شعـــــرونه

اختره- عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

څوك به دې لمانځي په خوشحالوباندې
څوك به دې په اوښكو اوسلګوباندې

څوك به سره كوي درته لاسونه پښې
څوك به دې شلېدلي ګرېوانوباندې

څوك به دې اختره هركلى كوي
څوك به دې خفه وي په راتلوباندې

څوك به له ډير غمه ليوني ګرځي
څوك به دې په ناز او په نخروباندې

څوك به شهيدځوى څوك وروراورپلار ژاړي
څوك به دې لمانځي په اتڼوباندې

څوك به ځي مېلوته په هوس هوس
څوك به جنازې وړي پراوږو باندې

څوك به شهيدان څوك به زخميان هم وي
څوك به ږدي ګلونه په قبرو باندې

څوك به زندانونوځنځېروكې وي
څوك به دې ولچك اوزولنوباندې

څوك به دسنګرڅوك به دغره په سر
څوك به دې كمين اوتعرضوباندې

څوك به (عرفاني) غوندې ملنګ ګرځي
څوك به دې شعرونو ترانو باندې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x