نظــر

اشغالګر او د کابل اداره زموږ په ګران هيواد کي سوله نه غواړي

لیکوال : عبدالمالک همت

(د ملااختر محمد منصور حفظه الله د وروستي اختریز پیغام په اړه څو څرګندوني)

داسي ښکاري چي زموږ د هويت او وياړلو فرهنګي ارزښتونو؛ اسلامیت او افغانیت دښمنان سره د دې ټولو لويو لګښتونو او مذبوحانه هلوځلو په هر ډګر کي د ناکاميو سره مخ دي او په هر څه کي ابتکار طالبانو په لاس کي ځني اخيستی او دوی يې عقب روي کوي. پر وطن باندي د غلیم او غلیم پالو په وړاندي په ملي وطني سپېڅلې جګړه او مبارزه کي د هيواد په ګوټ ګوټ کي د اقدام او وسله والو بریدونو ابتکار طالبانو په لاس کي اخيستی دی، کله چي طالبان کومه ولسوالي تر محاصرې لاندي راولي غلیم او غلیم پالي د سمدستی عمل او غبرګون هیڅ وس نه لري، د ولسوالۍ د مرکز عسکر او اربکیان چي هر څوني چغي بوغي ووهي هیڅ ګټه نه ور رسوي، پای ولسوالي له لاسه ورکړي او د کابل اداره وروسته بیا اقدام کوي او هغه زیاتره نمایشي او ناکام وي.

په سياسي ډګر کي طالبان يو اومشخص باصلاحیته آدرس لري، خو غليمان او غليم پالي په هیڅ موضوع کي په يوه خوله نه دي او يو واحد دریځ نه لري. پخوانی ولسمشر ځان ته ډله ټپله او ځانګړی دريځ لري او هر څه ته له خپلو عينکو ګوري. نو هر څه چي د دوی د ځاني او ګروهي ګټو سره په تکر کي وي، هيڅ يې نه مني، لکه د قطر د دفتر د رامنځ ته کېدو په لومړيو کي چي يې لټپېر او شورماشور جوړ کړ.

د عبدالله او د هغه د ډلي ټپلي تګلار خو هر چاته معلومه ده. هغوی خپلي ګټي د پردو په اشغال، ناامني، ګډوډي او د چور او چپاو په تاوده بازار کی ويني، نه په واحد افغانستان، افغانیت، ملي وحدت، سوله او کراري کي.

اشرف غني که څه هم يو بې واکه او بې چاره واکمن دی، خو تر دې چي په پردو ملکونو کي آواره ګرځېدی، يا يې په صنفونو کي د تباشیر ګرد تر خوله وتی او ننوتی ، نو دا بې واکه او د څو تنو سره شریکه او تش په نامه او د پردو له خوا ورته ډالۍ سوې واکمني خو نو ورته يو لوی نعمت او غنیمت دی. تر څو دی ژوندی وي د خپلو ولينعمتانو دا شکر به ادا نه کړای سي.

رشید دوستم چي یو نا لوستی او سرټمبه سړی دی، پر ګران هيواد باندي د دې ناوړي حاکمي وضعي له برکته او د غليمانو د ناز له امله د جمهوري رياست تر لومړۍ مرستيالۍ پوري رسېدلی دی. نو تاسي وواياست چي که دا وضعه تغير وکړي دی به چيري وي؟

د هيواد د اهل تشیع وروڼو په مشرتابه کی چي کومو سابقه دارو مجرمو کسانو ځای نيولی دی، د هغو په ژوند کي پر هغو باندي دغسي د عیش، چړچو، ارګا او بارګا، شتمنيو او عزت او جاه ودولت پېر نه وو راغلی. موږ ټول پوهيږو چي د دوی چي دا خولۍ په غوړو کي ده ، دا د غلیم د اشغال او په هيواد کي د اوسنۍ کړکېچني وضعي له امله ده. نو تاسي ووایاست چي که اشغال پای ته ورسيږي او په هيواد کي هره خوا امنيت سي، دغه د افغانانو په سرونو کي د مېخونو د ټکوونکو به څه حالت وي؟
امریکا او لوېديځوال نه دلته په ساده ګۍ او آسانۍ راغلي دي او نه په آساني او ساده ګي، په خپله خوښه له دې هيواده وزي.

هغو د افغانستان تر اشغال دمخه کلونه کلونه په دې اړه مليارډونه ډالر لګولي او خپل ډلي ډلي ګومارلي کسان يې کلونه کلونه روزلي او مصارف يې پر کړي دي، تاسي فکر وکړئ هغو پر اشرف غني باندي يوازي په دې وروستيو ټاکنو کي څونه لګښت وکړ؟ او د اردو، پوليسو، امنیت پر عسکرو او اربکیانو او نورو باندي څونه مصرفونه ورکوي؟ دا لګښتونه د يوه ستر هدف لپاره کوي او دا هدف د افغانستان مادي او معنوي شتمنۍ تر لاسه کول او په سيمه او نړۍ کي نورو هغو اهدافو ته ځانونه رسول دي چي دوی له ډېر پخوا څخه مخي ته ايښي دي..

د پاکستان او ایران او نورو بدخواهو ګاونډيانو په هکله دونه بسنه کوي چي ووايو :”گرگ از خدا چه میخواهد باد وبدمه“.
لنډه داچي دغه عناصر نه په افغانستان کي د اشغال پای ته رسېده غواړی، نه سوله او آرامي.

په افغانستان کي سوله د دوی په ګټه نه ده. د اشغال پای ته رسېده او سوله او آرامي یوازي او يوازي د هيواد د هغوپه مليونونو پرګنو په ګټه ده، او غوښتنه او ارمان يې دی چي د اشغال او جګړې ټول تاوانونه هغو ته متوجه دي او دا دروند بار هغوی پر خپلو ناتوانو اوږو وړي.

بله دا چي موږ او تاسي ټول پوهيږو چي طالبان د پردو د وسله وال تېري او اشغال په پایله کي د نړۍ د ټولو نافذو قوانينو په خلاف بې له کوم موجه دلیله له واکه راوپرځول سول او بالاخره د خپلو ديني ارزښتونو او عقايدو او خپلو خلکو ته د مسؤوليتونو له امله اړ سول چي د اشغالګرو په وړاندي د هيواد ژغورني ملي او وطني جهاد ته ورودانګي او هم له بې چاره توبه ګاونډي هيواد ته اړ سول چي د کوربه په توګه يې يو څه زړه نازړه او له وچی اړتيا ومني. خو بيا هم که د عقل او ضمير خاوندان دقيق سي دومره خبري دوی د پاکستان دا نه دي منلي، لکه د کابل ادارې چی د هند او پاکستان ډېر څه منلي او اوس يې هم مني ، بلکي په ځينو مواردو کی غوړمالۍ او زارۍ ورته کوي.

په نهايي تحليل کي په افغانستان کی د اشغال پای ته رسېده او د سولي ټينګېده د طالبانو ډېره لویه ګټه او لاسته راوړنه باله سي. ځکه ترڅو چي په افغانستان کي اشغالګران وي (لږ وي که ډېر، جنګيږي او که بې جنګه واکمن وي) طالبان او نور مسلمانان اړ دي چي د اسلام د احکامو له مخي د هيواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو لپاره د جګړې کړاوونه او د ځينو په ماهیت امر کي د دښمنو ګاونډيانو اړتياوي یا د هغو ډول ډول کړوني، زوروني او جېلونه پر ځانونو ومني. خو که اشغال طرد سي او سوله ټينګه سي طبیعي ده چي دوی به له دې غرونو غرونو مشکلاتو خلاص او فارغ سي او د خپلوکورنیو سره به په يو ځای کېدو او بېغمه کېدو سره په خپل خواږه هيواد ګران او سپېڅلی او جنت نشان افغانستان کي د آرامۍ ژوند وکړای سي.

په پای کي که وجدان وي او د ملا اختر محمد منصور اختریز پيغام د عقل او منطق او ضمیر په سترګو مطالعه سي ، په دې پیغام کي د هيواد د خپلواکۍ د بیا اعادې، له غلامۍ څخه د غلامانو د ژغورني، زموږ د پتمنو خلکو د آرامۍ او هوسایی او د هيواد رشتیانۍ بیا رغوني او پرمختګ ته له لاري اوارولو پرته بل پیغام نسته.

نوراځئ ټول سوله غوښتونکي عناصر يو موټی او متحد سو او په هره هغه وسيله چی لازمه وي او کار ورکوي او اغېزمنه تماميږي اشغالګران او د سولي دښمنان د اشغال خاتمې او سولي ته غاړي ايښودو ته اړ کړو، دا کار ډېر مشکل نه دی، خو همت غواړي والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبیر احمدي

ډیر عالی، همت صاحب! ستا لیکني او شننی چی تل له ترخو واقعیتونو ډکی وی د افغانستان د ملی یووالی او ارضی تمامیت او ملی واکمنۍ د غلیمانو پر زړونو د خنجر ګوزار دی. اجر یې له الله تعالی غواړه. بدخواهان او منکران دی الله اصلاح کړی. مؤفق اوسی.

عبدالمالک همت

محترم ورور احمدي صاحب سلامونه مي ومنئ بیا مو د اختر مبارک سه ، خير يویې ستاسي د ډېرو ښو څرګندونو څخه تشکر کوم کور مو دان والسلام

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x