ټولنیزه برخه

مـــه خــفــه کــېــږه! (۴)

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی
ژباړه:- رحـــمـــت الله مـــومـــن

څــه چــې تــېــر شــو، هــغــه هــېــر شــو!

دماضی په اړه سوچ کول او د تېر وخت ترخې خاطرې بیا رایادول او د غمجنو پېښو تخم یې په خپل زړه کې کرل او بیا رېبل، هسې کم عقلتوب او لېونتوب دی او دا کار په حقیقت کې د حال په اړه د خپلې ارادې وژل دی.
هوښــــیاران وایې: ” تــېــر هــېــر کــړه او بــیــا یــې پــه اړه هــېــڅــکــلـــه فــکــر مــه کــوه “

ځکه چې تېر شوی، هغه هسې هم تېر شوی، بیا رایادول یې او په اړه یې غم او خفګان کول، هیڅ درد نه دوا کوی، ځکه د ماضی مانا ده ورک شی، نو څه چې تېر شول، دهغه له بیا رایادول باید ځان خلاص کړې، ځکه سیند پر شانه درومی، را ختلای لمر بېرته نه ستنېږی او نه کوچنی د مور خېټې ته بېرته لېږدېدلای شی، له تیونو راوتلی شیدې بېرته نشی ستنېدلای او نه تویې شوې اوښکې بېرته سترګوته راتللای شی، همدغه رښتیا او حقیقت دی.
د ماضی تر سیوری لاندې پاتې کېدل، ماضی رایادول او په تیرو پېښو پسې کړیدل، ډیره د افسوس او خفګان خبره ده، د تیر وخت ترخې پېښې رایادول یوازې د اوسنی وخت بربادول دی او بس، الله تعالی په قران کریم کې تېر قومونه او د هغوی کارونه یاد کړی او په اړه یې ویلی:

( تِلْکَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ ) .
” دا یوه تېره شوې ډله ده “

یعنی ددی قومونو معامله نوره ختمه ده، ښخ کړل شوی مړی له قبرونو راویستل او تاریخ بېرته شاته ګرځول څه ګټه لری؟ دماضی رایادول داسې ده لکه څوک چې میده کړی وړه بیا میده کوی، دماضی یادوونکو ته به مخکنیو خلکو ویل:
” مــړی لــه قــبــرونــو څــخــه مــه راوبــاســئ . “

زموږ ستونزه داده، چې موږ له حال څخه بې پروا او په ماضی پورې نښتی یو، خپلې ښکلې ماڼۍ مو پرېښی او د ماضی په کنډوالو پسې ژړیږو، حال دا چې که ټول پېریان او انسانان راټول شی، تېر وخت بېرته نشی راګرځولای، خلک تېر وخت ته نه ګوری او نه تېر وخت ته بېرته تلل غواړی، د ژوند قانون دا دی چې هوا، اوبه او کاروان مخ پر وړاندې تګ کوی، دا د ژوند تګلاره ده او مخالفت یې هیڅ کومه ګټه نه لری .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x