ټولنیزه برخه

حقیقي اختر!

زرخان احمدزئ

الله تعالی د مسلمان ملت لپاره ددوه عظیمو فریضو څخه وروسته دوه د خوشحالي ورځې ورکړي دي چۍ هغه د کوچني او لوی اختر ورځې دي.

دا هغه ورځې دي چي د الله تعالی د خپل فضل او کرم له وجې څخه مونږ ته راکړل شوي دي . نو دا د مسلمانانو لپاره صرف د خوشحالي ورځې نه، بلکې د الله تعالی د تکبیر او تحلیل دوه خاصې ورځې دي ، نو باید چي په دې ورځو کې د عبادت څخه رخصتي نه بلکې زیاتوالئ په کې راولو، او دا اضافه والئ هم په دې شکل لکه څرنګه چي مونږ په دې ورځ کې د خوراکونو په قسمونو کې زیاتوالئ راولو یعنې رنګا رنګ خوراکونه پخوو ، نو همدارنګه عبادت هم د روح غذا ده ، نو باید د عامو ورځو په نسبت په عبادت کې زیاتوالئ راولو، نو الله تعالی ځکه په همدې ورځ د اختر لمونځ واجب ګرځولئ.

حقیقي اختر د چا لپاره؟

۱:[لیس العید لمن لبس الجدید اٍنما العید لمن آمن من الوعید] حقیقي اختر د هغه چا لپاره نه ده کوم چي صرف نوې جامې واغوندي ، بلکې حقیقي اختر د هغه چا له پاره ده کوم چي په امن کې وي د الله د وعیدونو، یعنې د منکراتو او ګناهونو څخه ځان وساتي او خپل الله راضي کړي.

ددې بر خلاف که چیري ګناهونه په همغه ډول تر سره کوي او صرف په ظاهرۍ ډول نوي کالي واغوندي او د اختر خوشحالي کې ځان شریک کړي ، خو ده ته هغه حقیقي خوشحالي نه په نصیب کیږي.

۲:[لیس العید لمن تبخر بالعود انماالعید للتائب الذي لا یعود]

اصل اختر د هغه چا لپاره نه ده کوم چي خالص خوشبویی ولګوي، بلکې حقیقي اختر د هغه توبه کوونکي لپاره ده ، کوم چي دا عزم وکړي چي دئ به چي پس له دې څخه به ګناه نه کوي ، یعنې توبه یې حقیقي توبه وي ، نو کله چي په حقیقي ډول توبه وکړي د اختر له ټولو خوشحالیو څخه به برخمن شي.

نو مونږ او تاسې ته لازمه ده چي په دې ورځ د الله تعالی فرایض په صحي توګه تر سره کړو، په چا چي قرباني واجب وي هغه قرباني وکړي، او همدارنګه د خبلو بیوزله مسلمانانو مرسته وکړو او د اختر په خوشحالیو ګې یې له ځان سره راشریک کړو.

بل دا چي په دې ورځ کې اکثره ځوانان د اختر په خوشحالي وي ، نو د ګناهونو کوم خاص اهتمام نه کوي او حتی د اختر لمونځ هم ترې پاتې وي ، باید چي کوشش وکړو چي هغوي له دغسې کړنو څخه راوګرزوو، تر ځو پورې وکولئ شي د اختر د ريښتینې خوشحالي څخه خوند واخلي،

دا چي اختر هم په داسې وخت کې راغئ ، چي که مونږ وګورو اسلامي هیوادونه [افغانستان ،عراق ، سوریه او داسې نور…..] د کفارو تر اشغال لاندې دي او په خپلو ځایونو کې اوسیدل یې هم پرې سور اور ګرزولي ، او هره ورځ مونږ ګورو چي په سلګونوځوانان، ماشومان ، ښځې او سپین ګیري په شهادت رسول کیږي ، مګر هیڅوګ هم د هغوي د پوښتنې نشته ، نو د اختر په دې مبارکه ورځ کې هغوي په خپلو دعاګانو یاد کړو ، او په اخر کې خپل هیواد افغانستان ته دعا وکړو چي الله تعالی په کې امن راولي .

په آخر کې ټولو وروڼو ته د اختر مبارکي وایم.

عید سعید ، کل عامٍ و انتم بخیر.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x