نظــر

دبیان آزادي که درسونې کړکېچ

رحمت ګل عمري

د ژورنالیزم استاد

زه غواړم خپل فکر خپل نظر څرګند کړم ،خو زما داڅرګندونې باید دخپلې ټولنې ددیني،ملي اخلاقي اونورو ارزښتونو سره په ټکر کې نوي.

مونږ غواړو خپل فکرخپل نظر خپله عقیده د ویلو ،چاپ،انځوراو نورو له لارو څرګند کړو، چې نوموړې څرګندونې مو دخپلې ټولنې دملي ګټو ،ملي امنیت،ملي اموالو ،او دټولنې داخلاقو سره په ټکرکې نوي، دې ته دبیان آزادی ویل کیږي.rahmat gul omari

آیا زمونږ په هیواد افغانستان کې دبیان آزادي په همدې ډول ده ؟ آیا پکې اسلامي ،دیني ،افغاني ،دټولنې اخلاقي ارزښتونو ته پام کیږي ؟

د ژبې اوخبرو،په مټ وینا کیږي او دا د الله (ج) له لویو نعمتونو ګڼل کیږي. چې انسان ته یې ورکړي او هغې ته یې دګټنې په برخه کې لار ښوونې هم کړې . هېڅوک نشي کولای له هېجا داحق واخلي .،الله (ج) فرمائي ژباړه :مهربانه خدای(ج).قرآن کریم راوښود،انسان يې پیدا کړ،او هغه ته يې بیان (هغه چي په زړه کې یې دي) ورزده کړل.

پدې برخه کې چې دبیان حق خوندي دی رسول الله(ص) فرمائي ژباړه: ترڅوچي دانسان زړه درست نشي ،ایمان یې نه بشپړیږي زړه هغه وخت درست کیداشي چي ژبه يې درسته شي.اوپدي توګه اسلام هغه کس لوی مجاهد بولي چي دظالم اوحق پټونکي امیر اوپاچا مخته دحق ږغ پورته کړي. په اسلام او اسلامي نظام کي ټول خلک دامیر او ریس څخه نیولې ترعام وګړي پوري قانون ته په درناوي اومکلفیت ولري،ارزښتونه یې په پام کې ونیسي.

” یانې دبيان آزادي په دې ماناده، چې له کس نیولې تر ټولګي له ټولګي نیولې ترټولنې آ ن تر ګوندونو هر څوک چې دڅه په اړه غواړي غږ پورته کړي له قانون سره سمې خبرې وکړي او خپل حقوق وغواړي .

دبيان په آزادۍ کې دنورو سپکاوی ونه شي اوترڅنګ یې ملي او ديني ارزښتونه پایمال نشي.

اسلام، الله (ج)، او پیغمبر (ص) دبیان دآزادۍ په اړه څرګندې ،غوره ،بې سیاله لارښونې لري ،هغې دا چې آزادي یې راکړې داستونزه په مونږ کې ده چې له اسلام معلومات نه لرو او احادیثو خبر نه یو خپل ملي افغاني ارزښتونه با بې ځایه ګڼو حساسیتونه راپارو دحق دغوښتلو په ځای حقونه پیمالوو .وړاندې شوو ارزښتونو ته پام نه کوو ،پکې افراط یا تفریط کوو دا ستونزه خو دیبان دآزادۍ نه بلکي دازمونږ خپله ستونزه ده ، حق غواړو دغوښتلو آرونه یې نه زده کوو دقانون چیغې وهوو ولې قانون بیا هم مونږ تر پښو لاندې کوو. نیوکې زده کولای شوو ولې دوړاندې کولو آرونه یې نشوو زده کولاي ، ځان ملي بولو افغاني یې بولو ولې دملي هویت دنه منلو لاریون کوو ملي ګټې ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کوو ، ملي اموالو،ملي یوالی ته ستر ګواښ پېښوو.

خپله قانون دکاغذ په مخ پېژنو چې لیکل شوی . پرې عمل نه کوو له نورو یې یې دعملي کولو تمه لرو ، په رسنیو کې مو خپل کلتور پیمالیږي ،بهرني فرهنګ ، بهرنیو دودونو ، ته کار کیږي . اسلامي او شرعی احکامو ته پوره درناوی نه کیږي ،ټولنیز اخلاق تر پښولاندې کیږي.

له پنځوسو زیات تلویزیونونه ، له سلو زیاتې رادیو ګانې ، له پنځوسوو زیاتې چاپي رسنۍ پداسې یوه ښار کې فعالیت لري چې ډیری اوسیدونکي دبېګا ډوډۍ نه لري او رسنیو مو په ملیونو افغانۍ لګښت کوي . او راته دنورو دغیرې اسلامي کلتور ترویج کوي . داطلاعاتو اوکلتور وزارت لپاره تر دې دمه هېڅ داسې کس پیدا نشوو چې ددې رسنیو له ادرو وپوښتی چې څه خپروې؟،ولې یې خپروې ؟، پیسې یې له کومه کیږي د لګښت او ورکړې سرچینې پدې دولسو کلونو کې څرګندې نشوې ؟ او بالاخره قومي او سمتي رنګ ته لمن ولې وهې ؟.

رسنیو دځان لپاره سمتي ،قومی ،ژبني لوري خپل کړي ، افغاني دودونه ،او ارزښتونه نور یوازې په پاته شوي ،او تر منځ یې دناسالمو سیالیو چې دژورنالیزم له هر اړخ سره په ټکر کې راځي.

یو لوی مدیریت چې دوزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي دنده یې داوه چې اړوندې چارې یې څارلې وای ،ښه یې تقدیر کړي وای ،بد یې تحقیر کړي وای مخه یې نیولې وای.

تر دې دمه دا کار ونه شوو دبیان آزادي تعریف نه شوه ،ملي ګټې ،ملي او اخلاقي ارزښتونه دیوه مسول مدیریت په نه شتون کې چا ونه بېژندل ،اوس زمونږ ځوانانو دنده لري .چې ددې راز ستونزو مخه ونیسوویا لږ تر لږه یې په اړه خپل غږ اوچت کړو .

ګرانو ځوانانو : اوس ښه وخت دی کابینه مو علانیږي داسې کس هېڅکله دوزیر په توګه مه منی چې افغان قوم ،افغان ژبې ،افغان کلتور او ارزښتونو ته توهین وشي، هغه مدیر دداسې کسانو په وړاندې چوپ پاته شي ،دداسې کسانو په وړاندې غږ او چتول او ترې اړوندې پوښتنې کول په اړه یې راپاڅېدل ،ورته لارښونه کول په مونږ ځوانانو واجب ده چې باید مخه یې ونیول شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x