حج او عمره – ۱۱مه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفي

میقات

په لغت کې میقات دمعلوم وخت لپاره استعمالیږي، خودلته مجازاً دځائې لپاره استعمال شوی دی.
مواقیت ، دمیقات جمع او دا هغه پنځه ځایونه دي چې دافاق اوسیدونکۍ مکې ته له دغه ځایونو څخه داحرام تړلو نه پرته،چې دهرې موخي لپاره وي وړاندی تلل روانه دي، مکروه تحریمي دی،په مرتکب باندی دڅاروي حلالول لازم ګرځي،دحج او عمره کونکو لمړنی عمل همدغو ځایوته په رسیدو پیلیږي.

افاقي ټولو هغه خلکو ته ویل کیږي چې له میقاتونو دباندي اوسیږي، کوم خلک چې دمیقاتونو داخل کې اوسیږي هغوي ته مکې وايې.

دافاقي خلکو لپاره مواقیت عبارت دي له ذولحلیفه ،ذات عرق ، حجفه ، قرن المنازل او یلم لم څخه ،داخل دمیقات(مکې) اوسیدونکوڅوک چې داخل دمیقات اوحرم شریف ترمیځ هستوګنه لري دهغوي لپاره داحرام تړلو موقعت دحل زمکه دی، داخلک باید حرم شریف ته له داخلیدو وړاندې خپل احرامونه وتړي، مهمه نه دی چې له کوم ځایه احرام تړ،خو غوره دادی چې دخپلو کورونو نه احرام وتړي.

مواقیت دحدیثو په رڼاکې: د پنځه واړه مواقیتو موقیت او ځایونه پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم ښودلي،چې دذات عرق نه پرته څلور واړه مواقیتوپه اړوند درسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک احادیث دسیدنا حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهُما نه امام مسلم او امام بخاری پخپلو صحیحینو کې روایت کړی. ‎ عن ابن عباس رضی الله هنهُما قال: اِنَّ رسول الله صلی الله علیه وسلم، وَقَّتَ لِأهل المدينة ذا الحليفة ولأهل الشام الجحفة ولأهل نجد قرن المنازل وأهل اليمن يلملم،هُنَّ لَهُنَّ ولمن اتی من غیرهِنَّ ممن ارادالحجَّ والعمرة ومن کان دون ذالک فمن حیثُ شأ حتی اهلُ مکةَ من مکةَ.

ژباړه:روایت دی له عبدالله بن عباس نه ،چې ویلي : یقیناً ټاکلي (ښودلۍ دي میقاتونه) دي رسول الله صلی الله علیه وسلم:د مدینۍ اوسیدونکو لپاره ذوالحلیفه، دشام اوسیدونکو لپاره حجفه ، دنجد اوسیدونکو لپاره قرن المنازل او دیمن اوسیدونکو لپاره یلملم، دامقامات ددوي لپاره میقاتونه دي او دهغو لپاره هم همداځایونه میقاتونه دي ،چې دحج اوعمری په اراده مکې ته راځي، هغه خلک چې د دی میقاتونوپه داخل کې اوسیږي،هغوئ دله هماغه ځایه احرام وتړي له کوم ځایه چې روانیږئ ،تر دی چې دمکې اوسیدونکي دله مکې نه احرام وتړئ.

اول – ذولحلیفه: دمدیني خلکو لپاره میقات ذولحلیفه دی ، هر څوک چې له دی لاری مکې ته سفر کوی دهغوټولو خلکو میقات همدا ځای دی ، په ذولحلیفه کې پخوا یوه ونه وه، دسمُرة په نوم، رسدل الله صلی الله علیه وسلم دهمدی ونې لاندی لمونځ اداکړی او احرام يې تړلی ،چی داونه دشجره په نو مشهوره شوه، دهمدی اونۍ په سیوری کې دحضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنهُ لمسۍ بي بي اسما بنت حضرت محمد بن ابوبکر صدیق رضی الله عنهما دنیاته ستر ګی پرانستی، اوس په هماغه ځای کې مسجد اباد شوی دی.

دمدینې دخلکو میقات(ذولحلیفه) دنورو میقاتونو په نسبت له مکې نه په لری واټن کې پروت دی.

ذولحلیفه دمدیني منوری څخه دامام نووی په قول تقریباً اته او دامام قاضی عیاض په قول نهه کیلو متره فاصله کې واقع دی،چې له مکې څخه تقریباً دوه سوه پنځوس کیلو متره واټن لري.

دذات عرق په اړوند درسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث، امام مسلم ابوداود، نسايې،دارقطني، بیهقي، ابن ابي شیبه ، ابن راهویه او ابو یعلی روایت کړی دی.

دویم- ذات عرق : دا ځای دعراق او دهغو خلکو لپاره میقات دی چې غواړی له دي لاری مکې ته سفر وکړي، دامقام دمکې مکرمې شمال ختیځ لورته تقریباً د اتیا کیلو مترو په واټن کې واقع دی، دسیدنا حضرت عمر رضی الله عنهُ په خلافت کې کوفه او بصره فتحه شول، حضرت عمر ددي ځاي اوسیدونکو لپاره میقات همدا (ذات عرق) پخپل حال پریښود، ذات عرق نسبتاً کوچنی غر و چې اوس په هغه سیمه کې یو ستر مسجد ودان شوی.

همداراز كتاب السنن الكبر،سنن أبي داود،سنن الترمذي،فتح الباري شرح صحيح البخاري له ابن عباس نه روایت کړی،

– عن ابن عباس ، أن النبي صلى الله عليه وسلم وقت لأهل المشرق العقيق.

ژباړه:روایت دی له ابن عباس رضی الله عنهُ چې ویلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم، دختیځ اوسیدونکو ته دالعقیق ځاي میقات ټاکلی (ښودلی و)و، مفسرین کرام العقیق او ذات عرق دیو ځای دوه نومونه بیانوي.

یوپوښتنه ؟ او دهغه ځواب !

رسول الله صلی الله علیه وسلم ، ذات عرق دعراق اوسیدونکو لپاره او حجفه دشام او ورته سیمو اوسیدونکو لپاره میقاتونه وټاکل ، حال داچې داسیمې تر هغه دمه نه وو فتح شوي؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دالهي وحيې په واسطه معلوم شو،چې داسیمې په نږ دی وختونو کې فتح کیږئ، داهم

درسول الله صلی الله علیه وسلم معجزه وه،چې ریښتینې شوې!

روایت کوي أبو داود والنسائي، عن عائشة رضي الله عنها أن النبي صلى الله عليه وسلم وقت لأهل العراق ذات عرق، وإنما قد يقال: كيف يوقت رسول الله صلى الله عليه وسلم لأهل العراق ميقاتا ولم تكن العراق آنذاك بلدا إسلاميا لتأخر فتحها إلى عهد خلافة عمر رضي الله عنه، والعقل لا يحيل هذا، فقد يطلع صلى الله عليه وسلم على ذلك فيضع لأهلها ميقاتا ولم يسلموا بعد. أليس هو يتلقى القرآن من لدن حكيم عليم؟

ژباړه: ابو داود او نسايې له سیدنا حضرت بي بي عایشه صدیقه رضی الله عنها څخه روایت کوي چې ویلی دي:ټاکلی و رسول الله صلی الله علیه وسلم دعراق او سیدونکو لپاره دذات عرق ځای میقات .

هر کله چې وویل شو: څرنګه ټاکلی و؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم دعراق اوسیدونکو لپاره میقات،حال داچي عراق هغه وخت اسلامی ملک نه و، او داسیمه وروسته دحضرت عمر رضی الله عنهُ دخلافت په دور کې فتح شو؟،یقینا ً خبر ورکړل شوی و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په دی خبری باندي،چې وضعيې کړ دویته میقات،سیدنا عایشه صدیقه رضی الله عنهما اخره کې دسورت النمل دشپږم ایت یوه برخه قرأت کړه: داقرآن تاته دپوه او باحکمت ذات له لوري درکول کیږې.

دحرم اوسیدونکو لپاره دحج احرام تړلوځای حرم شریف دی، که دعمري لپاره احرام تړي بیا لازمه دی چې دحل زمکې ته ولاړ شي اوله هغه ځایه دعمري لپاره احرام وتړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د