شعـــــرونه

نن ټکی اسیا ته ډالۍ – حمدالله دانشمند

«نن» د ښکلا میره ده ګلپاڼـه ده
«نن» زموږ د هیــلو ترجــمانـه ده

ښه پـه خپلواکۍ باندي سنګاره ده

تلـه ده اتلــه حــق بیانه ده

ځواک لري خپل واک لري ازاده ده
حــره ده غلامه د یو چا نــه ده

بڼ غوندي پوښلې په ګلونـو ده
سمه په وږمو، نغمــــــو ودانه ده

زیـار او هم زیار مل وړد ستایلودی
ځکه چې تګــــــلاره یې روښانه ده

و پلــورله ډېرو په ډالر باندي
پاکه خپـــــــلواکۍ وایي ګنانـه ده

هرافغان چې فکر د پردو لـري
بـد وایي چې وینه یې افغانه ده

کړیکه د مظلوم اوري په دې وجـه
نن ټکی اسیا را بانـدې ګرانه ده

تل د دین حریم نه حمـــایت کــــوی
څومره قدرمــنه قــدر دانه ده

ښه په اسلامي حجاب پوښلې ده
نېغه د هدف په لور روانـه ده

هرلیکوال یې ښه فکري نوښت لري
ځکه له انځور نه یې عــیانـه ده

وایي【دانشمند】درته ډالۍ دي وي
دغه معنوي تحـــــفه له مانـه ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نبیل افغان

کور دي ودان شه دانشمند زموږ دزړونو خبره دي کړي ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x