دیني، سیرت او تاریخ

اسلام په نیوزیلنډ کي

علی الله متوکل الرحمن

د شلمي پیړی په شروع کي بیا د همدي پیړی تر شپږمي لسیزي پوري د ګوتو په شمار څو مسلمانان د نیوزیلنډ هیواد ته د جنوبي اسیا او ختیځي اروپا څخه را مهاجر سول، په ۱۹۵۹ میلادي کال کي لمړی اسلامي مرکز جوړ سو (اوس الحمدالله زیات مسجدونه او اسلامي مرکزونه شتون لري) او تر دي را وروسته د ۱۹۷۰ او ۱۹۹۰ کلنو په منځ کي د هغه مناطقو څخه چي حالات خراب او جنګونه شروع وه نورو مسلمانانو هم د نیوزیلنډ پر خوا کوچ را وکړ. ددي هیواد زیاتره مسلمانان اهل سنت دي په داسي حال کي چي یو څه اندازه اهل تشیع هم سته.

و نیوزیلنډ هیواد ته د لمړي ځل لپاره یوي مسلماني هندي کورنی د ګوجرات څخه هجرت وکړ او کله چي د اورپا څخه څو نور مسلمانان هم ور ورسیدل نو يي په ګډه سره د اسلام لپاره مټي را ونغښتي، کور یي رانیوی او هغه یي په ۱۹۵۹ میلادي کي په یو اسلامي مرکز بدل کړ. خو تر دي وړاندي د نیو زیلنډ د مسلمانانو اتحادیي NZMA ((New Zealand Muslim association شتون درلودی. چي دا هر څه په دي هیواد کي د اسلام یو عظیمه پیلامه سول او د مسلمانانو نفوس نور پر زیاتیدو سو او د لار ورکو خلکو لپاره دا یو ښه موقع سول تر څو و حق دین او روښانه لاري ته غاړه کښیږدي.

په ۱۹۷۹ کال کي د مظهر کراسنیګي لخوا د نیوزیلنډ هیواد د اسلامي ټولنو لپاره یو ټلواله FIANZ (Federation of Islamic Associations of New Zealand) جوړه سوه. چي د اسلام د خذمت لپاره يوه لویه اداره وه او په ۲۰۰۲ میلادي کال کي مظهر د ملکي د خذمتونو جایزه هم تر لاسه کړه.

ددي هیواد د مسلمانانو نفوس د شلمي پیړی په اواخرو کي نور هم زیات سو؛ کله چي په ایران، پاکستان، افغانستان، بوسنیا، عراق، کوسوا او سومالیا کي اقتصادي او سیاسي اوضاع خرابه سوه نو ددي هیوادو غمځپلي وګړي نیوزیلنډ ته راغله.

په دي هیواد کي د رومن کاتولیک، انجلیکان، هندویزم او بودایزم د پیروانو تر څنګ اوس ۲٪ مسلمانان هم شتون لري چي ورځ تر بلي دا فیصدي پورته کیږي، پاته دي نه وي چي ددي هیواد ۴۱٪ وګړي بي دینه (لا مذهبه) دي. په نیوزیلنډ هیواد کي یوازنۍ دین اسلام دی چي په ډیر سرعت سره پرمختګ کوي ځکه ډیر لږ کلنو وړاندي په دي هیواد کي مسلمانان د نشت سره برابر وه. اوس الحمدالله دوه لوی اسلامي مرکزونه؛ المدینه او د ښځو لپاره زاهد کالج وجود لري چي د مسلمانانو مشکلات ور حلوي او د کفارو و وهمونو او پوښتونو ته ځوابونه وایی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x