نظــر

بنديان وروڼه مه هېروئ !

 قاري محمديونس

د اسلامي امت احساس لرونکو مشرانو او مشرانو !

همدا اوس د نړۍ په ګڼو برخو کي زرګونه مظلوم مسلمانان د خپل اسلامي تشخص د ساتني ، د خپل دين، ناموس او خاوري څخه د دفاع او اسلامي غیرت لرلو په جرم د کفارو او ددوي د روزل شویو ګوډاګيانو لخوا زندانونو ته اچول شوي او له ډول ډول تعذیبونو او شکنجو څخه کړيږي .

شپاړس زره بنديان :

د اسلامي نړۍ د نورو اشغال شويو هیوادونو د مظلومو اولسونو په منځ کي د افغان مؤمن اولس شپاړس زره د زړه ټوټې د وحشي امريکايانو او ددوی د ګوډاګيانو لخوا د زندانونو د تورو تمبو شاته غورځول شوي او د اشغال په وړاندي د جهاد، ازادۍ غوښتني او له مظلومانو سره د خواخوږۍ په جرم يې د هر ډول تعذیب ، شکنجې او سپکاوي مستحق کسان بللي دي .

د کابل اداره او له بنديانو سره يې ناوړه چلند :

د امريکايې اشغال له پيله د يرغلګرو او د دوي د ګوډاګيانو له خوا هيڅ وخت مظلومو بنديانو ته د انسانانو په سترګه نه دي کتل شوي او نه هم ورته د بنديانو پر حقوقو قائل شويدي خو له تېر يوه کال راهيسي د کابل د مزدور ائتلافي رژيم په رامينځته کېدو سره له بنديانو سره ظالمانه چلند سيستماتیکه بڼه غوره کړې او د دغه بهیر له څارني څخه داسي ښکاري چي دا هر څه د يوه پلان له مخي تر سره کېږي .

د کابل له نوي ائتلافي ادارې مخکي هم له بنديانو سره ستر ظلمونه تر سره شوي او د ګڼ شمېر بنديانو په شهادت رسولو سره لويي فاجعې را مينځته شويدي خو هغه پېښي به یا د بنديانو د کوم عمل په وړاندي وحشي غبرګون وو او یا به هم په مکان او زمان پوري محدود وو ، مګر د اوسني رژيم وحشي چلند نه په مکان او زمان پوري محدود دی او نه هم د بنديانو د کومي کړني په غبرګون کي تر سره کېږي ، د هیواد په نژدې ټولو محابسو کي د يوه پروګرام له مخي بنديان ځورول کېږي او له هر ډول حقوقو بې برخي کړل شوي دي .

د مسلمان اولس مسئوليت :

په هيواد کي اوسمهال له بنديانو سره د بل هر وخت په پرتله ظالمانه چلند تر سره کېږي ، د مريضو بنديانو علاج ته توجه نه کول کېږي ، د بنديانو خوراک ، پوښاک او د هستوګني ځايونه نامناسب ، غير معیاري او تش په نامه دي ، په مختلفو بهانو په محابسو کي تعلیم او تعلم له خنډونو سره مخامخ کېږي او تر ټولو ځوروونکی عمل دادی چي سلګونه داسي بنديان لا هم په بند کي ساتل شوي چي له مودو راهيسي يې د بند قانوني موده بشپړه کړې ده ، پداسي غمجن حالت کي له مظلومو بنديانو سره مرسته کول د افغان مسلمان اولس د هر با احساسه بچي اسلامي او وجداني مسئولیت دی تر څو خپل بنديان وروڼه له دغو کړاوونو خلاص کړي .

له بنديانو سره څرنګه مرسته کولای شو ؟

د ټولني هر احساس لرونکی وګړی د خپلي وړتيا له مخي له مظلومو بنديانو سره مرسته کولای شي ، د بنديانو په قضاياوو او د دوی د دوسیو په برخه کي ماهر وکیلان او متنفذین کولای شي له قانوني لارو له بنديانو سره ددوی د خلاصون په برخه کي مرسته وکړي ، ډاکټر صاحبان کولای شي د خپلو طبي مشورو ، له مریضو بنديانو سره د کتني او د هغوی د امراضو د علاج او تداوۍ په برخه کي له هغوی سره روغتیايي مرستي وکړي همدا ډول محترم درمل پلورونکي د ضرورت وړ ادویه د صدقې په ډول بنديانو ته اهداء کړي ، د هیواد شتمن وروڼه او ملي تجاران له بنديانو او ددوی له کورنیو سره په مالي برخه ستره مرسته کولای شي .

د اسيرانو کورنۍ :

له مظلومو بنديانو سره د شتمنو مسلمانانو د مرستي مهمه برخه د بنديانو پر بېوزله کورنيو پوښتنه کول او د هغوی لاسنیوی دی ، زرګونه داسي کورنۍ شته چي د کور سرپرست يې بندي شوي وي او دوی په يوه ګوله ډوډۍ پوري حيران وي ، د دغو بېوزله کورنيو د امید سترګي يوازي خپلو شتمنو ګاونډيانو او دوستانو ته کږې وي ، ستاسو مرسته د مظلومو بنديانو پر هغو پرهارونو د ملهم پټۍ دي چي د خپل بند پر ځای يې د خپلي کورنۍ د غم له لاسه پر زړونو پيدا شويدي .

اسيران او اختر :

اوس چي د نېکمرغه لوی اختر د خوښۍ شپې ورځي دي باید د خپلي خوښۍ تر څنګ د مظلومو بنديانو او ددوي د کورنيو د خوشحاله کولو فکر هم وکړو ، که ممکن وي بنديانو ته اختريزي مېوې ، جامې او نور اړين توکي وروړو او په زندان کي يې څو شېبې په اختريزو خوښيو کي راسره شريک کړو همدا ډول د بنديانو کورنۍ او ددوي نازولي بچيان هم د خپلو کورنيو او بچيانو په شان و نازوو او داسي احساس ورکړو چي ستاسو بندي يو مهربانه ګاونډی ، يو زړه سواند دوست او بااحساسه ورور لري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x