حاجیان د جمراتو ویشتلو پر مهال

منی: د ټېل ماټېل له کبله ۲۲۰ حاجیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان د ولسي دفاع ادارې ویلي چې د مکې مکرمې په «منی» سیمه کې د جمراتو ویشتلو پر مهال د زیاتې ګڼې ګوڼې او ټېل ماټېل له امله ۲۲۰حاجیان وژل شوي او ۴۵۰ ژوبل دي.

نوموړې اداره زیاتوي چې روغتیايي ډلې سیمې ته رسیدلي او د متضررو حاجیانو په مرستې لاس په کار شوي او ټپي حاجیان نږدې روغتیايي مرکزونو ته لیږدوي.

د «محمد» په نامه یو حاجي سیمه ایزو رسنیو ته د پیښې په اړه ویلي: «د حاجیانو بهیر د جمراتو پر لور روان و، ګورم چې مخکې لار بنده ده، څو شیبې پس له شا نه د حاجیانو تازه دمې جوپې راورسېدې او سخت ټېل ماټېل رامینځته شو، ښځو په لوړ اواز چیغې وهلې او سپین ږیري پر ځمکه راپرېوتل».

د ولسي دفاع ادارې چارواکي وايي چې تراوسه یې د ۲۲۰ حاجیانو مړي له ګڼې ګوڼې څخه را ایستلي دي، چې ډیری یې ښځې او سپین ږیري دي.

نن د اختر په لومړۍ ورځ لکونه حاجیان د جمرة العقبې د ویشتلو په موخه له بیت الله شریف څخه «منی» ته روان دي.

تر اوسه د مړو او ژوبلو حاجیانو هویت نه دی اعلان شوی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خاکسار فاریابی
میلمه
خاکسار فاریابی

انالله و انا الیه راجعون