طالبانو د حاجیانو د وفات په پېښه غمرازي څرګنده کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۳مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د هغو حاجیانو په اړه غمرازي ښودلې چې تېره ورځ د حج فریضې د ادا کولو په مراسمو کې د ګڼې ګڼې له امله مړه او ټپیان شوي دي.

د تسلیت په هغه پیغام کې چې د طالبانو له خوا په دې اړوند خپور شوی راغلي چې دوی د یادې پیښې له امله خواشیني او د وفات شوو حاجیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي شریکوي او په دې غم کې ورسره ځان شریک ګڼي.

طالبانو هیله څرګنده کړې چې د سعودي حکومت اړونده ادارې په راتلونکې کې د ورته پیښو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

«اسلامي امارت هیله کوي چې د حج د مراسمو مسئول منتظمین، په راتلونکي کې د دا ډول پيښو د مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوي، هغه علتونه چې دداسې پيښو سبب ګرځي، پيدا او له منځه یوسي».

تېره ورځ د مکرمې مکرمې ختیځ ته په «منی» سیمه کې د جمراتو ویشتلو پر مهال د ټېل ماټېل د رامینځ ته کیدو له امله تر ۷۰۰ زیات حاجیان وفات او تر ۸۰۰ پورې نور ټپیان شول.

که څه هم تر اوسه د وفات شوو حاجیانو د هویت په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، خو ویل کیږي چې ډیری وفات شوي حاجیان د افریقايي او جنوب ختیځې اسیا هیوادونو اوسیدونکي دي.

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د یادې پیښې د بررسۍ په موخه یو څیړنیز هیئت ګومارلی ترڅو د پیښې په اړه معلومات راغونډ او عوامل یې روښانه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د