خلیفه سلطان عبدالحمید الثاني په وخت کې فرانسې  داسلام پیغمبر ته همداسې  دسپکاوي کولو  اراده درلوده ، خو سلطان عبدالحمید اخطار ورکړ ، چې دفرانسې ددې عمل په مقابلې کې به فرانسې ته دجګړې اعلان وکړي ، چې دهمدې اخطار له امله هغه وخت فرانسه له دې عمل څخه لاس په سر شوه .

دمصر او اسلامي نړۍ په لراوبر کې نورو  خطیبانو هم نن دجمعې په ورځ له مسلمانانو غوښتي چې داسلام  پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته  دسپکاوي  کوونکو هیوادونو له  مصنوعاتو او هرډول تړاو څخه دې  پریکون وکړي ، خطیبانو په خپلو ویناوو کې درسول الله صلی الله علیه وسلم محبت  دایمان جزء وباله  او په دې حدیث یې استناد وکړه، ( لایؤمن احدکم حتی أکون احب الیه من  والده  وولده  والناس اجمعین  )  ترهغو به کامل مؤمنان نه شئ چې زه درته له خپل ځان ، مور او پلار ، زوی  او ټولو خلکو محبوب نه شم  ) علماء کرامو وویل چې  که څوک دچا شخصي سپکاوي وکړی ، نو له هغه سره له هرډول همکارۍ او تعلق ساتلو  پریکون کوي ، مګر نن امریکا زموږ دپيغمبر اهانت کړی ، چې باید مسلمانان ورسره دخپل ایمان  دبشپړ ساتلو په خاطر هراړخیز پریکون وکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x