نړۍ

د حرمینو امامانو په مسلمانانو د اقصی مسجد د مرستې غږ وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې۲مه ۱۳۹۴ل): د مکې مکرمې او مدینې منورې د مسجدونو امامانو د اختر په خطبو کې پر اقصی مسجد د یهودانو روان ظلمونه په کلکه وغندل.

په مسجد الحرام کې د اختر خطیب «خالد الغامدي» په خپلې خطبې کې د اسلامي امت اوسني حالت «بې ساری دردناک» وباله او ویې ویل چې دښمنانو د مسلمانانو د اېل کولو او ځپلو لپاره لاسونه یو کړي دي.

ښاغلي الغامدي زیاته کړه چې اسلامي امت تر سختې فکري، کلتوري او پوځي جګړې لاندې دی او ظالم قوتونه مسلمانان په رنګارنګ طریقو وژني. نوموړي د اقصی مسجد د مثال په توګه یاد کړ او ویې ویل:

«په اقصی مسجد او نورو اسلامي هیوادونو کې د اشغالګرو د تیريو او ظلمونو په لیدو او اورېدو زړونه ټوک ټوک کیږي او له زړونو وینې څاڅي».

نوموړي د نړیوالو بشري او حقوقي سازمانو په خاموش دریځ هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه:

«د مسلمانانو پاکې وینې بهول کیږي، ښځې او ماشومان له کورونو شړل کیږي، او په داسې حال کې چې نړیوالو بشري سازمانانو شرمناکه ګونګه روژه نېولي د کمزورو مسلمانانو پرضد د توطیو، دسیسو، تیريو او ظلمونو لړۍ روانه ده».

همدا راز په نبوي مسجد کې هم، چې د رسمي سرچینو پر اساس نږدې یو ملیون کسانو د اختر لمونځ اداء کړ، د اختر خطیب «عبدالباري الثبیتي» د اقصی مسجد موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل:

«د اقصی مسجد زګیروي او ژړا کوي، امنیت یې له مینځه تللی، حرمت یې تر پښو لاندې شوی، او انګړ يې مفسدینو په فساد ککړ کړي».

ښاغلي الثبیتي په مسلمانانو غږ وکړ چې خپل مسئولیت وپیژني او د اقصی مسجد د مرستې، حفاظت او دفاع لپاره یو د بل ملا وتړي او لاسونه یو کړي. نوموړي د فلسطینیانو هغه قربانۍ، سرښندنې او تکلیفونه وستایل چې د اقصی مسجد د ساتنې په لار کې یې ګاللي دي.

هېره دې نه وي چې د اقصی مسجد امام او خطیب «عکرمه صبري» هم د اختر په خطبه کې دغه مسجد د ټولو مسلمانانو «په غاړو کې پروت مسئولیت» وباله او له مسلمانانو یې وغوښتل چې د اقصی مسجد هېر نه کړي او د ازادۍ لپاره یې مبارزه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
م. نظیف

ګرانه وروره!

د اقصی جومات په نامه چې تاسې کوم عکس خپور کړی، د اقصی جومات اصلي انځور ندی. مهرباني وکړئ او د اقصی جومات اصلي انځور پیدا او دلته یې نشر کړئ. دا هم د یهودو یوه دسیسه ده چې د اقصی جومات د اصلي انځور په نامه د قبة الصخرة عکس خپروي او خلکو ته داسې ښکاره کوي چې بیت المقدص سلامت او ازاد دی.

حال دا چې حقیقت داسې ندی.

مننه.

عبد الله

مننه، د اقصی د جومات انځور مو ورکړ.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x