نړۍ

مکه: د ټيل ماټیل له کبله د مړو شوو حاجیانو شمېر ۷۱۷ ته پورته شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې۲مه ۱۳۹۴ل): مکه کې د منی سره نېږدې په ټیل ماټيل کې ۷۱۷ څخه زیات حاجیان مړه شوي.

د سعودي د ملکي دفاع چارواکو نن پنجشنبه ویلي چې په ټيل ماټيل کې تر ۸۱۸ څخه زیات حاجیان ټپیان شوي هم دي.

دغه پېښه د رمي یا د شیطان ویشتلو پر مهال رامنځته شوې.

عرب نیوز د راپور له مخې دا پېښه د منی ۲۰۴ نمبر کوڅه کې رامنځته شوې.

چارواکي وايي چې د پېښې وروسته ۴۰۰۰ ژغورونکي او ۲۰۰ امبولاسونه په مرستندویه کارونو مصروف دي او چورلکې هم د ژغورنې په بهیر کې استعمالیږي.

د پېښې وروسته ټولو نېږدې روغتونونو کې بیړنی حالت نافذ شوی، د ژغورنې او د ټپیانو د لېږد پروسه لا هم روانه ده.

د «محمد» په نامه یو حاجي سیمه ایزو رسنیو ته د پیښې په اړه ویلي: «د حاجیانو بهیر د جمراتو پر لور روان و، ګورم چې مخکې لار بنده ده، څو شیبې پس له شا نه د حاجیانو تازه دمې جوپې راورسېدې او سخت ټېل ماټېل رامینځته شو، ښځو په لوړ اواز چیغې وهلې او سپین ږیري پر ځمکه راپرېوتل».

په وژل شوو کسانو کې ډيری سپین ږیري او ښځې دي.

هغه کوڅه چېرې چې ټيل ماټيل جوړ شو او له کبله یې سلګونه حاجیان ووژل شول.
هغه کوڅه چېرې چې ټيل ماټيل جوړ شو او له کبله یې سلګونه حاجیان ووژل شول.

نن د اختر په لومړۍ ورځ لکونه حاجیان د جمرة العقبې د ویشتلو په موخه له بیت الله شریف څخه «منی» ته روان دي.

تر دې وړاندې د حرم شریف دننه د یوه کرین راغورځېدو له کبله تر۱۰۷ کسان ووژل شول او نېږدې ۲۲۰ نور ټپیان شول.

وروستي ځل په ۲۰۰۶ کې په حرم شریف کې د ټیل ماټیل له کبله ۳۴۶ کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ پورته ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x